د نړۍ والې تودوخې يا Global Warming خطر واقعي دی
د نړۍ والې تودوخې يا Global Warming خطر واقعي دی. که د ځمکې د شمالي قطب يخچالونه په همدې چټکۍ ويلې کېدل او په نتيجه کې يې د حرارت درجه هر کال همداسې پرله پسې لوړېده، د نړۍ ډېرې سيمې به له اوسېدو ووځي.
انسان به د لا نور صنعتي او توليدي پرمختګ په هوس او سيالۍ کې ډېر ژر دا ښايسته ځمکه د اور په يوه ګوله بدله کړي او بيا به لکه مچ لاسونه مروړي خو هېڅ درد به نه دوا کوي.
ساينسپوهان له ډېرې مودې چغې وهي چې د نړۍ لوی صنعتي هېوادونه دې سره کېني او خپلو بې درېغه توليدي فعاليتونو ته دې مقررات وضع کړي چې د ځمکې اتموسفير نور ګرم او يخچالونه ويلې نشي خو هېڅوک دې انساني غږ ته غوږ نه ږدي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
