د وطن د دې ناروغ بچي نننۍ ژړا زموږ د راتلونکي نسل ژړا وه
د وطن د دې ناروغ بچي نننۍ ژړا زموږ د راتلونکي نسل ژړا وه. ده په خپلو معصومو اوښکو ټولو وطنوالو ته دا پیغام رسول غوښتل چې د دوی معصوميت او محروميت درک کړي، دوی له پامه ونه غورځوي او په ټول ممکن توان د دوی د فزيکي او رواني روغتيا له پاره هڅې وکړي.
له محمد نبي مننه چې د سرطان ناروغۍ د روغتون جوړولو ژمنه يې بیا تکرار او پخه کړه. زموږ ورور، ملګری او د روغتيا وزارت وياند ډاکټر صیب شرافت زمان امر دې هم ډېر خير يوسي چې په خپل نوښت يې په تيليسيمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو له پاره پروګرام ترتيب کړ او د دوی غږ او درد يې د ميډيا له لارې په ډېر ښه شکل وطنوالو او نړۍ ته ورساوه.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
