د محمد ظاهر عمار لیکنی

دا هم د شکر ځای دی چې زمونږ عمر خوړلو کسانو ته د کور د برکت په سترګه کتل کيږي او درناوی يې کيږي

د عمر خوړلي نفوس زياتېدل د هرې ټولنې له پاره لوی اجتماعي ناورين دی. يوه راپور کې مې لوستل چې ټوله نړۍ کې د تولد کچې کمېدل، طلاق زياتېدل او د ژوند د توقعاتو او آسانتياوو زياتېدل د عمر خوړلي نفوس د زياتېدو عمده دلايل دي. د نړۍ‌وال بانک د 2019 کال د يوه راپور له مخې، اوسمهال جاپان د %28 عمر خوړلي (تر 65 کلنۍ پورته) نفوس په درلودو د نړۍ تر ټولو عمر خوړلی هېواد دی. ورپسې ايټاليا له %23، پرتګال له %22، فنلنډ له %22، يونان له %22 او جرمني، بلغاريا، کروشيا، مالټا، فرانسه، لتويا، سويډن، لتوانيا، ايستونيا، د امريکا ورجن جزاير، چيک جمهوريت، پورټو ريکو او هنګري د شاوخوا %20 عمر خوړلي نفوس په درلودو د نړۍ تر ټولو عمر خوړلي هېوادونه دي. د خدای تعالی ډېر شکر دی چې د دې وطن د نفوسو نيمايي برخه پُران...
نور ولوله

د ژوند اووه خورا ترخه حقايق

- هېڅوک ستا په کيسه کې نه دي. ته خپله بايد پر خپل ځان، خپله کورنۍ او هغو کسانو پام وساتې چې درته مهم دي. - له ناکامۍ، نهيلۍ او پښېمانۍ پرته ژوند اصلاً ژوند نه دی. - د خيانت په اړه تر ټولو تريخ واقعيت دا دی چې هېڅکله يې دښمن نه کوي، دوست یې کوي. - د دې له پاره چې عظمت ته ورسېږې، وده او پرمختګ وکړې، بايد ځينې څيزونه له لاسه ورکړې او هېڅ پروا يې ونکړې. - حتمي نه ده هره خبره له ملګرو سره شريکه کړې، کله کله بايد مطلق سکوت اختيار کړې. -...
نور ولوله

سعودي کې څه روان دي؟

سعودي وليعهد محمد بن سلمان وايي، تر 2030 کال پورې به سعودي د دنیوي او بشري پرمختګ په حساب له اروپا سره سيال کړي. نوموړي د دې هدف د ترلاسه کولو له پاره خورا لوی او انقلابي ماسټر پلان تيار کړی او عملاً يې کارونه روان دي. د دغه ماسټر يوه برخه په يوه لويه دښته کې د 50 ميليارده ډالرو په ارزښت د يوه فول ټيکنالوژيک ښارګوټي او په پلازمېنه رياض کې د نړۍ د تر ټولو لوړې آسمانڅکې ودانۍ جوړول هم شامل دي چې د دوبۍ تر برج خليفه به هم لوړه وي. محمد بن سلمان خپل خوب ځکه رښتيا کولای شي چې يو خو د خپلو پرېکړو په عملي کولو کې خورا جدي دی، خپل نظر وروستی ګڼي، مخالفت يې نه زغمي او بله دا چې د هر څومره لويو پروژو له پاره پرېمانه مالي امکانات هم لري. پر دې سربېره سعودي دا ورځې د ...
نور ولوله

ډيپريشنDepression

ليکنه: جاوېد چوهدري ژباړه: ظاهر عمار   دا شپږ کاله پخوانۍ خبره ده، ما يوه متوسطه کمپنۍ چلوله. موږ به امريکايي کمپنيو ته د (آئی ټي سلوشن) په برخه کې خدمات وړاندې کول. زموږ في آئی ټي سلوشن به د لس پنځلس ډالرو په بيه وو خو د ګاهکانو شمېر مو هومره ډېر و چې همدا لس پنځلس ډالر چې به سره جمع شول، ډېر شی به ترې جوړېده. زموږ کمپنۍ شاوخوا درې- درې نيم سوه کارکوونکي درلودل، دوی به له خپلو کورونو له موږ سره همکاري کوله. موږ به د هغوی کار تر ډېرو مراحلو وروسته چاڼ او په نړۍ وال معيار برابر کړ او بیا به مو پر نورو کمپنيو خرڅاوه. زموږ ژوند خورا ښه روان و خو ناڅاپه د هغه وخت امريکايي ولسمشر، باراک اوباما خپلې پاليسۍ بدلې کړې. په اروپا و امريکا کې د پاکستان په اړه عمومي...
نور ولوله

موږ د نور ناوخته کولو فرصت نه لرو!

د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې د ګډون بلنه نه راکول کیږي. زموږ په ګاونډ ازبکستان کې د سيمې د خورا مهم سیاسي-اقتصادي سازمان شانګهای په کلنۍ غونډه کې حتا د ناظر په توګه د ګډون بلنه نه ده راکړل شوې. په ويانا کې اروپايانو غونډه جوړه کړې، احمد مسعود او ځينې نور سياسيون يې په VIP سياسي پروټوکول وربللي خو د څلوېښت ميلیونه ناخبره ملت په استازيتوب پکې هېڅوک نشته. نړۍ کې هره اوونۍ يا مياشت وروسته زموږ د سرنوشت په اړه همداسې يوه مهمه غونډه جوړيږي خو موږ خپله پکې نه يو او زموږ په اړه نور پکې غږيږي. دا په اوسنۍ One Village World کې نهايت خطرناکه سياسي، اقتصادي او اجتماعي انزوا ده او موږ له نورو ناورينونو سره مخ کوي. زه د يوه شعوري او مسئول افغان تبع...
نور ولوله

د ملکه اليزابت د تکفين، تدفين او تعزيت مراسم به لس ورځې روان وي

د ګارډين بریتانوۍ ورځپاڼې په حواله، د ملکه اليزابت د تکفين، تدفين او تعزيت مراسم به لس ورځې روان وي. ملکه به په فوق العاده دولتي تشريفاتو خاورو ته وسپارل شي، د نړۍ د مشرانو او مشهورو څېرو په شمول به زرګونه کسان د هغې په جنازه کې ګډون وکړي او لسګونه زره نور کسان به د نړۍ له ګوټ ګوټ نه هغې ته د احترام مراتب پرځای کړي. د ملکې د مړينې له امله په بريتانيا او د بريتانیا تر کنټرول لاندې جمهوريتونو او جزايرو کې بيرغونه په نيم ځوړند حالت کې دي. ملکه اليزابت د بريتانيا په تاريخ کې د تر ټولو ډېر وخت يعنې 70 کالو له پاره د ټولې لويې بريتانيې ملکه پاتې شوې. د ملکې د مړينې له امله د انګلينډ او جنوبي افريقا ترمنځ د درېيم ټيسټ د نن ورځې لو...
نور ولوله

ګټه په تاوان کيږي!

يوې امريکایي تحقيقاتي ادارې Defence of Democracies په خپل تازه تحقيق کې ويلي چې ايران به د برجام تړون د بېرته احياء کېدو په صورت کې يو ټريليون ډالر ګټه وکړي. دا اداره په خپل تحقيق کې وايي، د برجام اتومي تړون تر تازه کېدو وروسته به نه يوازې دا چې په بهر کې د ايران 118 ميليارده کنګل شوي ډالر له بنديزونو خلاص شي بلکې ايران به له ملا ماتوونکو نړۍ والو تجارتي بنديزونو هم راووځي، له نړۍ سره به په خلاص لاس تجارت پيل کړي، تېل به يې په نړۍ والو بازارونو کې په ښه بيه خرڅ شي او دا هر څه به تر 2030 کال پورې ايران ته يو ټريليون (1000 ميليارده) ډالر ګټه ورسوي. غربي هېوادونو په 2016 کال کې له ايران سره د اتومي پروګرام پر سر د برجام په نوم تړون لاسليک کړی و چې دا څو کاله د سياسي کش...
نور ولوله

له زړه مې وينې څاڅي ..

د وطن د فري‌فايټ اتل نصرت حقپرست هغه بله شپه له خپل کاناډايي سيال نه لوبه وګټله خو د خپل وطن د بيرغ پر ځای د بل وطن د بيرغ تر سيوري لاندې. حقپرست رسنيو ته ويلي، د ځينو سياسي ملحوظاتو له امله مې د خپل وطن د بيرغ پر ځای د مراکش د بيرغ تر سيورې لاندې سيالي وکړه. حقپرست د مراکش ولس ته د خپلې بريا مبارکي ويلې او مننه يې ترې کړې چې دی يې د يوه مراکشي فرد په توګه تشويق کړی. حقپرست ويلي، مسلمان يم، خپل وطن او بيرغ مې راته ګران دي، پرې وياړم او په زړه کې مې همېشنی ځای لري. الجزيرې پر خپله انسټاګرام صفحه د حقپرست ويډيو خپره کړې چې د اتلولۍ تر ګټلو وروسته ځمکې ته ټيټيږي او خدای ته په سجده کې ژاړي. لاندې کمنټونو کې ورته لسګونو مراکشيانو د زوی، اتل او مراکشي تبعه ...
نور ولوله

د بريتانيا نوې لومړۍ وزيره؛ د سياسي او ګوندي تعدد پلوي يم

د بريتانيا نوې لومړۍ وزيره لېز ټروس د محافظه‌کار ګوند Conservatives Party غړو ته په خپله لومړنۍ وينا کې وايي: زه د محافظه‌کار ګوند د نوې مشرې او د بريتانيا د نوې لومړۍ وزيرې په توګه ټاکل شوې يم او دا چې د بريتانيا د محافظه‌کار او د نړۍ د تر ټولو ستر سياسي ګوند غړې يم، د يوې محافظه‌کارې Conservative په توګه به حکومت او د سترې بريتانيا خدمت وکړم. عرض دا دی چې زه شخصاً د سياسي او ګوندي تعدد پلوي يم. يعنې هېڅ حکومت بايد مطلق د يوې ډلې يا يوه ګوند په لاس کې نه وي او هغوی په يوازې ځان د هر څه او هرې پرېکړې اختيار ونه لري. که څه هم زموږ ديني نصوص د ولي الأمر يا په نننۍ اصلاح د ولسمشر يا لومړي وزير ...
نور ولوله

سږ کال مونږ د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي مهمې نړۍ‌والې غونډې ګډونوال نه يو

د ملګرو ملتونو پر ويب‌سايټ مې د دې سازمان د کلنۍ عمومي غونډې Annual General Assembly د څرنګوالي، ارزښت او پرېکړو په اړه ولوستل. د نهايت خپګان ځای دی چې سږ کال موږ د دې مهمې نړۍ‌والې غونډې ګډونوال نه يو او نړۍ ته خپلې ستونزې، دردونه او ګيلې نه شو رسولای. له سږنۍ عمومي غونډې د ګډونوالو له لسته د افغانستان نوم ليرې کول د 40 ميليوني ملت په حق کې د نړۍ‌والو د سپکاوي او بې‌غورۍ اظهار دی. نړۍ دې ته هم ونه کتل چې افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان له اصلي او مؤسسو غړو څخه دی او دغسې له پامه غورځول يې نه شي توجېه کېدای. سږ کال چې بايد دې مهمه غونډه کې زموږ ښه نماينده‌ګي شوې وای او نړۍ مو له اصلي حالته خبر شوې وای، موږ يې له غونډې حذف کړي يو. ...
نور ولوله

په آګست مياشت کې لاندې هوايي ډګرونه تر ټولو ډېر مصروف او د ډېرو مساپرو کوربانه وو

په پای ته رسېدونکې آګست مياشت کې لاندې نړۍ‌وال هوايي ډګرونه تر ټولو ډېر مصروف او د ډېرو مساپرو کوربانه وو: دوبۍ نړۍ‌وال هوايي ډګر، 4 ميليونه د لندن هيټرو، 3.4 ميليونه د هالنډ امسټرډام، 3.15 ميليونه د پاريس شارل ډيګول، 3.13 ميليونه د ترکيې استانبول، 2.9 ميليونه د جرمني فرانکفورټ، 2.8 ميليونه سرچينه: Sky News Arabic ...
نور ولوله

په دې لسو دلايلو بايد خپل دفتر يا کارځای کې تور چای وڅښئ

د زړه روغتيا تضمينوي، د بدن دفاعي سيسټم تقويه کوي، د خوراک په هضمولو کې مرسته کوي، ذهني فشار کموي، د درملنې خواص لري، وزن کموي، اعصاب آراموي، د وينې فشار کموي، د خوښۍ او سکون احساس ورکوي، د بدن د ميټابوليزم سيسټم ښه کوي. ژباړه نوټ: دا د تور چای عمومي ګټې دي خو د هر چا له پاره صدق نه کوي. هغه کسان چې د وينې فشار يې معمولاً ښکته وي، بايد تور چای ډېر ونه څښي ځکه تور چای د ډېر مقدار کيفين موادو درلودو په وجه فشار نور هم ښکته کوي. د دې ترڅنګ د ځينو نورو کسانو له پاره هم ښايي ډېر تور چای څښل ګټور نه وي نو احتياط دې وکړي. ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک