د محمد هاشم شاهين لیکنی

پر اسرائیل د ۷-اکټوبر غوندي سائبري بریدونه!

د مخفي استخباراتو خطرناکه څانگه (۸۲۰۰) او د پولیسو ادارې ریکارډ هَک سوی دئ. دا استخباراتي څانگه د اسرائيل په فوځي عملیاتو کي مهم کردار لوبوي؛ د دې څانگي اساسي دنده د الیکترونیکي استخباراتو، الیکترونیکي اړیکو او له سسټمونو څخه د معلوماتو غلا کولو او سائبري بریدونو ترسره کول دي. د ۲۰۰-څانگي او د موساد ټول الیکترونیکي جاسوسي مرکزونه، د سِسټمونو ډیزائن کولو او د هغوی د اِنسټالولو دنده د Silicon په نوم شرکت مخ ته وړي؛ د دې شرکت پر وېبسائټ د "حنظله سائبر گروپ" نومي هېـکر انځورونه خپاره کړي او اعلان ئې کړی چي دوی د ۸۲۰۰-څانگه هک کړې؛ دوی د دې څانگي سیسټمونو ته ننوتي او ۴۰-تېرا بائټس TB انتهائي حساسه ډېټا ئې ترلاسه کړېده. په دې ډېټا کي اي مېلونه، خطوط، د پاڼو سکېن سوي تصویر...
نور ولوله

دا د پانگوال نظام د عروج دوران دئ!

  پانگوال نظام خپل عروج ته ورسېدلی دئ؛ داسي ښکاري ایلان مسک نن د سپیني ماڼۍ ټولواک دئ؛ ټرمپ لکه بدر منیر یوازي اخطارونو ته ملا تړلې او یا ئې د امریکا خیراتونو بندولو او ډالرو را وگرځولو ته؛ په عرب رسنیو کي د ایلان مسک د ماشوم زوی ويډیو پورته کښته کېږي چي ټرمپ ته په سپینه ماڼۍ کي څه وایي او هغه مخ ترې اړوي؛ د هغه خبري واضحي نه وي؛ اما د ټولنیزو رسنیو کارونکي په طنز وایي چي هلک ټرمپ ته وویل: ته اصلي ولسمشر نه ئې! همداسي مشهوري امریکایي مجلې پر خپل کوَر پاڼه د ایلان مسک انځور نشر کړی او دا تأثر ئې خپور کړی چي اصلاً امریکایي ولسمشر همدی دئ. ټرمپ ئې په مقابل کي اخطاریه جمله په طنز وویله: آیا TIME مجله تر اوسه هم چاپېږي؟!! قدرمن مشر حکمتیار صاحب په خپل نوي او ارزښتناک اثر "اسلامي اقتصاد&...
نور ولوله

د سعودي عرب د ولي عهد محمد بن سلمان موقف د ستایلو وړ دئ

د سعودي عرب د ولي عهد محمد بن سلمان موقف د ستایلو وړ دئ؛ ما د آل سعود پر کړنو ډېري نیوکي کړيدي؛ حتی د نوموړي نوم مي هم پوره نه دی اخیستی؛ خو نن ئې ستاینه کوم؛ واللهِ د یوه حاکم جرأتمدانه موقف ډېر خوند کوي؛ داسي موقف د دوی د اسلافو وو؛ له یوه عرب حاکم سره همداسي موقف ښايي. په مقابل کي ئې د ملک عبدالله ۲ موقف و گورئ چي تېره ورځ ئې په سپینه ماڼۍ کي مړې سترگي رپولې... د خپل مصنوعي خدای په مخکي ئې وعده وکړه چي له مقدسي زمکي څخه به دوه زره ناروغ ماشومان اردن ته انتقالوي... خو هغه ترې خوښ نسو. ځکه د کایناتو خالق په خپل عظیم کتاب کي فرمایي؛ مفهوم: دوی به له تاسي څخه تر هغه وخته خوشاله نسي تر څو ځانونه د دوی له جملې ونه گرځوئ! دا فاني نړۍ ده؛ پر محمد بن سلمان به هم...
نور ولوله

نن د امام حسن البناء د شهادت ورځ ده

نن د امام حسن البناء د شهادت ورځ ده؛ د ۱۹۴۹ع د فرورۍ پر ۱۲-مه د قاهرې پر مشهور سړک "شارع ملکه نازلي" باندي په مرمیو وویشتل سو؛ د شهادت پر وخت ئې عمر ۴۳-کلونه وو؛ خو په دومره مختصر ژوند کي نوموړي د "اخوان المسلمون" نړئوال تحریک پر پښو ودرولی وو؛ چي نن هم د اسلامي بیدارۍ لومړی او مضبوط ترین سنگر دئ؛ د دې نړئوال تحریک په مقابل کي "عرب نشنلیزم" په گونډو او مات سو؛ اوس بیا پر عربي نړۍ له مسلط "صهیونیسټي نظم" سره زور وهي. شیخ حسن البناء د "اسرائیلي غاصب دولت" پر ضد د مسلح جهاد لومړنی معمار او مجاهد وو؛ د نوموړي روحاني بچیان د حماس په څېره کي نن هم په مبارزه بوخت دي. د ده شخصیت ډېر ستر وو؛ نوموړي په خپل ډېر مختصر ژوند کي پر انساني ژوند ستر اثرات پرېښودل؛ د خلیج نقشې ته همدوی تغی...
نور ولوله

له پښتو سره جفاء؛ د دین، کلتور او سیاست د انحصار هڅي!

ځیني حضرات نورو ته د اختلاف مجال نه پرېږدي خو خپله ئې ژوند د نورو په ټکولو، نقد کولو او کله کله حتٰی په سپکولو کي تېر سي؛ څه موده وړاندي عبدالباري جهاني صاحب یو کتاب (وهابیان څوک دي؟) ولیکی؛ زحمت ئې وکړ؛ ډېري تندي نیوکي ورباندي وسوې ځکه د کتاب عنوان د دوی د ذوق مطابق نه وو؛ زه وایم داسي کتابونه په لوستلو ارزي؛ سم او نا سم او د ښه او بد تبصرې هغه وخت معنٰی لري چي یو څوک ئې ولولي او بیا ئې یا تائید کړي او یا ئې په دلائلو رد.   جهاني صاحب د خپل اثر مطالعې ته د جذباتي مبصرینو د رابللو په جریان کي یوه جمله ولیکله؛ بلکي داسي به ووایم چي دې تبصرې ته اړ کړل سو؛ افراطيانو ډول ډول وښکنځی او ډېر بې باکه مهرونه ئې ورباندي ووهل؛ د نوموړي تبصره داسي وه: "هغه وخت تېر سوی دی چي دیني ک...
نور ولوله

له نړۍوال نظم څخه د وتلو اخطارونه، د USAID تصفیوي حساب

د قدرمن استاذ فضل ربي شاکر صاحب په قول: ”د سړي لکه چې د کولمو ماغزه سر، او د سر ماغزه يې خېټې ته راغلي، بيخي نوادر بادوي. له نړئوال نظم څخه د وتلو اخطارونه، د USAID تصفیوي حساب، له ملگرو ملتونو د شاتگ دعوه؛ پر نړئوالي جنائي محکمې د بندیزونو لگولو ډوزي او له مقدسي زمکي ئې د ولسونو شړل هغه فرمانونه دي چي یا ئې د دې لېون ډرت تاجر نازي اقدامات گڼلی سو او یا نو د امام حسن البناء رحمه الله د قول په مفهوم چي: غربي ډیموکراسي (په عموم کي ټول نړئوال غربي نظم) د جاهلیت د زمانې د عربانو بتانو ته ورته ده؛ هغوی چي به کله وږي سول نو په خپل لاس جوړ سوی بت به ئې نوشِ جان کړ؛ همداسي امریکا هم نن د خپلو بتانو خوراک پیل کړی دئ او همدا ئې ممکن د زوال لامل سي. ان شا...
نور ولوله

د مذهبیانو او سیکولرانو له پېغورونو ټولنیزي رسنۍ ډکي دي

محدود فردي جرائم ټولني ته منسوب کول او بیا هغه ټولنه او یا ئې تهذیب تر نقد لاندي راوستل انصاف نه دئ؛ دا عادي خبره ده چي په هره ټولنه کي جرمونه تر سترگو کېږي؛ ادارې هم همداسي وگڼئ! نه مدارس او مکاتب له جرائمو پاک دي او نه روغتون او نوري ورته ادارې؛ خو د دې معنی دا نه ده چي د یوه فردِ واحد د جرم په سبب دي هغه ادارې بدي وگڼل سي؛ لکه زموږ په ټولنه کي چي دا بې انصافي روانه هم ده؛ د مذهبیانو او سیکولرانو له پېغورونو ټولنیزي رسنۍ ډکي دي. ممکن زموږ جاهلي ټولنه اوس د جرائمو له مخي تر غرب چندان کمه نه وي؛ البته چي پر موږ یو سرپوښ (پرده) پروت دئ؛ څوک مو له وضعیت څخه پوره خبر نه دي... د استناد وړ مراجع نه لرو د اصلاح خو لیري پرېږدئ! د مېرمنو په تړاؤ چي موږ په خپله ټولنه کي د کوم ظلم شاهدان یو؛ ما خو ...
نور ولوله

آیاامریکا/ټرمپ رښتیا هم غزه وال له غزې شړلی سي؟!

له تېرو څو ورځو راهېسي د ټرمپ لافي ډېري رسنیزي سوي چي د غزې د اوسېدونکو په تړاؤ ئې کړيدي! د ټرمپ کرکټر د یوه مزاح دیکتاتور دئ؛ جالب شخصیت په دې دئ چي کله پر سټېج ټوکي کوي او د حساسیت کچه ئې ریکارډ درجې ته ټیټه سوې وي؛ کله دومره ځان حساس ښيي چي فقط د دې تورو ویل ترې پاته وي چي ووایي: انا ربکم الأعلی؛ بلکي په ځینو مواردو کي ئې د همدې جملې په تول خبري کړيدي... دا پوښتنه چي آیا رښتیا هم نوموړی کولی سي د غزې ولس نورو هېوادونو ته کډوال کړي؟ دا کډوالي به دائمي وي او که موقته؟ چي یقینا دا سازش دائمي کېدلی سي نه موقت. په دې دوران کي به د ملگرو ملتونو کردار څه وي؟ د هغه د وړاندیزونو به څومره حیثیت پاته وي؟! دا او دې ته ورته په لسگونو نوري پوښتني دي چي ځواب ئې تفصیل  او تحقیق ته اړتیا لري؛ البته چي اوږدې لیکني...
نور ولوله

په فلسطین کي جبـراً د یهودانو مېـشت کول؛ حقوقي ارزونه ئې!

ژباړه: محمد هاشم شاهین د انتداب په دورانیه کي د ملتونو له اتحادیې نیولې بیا تر ملگرو ملتونو پوري؛ له اروپا څخه په لکونو یهودان فلسطین ته راوړل کېدل او دلته هستـوگن کېدل. دا ټول کار د فلسطینیانو له خوښۍ، غوښتنې او اجازې پرته ترسره سـو. پوښتنه دا ده چي په فلسطین کي د یهودانو د دې جبري هستوگني په اړه نړئوال قانون څه وايي او د نړۍ په منل سويو قوانینو او اوصولو کي آیا د داسي یوه اقدام کولو څه گنجائش سته؟! چي کله په فلسطین کي د عثماني سلطنت واکمني ختمه سوه او دا سیمه د ملتونو د اتحادیې تر انتداب لاندي د برټانیې په ذمه ورکول سوه نو د ملگرو ملتونو (د فلسطین د وېشلو فرعي کمېټې) د شمېـرنو پر اساس دلته د مسلمانانو شمېـر ۹۳% درې نوي فیصده وو؛ د ملگرو ملتونو فرعي کمېـټې د ۱۹۴۷م کال د نومبر پر ۱-لومړۍ نېـټه په...
نور ولوله

د اتل سنوار په اړه د الجزیرې نوې وائرل ویډیو!

له تېرو څو ورځو راهېسي الجزیرې د دې ډاکومنټري ډېره یادونه کوله؛ "ما خفي أعظم... الــطــوفان" او نن ئې خپره کړه. په دې کي یو ځانگړی کلِپ دئ چي عرب ټولنیزي رسنۍ ئې ښکلي کړي؛ هغه د یحیٰی سنوار په تړاؤ دئ چي د جگړي په لومړۍ کرښه کي نوموړي څنگه پرمختگ کاوه او څنگه به په خط کي ولاړ وو؛ دا چي اسرائیل ئې په اړه یو خاص تأثر خپرولو چي هغه په تونلونو کي پټ دئ نو هغه دعوې بالکل دروغ ثابتي سوې.  په ویډیو کي هغه پر سر دستمال تړلی او یو څادر ئې هم پر سر ایښی او د ړنگو سویو کورونو په منځ کي تگ راتگ کوي؛ نقشې ته د محمود حمدان سره متوجه ناست وي او د دښمن پر موقعیت بحث کوي؛ دا همغه محمود دئ چي د تل السلطان د سیمي له قومندان او یحیی ورور سره یو ځای شهید سو. ان ...
نور ولوله

د ملگرو ملتونو د ۲-دوهمي فرعي کمېـټې وړاندیزونه ولي رَد سول؟!

د ملگرو ملتونو د کمېـټې Ad Hoc Committee لخوا د جوړو سویو دوو فرعي کمېـټیو Sub Committe له جملې ئې د ۲-دوهمي فرعي کمېټې راپــور د یوه مهم تاریخي مسـتند حیثیت لري. د یوه سالم نظر له اړخه د فلسطین په ستونزه د پوهېدلو په پار د ۲-دوهمي فرعي کمېټي دا راپور د یوه غیر معمولي ارزښت خاوند دئ. د ۱۹۴۷م کال د اکتوبر پر ۲۳-مه دا کمېـټۍ جوړه سوه او د ۱۹۴۷م کال د نومبر پر ۱۱-مه دې کمېـټې خپل وړاندیزونه عمومي اسمبلۍ ته وړاندي کړل. دې کمېـټـې د خپل راپور د ۱-لومړي څپرکي په ۶-شپږم پارگراف کي دوې اساسي پوښتني راپورته کړې. هغې لیکلي چي د فلسطین د وېــشلو په تړاؤ تر وړاندیزونو عرضه کولو وړاندي باید دا وکتل سي چي د تقسیـــم د دې وړاندیـز حقوقي حیثیت څه دئ؟! دوهمه پ...
نور ولوله

زه ډاډه نه یم چې په غزه کي به اوربند دوام وکړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي: ”زه ډاډه نه یم چې په غزه کي به اوربند دوام وکړي. دا زموږ جگړه نه ده؛ دا د دوی جگړه ده.“ هغه جنابان چي نه د فلسطین له تاریخه خبر دي، نه د غزې له اوسني وضعیت څخه، نه د وېسټ بېنک او د هغه د تسلیم سوي حکومت په تړاؤ کافي معلومات لري او نه هم د غزې د محکوم او مجبور ولس له ستونزمنو ژوندانه شرائطو؛ هغوی هم راسي د سیاسي مبصر په نوم داسي اوتي بوتي ووایي چي د نه منلو وړ وي؛ بلکي له دوی څخه دا غفلت په ټنبلۍ کي وسي او د دښمن بیانیه انعکاس کړي؛ که بحث ورسره وسي نو وایي چي تاسي خوشباوره یاست او قضیې ته یوازي له یوه اړخه گورئ! دوی ته وایو گورئ! د فلسطین ستونزه د بشپړي نړۍ له خپلمنځي شخړو او ستونزو سره متفاوته ده؛ نو ځکه هم د غز...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک