د اوکراين په تباه شوي باخموت ښار کې هېڅ هم نه دي پاتې
د اوکراين ولسمشر زيلنسکي تازه ويلي، په تباه شوي باخموت ښار کې هېڅ هم نه دي پاتې. زيلنسکي د دې ښار له لاسه ورکولو ته په اشاره دا هم ويلي چې باخموت به زموږ په لاس کې نه وي خو همېشه به زموږ په زړونو کې وي.
په باخموت ښار کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د روسي واګنر او اوکرايني پوځيانو ترمنځ شديدې جګړې روانې وې او دواړو خواوو ته پکې خورا لوی ځاني تلفات واوښتل خو اوس داسې ښکاري چې دا ښار تازه د روسانو لاس ته لوېدلی.
په عکسونو او ويډيوګانو کې د تباه شوي باخموت ښار له بمبار شويو او په تورو لوخړو کې پټو ودانيو، سړکونو او ځمکو داسې ښکاري لکه مکمله نړۍ واله جګړه چې پکې تېره شوې وي او اوس پکې د انسانانو پر ځای ارواوې ګرځي.
عرض دا دی چې جنګ بدرنګ شی دی؛ انسان، ژوند، ښار، کلی، کوڅه او بل هر څه سپېره کوي.
