د غزې روان بحران له نوعيته داسې ښکاري چې د ختمېدو پر ځای نورو سيمو ته هم خپور شي
يووال نوح هراري مشهور اسرا ئيلی تاريخپوه دی. دا ورځې په منځني ختيځ کې د روان بحران په اړه له رسنيو سره ډېر غږيږي. شېبه وړاندې مې له cbcnn تلويزيوني چينل سره د ده مرکه اورېده. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا دا بحران به ژر ختم شي که څنګه، د ده ځواب دا و:
د روان بحران له نوعيته داسې ښکاري چې شايد د ژر ختمېدو پر ځای نورو سيمو ته هم خپور شي. که پر اسرا ئيلو د حزب الله يا نورو ايران پلوه ډلو له لوري مستقيم بريد وشو، حتا د اتومي جګړې احتمال هم شته. همغسې چې امريکا سيمې ته خپلې جنګي بېړۍ او پرېمانه نظامي تجهيزات رالېږلي چې جګړه لا پسې زور واخلي، نور نړۍ وال ابرقدرتونه بايد برعکس د جګړې د ختمولو له پاره لاس په کار شي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
