No-IMG

له خدای تعالی نه د خپلې پردې ساتلو او وېرې ختمولو سوال ډېر مهم دی او هر وخت بايد دا سوال وشي

له خدای تعالی نه د خپلې پردې ساتلو او وېرې ختمولو سوال ډېر مهم دی او هر وخت بايد دا سوال وشي. انسان نهايت کمزوری دی او په اوسنۍ ټکنالوژيکه زمانه کې خپل عيبونه پټ ساتل ډېر ګران شوي. لاندې حديث ولولئ او فکر وکړئ چې دا موضوع رسول الله صلی الله عليه وسلم ته څومره مهمه وه.

امام احمد، امام ابو داود او امام ابن ماجه رحمهم الله له ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت نقل کړی، وايي:

رسول الله صلی الله عليه وسلم به هېڅ سهار او ماښام دا دعاء ويل نه هېرول:

خدايه! په دنيا و آخرت کې درڅخه بخښنه او عافيت غواړم.

خدايه! په خپل دين و دنيا، اهل و مال کې درڅخه بخښنه او عافيت غواړم.

خدايه! زما پردې وساتې او وېرې مې ختمې کړې.

خدايه! له مخې، شا، ښي طرف، چپ طرف او بره طرف نه مې وساته. او ستا په عظمت تا ته پناه دروړم چې له لاندې طرفه مې هلاک نکړې.

د دعاء اصلي متن دا دی:

‏اللهمَّ إني أسألُك العفوَ ، والعافيةَ ، في الدُّنيا ، والآخرةِ.

اللهمَّ إني أسألُك العفوَ، والعافيةَ، في دِيني، ودنيايَ، وأهلي، ومالي.

اللهمَّ استُرْ عوراتي، وآمِنْ روعاتي.

االهم احفظني من بين يدي، ومن خلفي وعن يميني، وعن شمالي، ومن فوقي، وأعوذُ بك أن أُغْتَالَ من تحتي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک