د محمد ظاهر عمار لیکنی
د غزې روان بحران له نوعيته داسې ښکاري چې د ختمېدو پر ځای نورو سيمو ته هم خپور شي
يووال نوح هراري مشهور اسرا ئيلی تاريخپوه دی. دا ورځې په منځني ختيځ کې د روان بحران په اړه له رسنيو سره ډېر غږيږي. شېبه وړاندې مې له cbcnn تلويزيوني چينل سره د ده مرکه اورېده. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا دا بحران به ژر ختم شي که څنګه، د ده ځواب دا و:
د روان بحران له نوعيته داسې ښکاري چې شايد د ژر ختمېدو پر ځای نورو سيمو ته هم خپور شي. که پر اسرا ئيلو د حزب الله يا نورو ايران پلوه ډلو له لوري مستقيم بريد وشو، حتا د اتومي جګړې احتمال هم شته. همغسې چې امريکا سيمې ته خپلې جنګي بېړۍ او پرېمانه نظامي تجهيزات رالېږلي چې جګړه لا پسې زور واخلي، نور نړۍ وال ابرقدرتونه بايد برعکس د جګړې د ختمولو له پاره لاس په کار شي.
...
نور ولوله
له خدای تعالی نه د خپلې پردې ساتلو او وېرې ختمولو سوال ډېر مهم دی او هر وخت بايد دا سوال وشي
له خدای تعالی نه د خپلې پردې ساتلو او وېرې ختمولو سوال ډېر مهم دی او هر وخت بايد دا سوال وشي. انسان نهايت کمزوری دی او په اوسنۍ ټکنالوژيکه زمانه کې خپل عيبونه پټ ساتل ډېر ګران شوي. لاندې حديث ولولئ او فکر وکړئ چې دا موضوع رسول الله صلی الله عليه وسلم ته څومره مهمه وه.
امام احمد، امام ابو داود او امام ابن ماجه رحمهم الله له ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت نقل کړی، وايي:
رسول الله صلی الله عليه وسلم به هېڅ سهار او ماښام دا دعاء ويل نه هېرول:
خدايه! په دنيا و آخرت کې درڅخه بخښنه او عافيت غواړم.
خدايه! په خپل دين و دنيا، اهل و مال کې درڅخه بخښنه او عافيت غواړم.
خ...
نور ولوله
يو افغان ځوان المان کې د خپل کېس تر رد کېدو وروسته خودکشي کړې
خبر دی چې يو افغان ځوان المان کې د خپل کېس تر رد کېدو وروسته خودکشي کړې. دا ځوان دې خدای تعالی وبخښي خو نهايت کمزوری او غير معقول کار يې کړی. دی به اوس خدای تعالی ته څه ځواب وایي چې ولې مې خودکشي وکړه، فقط په دې دليل چې يوه اروپايي هېواد کې پناه نه راکول کېده؟ لا حول ولا قوة الا بالله ..
پرون مې يو خبر ولوست چې د آلمان د کوم ايالت والي د آلمان پر فډرالي حکومت نيوکه کړې وه چې ولې یې له آلمان نه د غیر قانوني افغان مهاجرو د ويستلو او ډيپورټ کولو پروسه ځنډولې. ده دا هم ويلي وو چې د آلمان فډرالي حکومت دې د ده په اصطلاح خطرناک او مجرم افغان مهاجر ژر تر ژره له آلمان نه وباسي.
عرض دا دی چې دا زموږ نړۍ وال حيثيت دی. همغه آلمان چې په ټوله ارو...
نور ولوله
د نړۍ والې تودوخې يا Global Warming خطر واقعي دی
د نړۍ والې تودوخې يا Global Warming خطر واقعي دی. که د ځمکې د شمالي قطب يخچالونه په همدې چټکۍ ويلې کېدل او په نتيجه کې يې د حرارت درجه هر کال همداسې پرله پسې لوړېده، د نړۍ ډېرې سيمې به له اوسېدو ووځي.
انسان به د لا نور صنعتي او توليدي پرمختګ په هوس او سيالۍ کې ډېر ژر دا ښايسته ځمکه د اور په يوه ګوله بدله کړي او بيا به لکه مچ لاسونه مروړي خو هېڅ درد به نه دوا کوي.
ساينسپوهان له ډېرې مودې چغې وهي چې د نړۍ لوی صنعتي هېوادونه دې سره کېني او خپلو بې درېغه توليدي فعاليتونو ته دې مقررات وضع کړي چې د ځمکې اتموسفير نور ګرم او يخچالونه ويلې نشي خو هېڅوک دې انساني غږ ته غوږ نه ږدي.
...
نور ولوله
سعودي ميلياردرانو نړۍ بګېل کړې!
د فوټبال په نړۍ کې عجايب روان دي او د نړۍ د مشهورو ليګونو ډېر شمېر مشهور فوټبالران ښايي سږ يا راتلونکی کال په اروپايي ليګونو کې د لوبېدو پر ځای په سعودي ليګ کې ولوبيږي. مؤثق خبرونه دي چې د ريال مادريد بريدګر لوبغاړی کريم بنزيما هم سعودي ته روان دی. د بنزيما او د سعودي د الاتحاد کلب ترمنځ د 100 ميليون يورو کلني قرارداد خبرې نهايي شوي او لنډو ورځو کې به دا موافقه رسماً اعلان شي. رونالډو هم د 200 ميليون يورو کلني معاش په بدل کې تېر کال د سعودي له النصر کلب سره یوځای شوی و.
په عين حال کې د سعودي الهلال کلب ته د ميسي د انتقال آوازو بيا زور اخيستی خو ميسي ته نږدې سرچينو ويلي چې ميسي به لنډو ورځو کې الهلال يا بېرته خپل پخواني کلب بارسلونا ته د انتقال په اړه نهايي پرېکړه وکړي. الهلال ميسي ته د کا...
نور ولوله
د اوکراين په تباه شوي باخموت ښار کې هېڅ هم نه دي پاتې
د اوکراين ولسمشر زيلنسکي تازه ويلي، په تباه شوي باخموت ښار کې هېڅ هم نه دي پاتې. زيلنسکي د دې ښار له لاسه ورکولو ته په اشاره دا هم ويلي چې باخموت به زموږ په لاس کې نه وي خو همېشه به زموږ په زړونو کې وي.
په باخموت ښار کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د روسي واګنر او اوکرايني پوځيانو ترمنځ شديدې جګړې روانې وې او دواړو خواوو ته پکې خورا لوی ځاني تلفات واوښتل خو اوس داسې ښکاري چې دا ښار تازه د روسانو لاس ته لوېدلی.
په عکسونو او ويډيوګانو کې د تباه شوي باخموت ښار له بمبار شويو او په تورو لوخړو کې پټو ودانيو، سړکونو او ځمکو داسې ښکاري لکه مکمله نړۍ واله جګړه چې پکې تېره شوې وي او اوس پکې د انسانانو پر ځای ارواوې ګرځي.
...
نور ولوله
بيل ګيټس؛ د خپل ژوند د مهمو پرېکړو د بياکتنې له پاره خامخا وخت وټاکئ
د بيل ګيټس دا خورا مهمې خبرې خپله هم دقيقې ولولئ او له خپلو ملګرو سره یې هم شريکې کړئ، د ژوند لوی راز پکې پروت دی:
بيل ګيټس د شمالي اريزونا پوهنتون د فارغانو غونډې ته ويلي، کاشکې پوهېدای چې ژوند يواځې په کار کې نه خلاصه کيږي. تاسې بايد د شخصي او وظيفوي ژوند ترمنځ فرق وپېژنئ او هر يوه ته په خپله اندازه مناسب خپل وخت ورکړئ.
بيل ګيټس محصلينو ته ويلي:
"زه چې ستاسې په عمر وم، په رخصتيو مې هېڅ باور نه درلود. ما به هر چا ته توصيه کوله چې هره ورځ ډېر ساعتونه کار وکړي. اوس تاسې ته وايم چې د ژوند د دې لوی درس د زده کولو له پاره زما هومره کلونه انتظار مه کوئ. خپل ځان او خپلو روابطو ته د پاملرنې، د خپلو بريا...
نور ولوله
د وطن د دې ناروغ بچي نننۍ ژړا زموږ د راتلونکي نسل ژړا وه
د وطن د دې ناروغ بچي نننۍ ژړا زموږ د راتلونکي نسل ژړا وه. ده په خپلو معصومو اوښکو ټولو وطنوالو ته دا پیغام رسول غوښتل چې د دوی معصوميت او محروميت درک کړي، دوی له پامه ونه غورځوي او په ټول ممکن توان د دوی د فزيکي او رواني روغتيا له پاره هڅې وکړي.
له محمد نبي مننه چې د سرطان ناروغۍ د روغتون جوړولو ژمنه يې بیا تکرار او پخه کړه. زموږ ورور، ملګری او د روغتيا وزارت وياند ډاکټر صیب شرافت زمان امر دې هم ډېر خير يوسي چې په خپل نوښت يې په تيليسيمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو له پاره پروګرام ترتيب کړ او د دوی غږ او درد يې د ميډيا له لارې په ډېر ښه شکل وطنوالو او نړۍ ته ورساوه.
...
نور ولوله
انسان له خپل ځان سره دښمني پيل کړې او د تباهۍ خوا ته روان دی!
د هارورډ پوهنتون يوه نوې طبي څېړنه وايي، هغو کسانو کې په سرطان د اخته کېدو پېښې په حيرانوونکې بڼه زیاتې شوي چې عمرونه يې تر 50 کالو کم دي او په وروستيو لسيزو کې زېږېدلي. څېړنه د مثال په توګه وايي، هغه کسان چې تر 1960 کلونو وروسته زېږېدلي، د هغو کسانو په نسبت پکې د سرطان پېښې زياتې دي چې تر 1950 وروسته زېږېدلي.
څېړنه وايي، شراب څښل، چاغښت او سګريټ څکول په اوسنيو انسانانو کې د سرطان ناروغۍ تر ټولو لوی لاملونه دي. غوړ، سره کړي او خواږه خواړه او سره غوښه هم د سرطان لاملونه بلل شوي. څېړنه وايي، اوس وخت کې د سرطان په 14 ډولونو کې 8 يې د معدې يا هاضمې سيسټم سرطانونه دي.
د څېړنې بيخي مهمه نکته دا ده چې وايي، په اوسنيو انسانانو کې د خوب کمښت هم د دې لامل شوی چې ډېر...
نور ولوله
نوې دندې به ځان ته ګورو، مصنوعي ذهانت نه بلا جوړېدونکې ده!
د اقتصاد نړۍوال فورم World Economic Forum خبرداری ورکړی چې تر راتلونکو پنځو کلونو به د مصنوعي ذهانت AI د پراختيا له امله په ټوله نړۍ کې 83 ميليونه دندې له منځه ولاړې شي او په خورا پرمختللي مصنوعي ذهانت سمبال ماشينونه به په دفترونو، فابريکو، ميټروګانو، هوايي ډګرونو او نورو کارځايونو کې د انسانانو ځای ونيسي. د اقتصاد دا معتبر نړۍوال آدرس وايي، د معلوماتو يا ډيټا ثبت او تحليل، مديريت او محاسبه هغه مهمې انساني دندې چې د مصنوعي ذهانت د پراختيا له امله تر نورو دندو ډېر د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.
...
نور ولوله
تر امريکا او بريتانيا وروسته اوس نور هېوادونه هم په اوونۍ کې د څلور ورځې کار نظام تطبيقوي
په اوونۍ کې څو ورځې کار پکار دی؟
د يوې سروې په نتيجه کې معلومه شوې چې د بريتانیا %91 شرکتونه او کاروباري ادارې په اوونۍ کې فقط څلور ورځې کار د پنځه ورځې کار په مقابل کې مفيد بولي او اعلان يې کړی چې دې کاري روټين ته به دوام ورکړي. دې سروې ته د شرکتونو او کاروباري ادارو رئيسانو او منېجرانو ويلي، په اوونۍ کې څلور ورځې کاري روټين د دوی د کارکوونکو پر رواني صحت او کاري وړتيا ښه اغېز درلود. سروې ته د شرکتونو کارکوونکو ويلي، څلور ورځني کاري روټين د دوی ذهني فشار کم کړی او په دې توګه خپلې کورنۍ او د کور کارونو ته هم کافي رسیده ګي کولای شي.
دا سروې په دفاترو او کارځايونو کې د اوونۍ د کاري ورځو د شمېر او د هغو د اغېزو په اړه تر ټولو لويه او معتبره سروې بلل شوې.
...
نور ولوله
موږ بايد خپل ځان وپېژنو او د الهي نعمتونو قدر وکړو
ټوله دنيا کې د برقي موټرو EVs بازار په پراخېدو او تقاضا په زياتېدو ده. وړاندوينې دا دي چې دا موټرې به په نږدې راتلونکې کې د تېل مصرفوونکو موټرو ځای ونيسي او نړۍ کې به چاپېريالي ککړتيا هم يو څه کمه شي.
چين د برقي موټرو په توليد کې تر ټولو مخکښ هېواد دی او د دې موټرو د اصلي برخې يعنې ليتيمي بيټريو د توليد تر ټولو لويه کمپنۍ CATL هم ورسره ده.
چين همدا اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ليتيمو په کانونو پسې سرګردانه ګرځي او په هر قيمت یې خپلولو او استخراجولو ته زړه ښه کوي.
چين په تېره جنوري مياشت کې يواځې اسرائيلو ته 7753 برقي موټرې صادر کړي او په دې حساب اسرائيل اوسمهال د چين د برقي موټرو ت...
نور ولوله
