يو افغان ځوان المان کې د خپل کېس تر رد کېدو وروسته خودکشي کړې
خبر دی چې يو افغان ځوان المان کې د خپل کېس تر رد کېدو وروسته خودکشي کړې. دا ځوان دې خدای تعالی وبخښي خو نهايت کمزوری او غير معقول کار يې کړی. دی به اوس خدای تعالی ته څه ځواب وایي چې ولې مې خودکشي وکړه، فقط په دې دليل چې يوه اروپايي هېواد کې پناه نه راکول کېده؟ لا حول ولا قوة الا بالله ..
پرون مې يو خبر ولوست چې د آلمان د کوم ايالت والي د آلمان پر فډرالي حکومت نيوکه کړې وه چې ولې یې له آلمان نه د غیر قانوني افغان مهاجرو د ويستلو او ډيپورټ کولو پروسه ځنډولې. ده دا هم ويلي وو چې د آلمان فډرالي حکومت دې د ده په اصطلاح خطرناک او مجرم افغان مهاجر ژر تر ژره له آلمان نه وباسي.
عرض دا دی چې دا زموږ نړۍ وال حيثيت دی. همغه آلمان چې په ټوله اروپا کې د بشردوستۍ، بشري حقوقو او فردي آزاديو ته د درناوي علمبرداره ده، يو ايالتي والي يې افغان مهاجر انسان ته په دومره ټيټه سترګه ګوري او هېڅ بشري حق ته يې په درناوي نه دی قايل. خدای تعالی دې زموږ د بې وسۍ عرض واخلي، آمين.
