No-IMG

کله چې جسم وږی شي، خپل ځان خوري!

څېړونکي وايي، کله چې د انسان جسم له 8-16 ساعتونو پورې وږی وساتل شي، په ټول بدن کې د autophagisomes په نوم يو ډول خاص پروټينونه توليديږي. دا پروټينونه د مړو، سرطاني او ناروغو حجرو پر شاوخوا راټوليږي، تجزيه کوي يې او داسې حالت ته يې برابروي چې جسم ترې استفاده وکړای شي.

دغه څېړونکي وايي، په اوونۍ کې بايد دوه يا درې وارې لوږه او تنده په دې نيت تجربه کړای شي چې جسم خپلې مړې او سرطاني حجرې وخوري او د زيان مخنيوی يې وشي.

جاپاني ډاکټر، بورشينوري اوسومي پر همدې موضوع د تحقيق له امله د 2016 کال د نوبل د طب جايزه هم ګټلې وه.

الله تعالی د روژې په اړه فرمايي:

"وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ".

"او که روژه ونيسئ، ستاسې له پاره ډېره بهتره ده، که پوهېږئ!"

ستر انسان، رسول الله صلی الله عليه وسلم به هم هره اوونۍ د دوشنبې او پنجشنبې ورځې روژې نيولې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک