د مذهبیانو او سیکولرانو له پېغورونو ټولنیزي رسنۍ ډکي دي
محدود فردي جرائم ټولني ته منسوب کول او بیا هغه ټولنه او یا ئې تهذیب تر نقد لاندي راوستل انصاف نه دئ؛ دا عادي خبره ده چي په هره ټولنه کي جرمونه تر سترگو کېږي؛ ادارې هم همداسي وگڼئ! نه مدارس او مکاتب له جرائمو پاک دي او نه روغتون او نوري ورته ادارې؛ خو د دې معنی دا نه ده چي د یوه فردِ واحد د جرم په سبب دي هغه ادارې بدي وگڼل سي؛ لکه زموږ په ټولنه کي چي دا بې انصافي روانه هم ده؛ د مذهبیانو او سیکولرانو له پېغورونو ټولنیزي رسنۍ ډکي دي.
ممکن زموږ جاهلي ټولنه اوس د جرائمو له مخي تر غرب چندان کمه نه وي؛ البته چي پر موږ یو سرپوښ (پرده) پروت دئ؛ څوک مو له وضعیت څخه پوره خبر نه دي... د استناد وړ مراجع نه لرو د اصلاح خو لیري پرېږدئ! د مېرمنو په تړاؤ چي موږ په خپله ټولنه کي د کوم ظلم شاهدان یو؛ ما خو ئې مثال آن د افریقا په بې تهذیبه ټولنه کي هم نه دئ اورېدلی... دلته په ډېر سیسټماتیک شکل مېرمن له ټولني حذف سوې او لا هم دا کار ښه په خوند روان دئ؛ اشاره مي د هغې زدکړو ته نه ده؛ دا ناورین خو به یو څو کاله کېږي چي پیل سوي او موقت به وي؛ ممکن حل سي. اما هغه ظلم چي حتی د پلار او ورور لخوا ورسره کېږي؛ هغه توجیه کول ممکن نه دي... هغه دائمي او تاریخي دئ او زموږ د کلتور برخه وگرځېدلی...
موږ تل د نورو ټولنو پر منفیاتو خوند اخلو؛ پر همدې شخوند وهو؛ خپل گرېوان ته د سر کښته کولو جسارت نه کوو؛ لکه د الحاد د ستر مرکز فرانسې نه یو راپور بي بي سي (اردو) نشر کړی دئ چي پر ۲۹۹-ماشومانو تېری کووونکی ډاکټر چي په خپله ډائري کي ئې دا هر څه ثبتول. دا راپور ډېر نشر سوی او اکثریت خلکو همداسي تبصرې پر کړي چي گورئ د غرب فساد! په داسي حال کي چي د همدغه تبصرې تر لیکلو وړاندي به ئې خپله هم حقوق العباد ضایع کړي وي...
د ځینو انسانانو وحشتناک جرائم کله کله له سړي څخه د ژوند خوند یوسي؛ دا او دې ته ورته گڼ شمېر جرائم پر انټرنټ په مستند ډول تعقیبولی سئ؛ د عیسائي راهبانو سدومي فعل په تړاؤ راپور خو له انسانه خوب تښتوي.
یو واقعیت چي باید اعتراف پر وکړو هغه دا دئ چي غرب حدِاقل په یوه لحاظ تر موږ غوره دئ چي له حقائقو سترگي نه پټوي؛ موږ خو که کوم شخص جرم ترسره کوي تر هر څه وړاندي د هغه د شخصیت د پټولو جرم ترسره کوو؛ دا ناروا په دې وجهه کوو چي هسي نه د هغه د منفي کردار په سبب کوم مسلک، مذهب یا اداره بدنامه نسي؛ موږ وکتل چي زموږ نظامونو د مجرمو مأمورینو دوسیې تل مخفي ساتلي؛ سبب ئې همدا دئ چي دوی پر عمري عدالت او همغې فلسفې اصلاً باور نه لري؛ دا خبره مي د وروستیو اکثرو نظامو پر لور اشاره ده!
عمر العادل رضي الله عنه چي کله د خپل ستر ولایت مصر والي او د هغه زوی سمدستي علني محاکمې ته راغواړي؛ د هغه ملامت زوی په درو وهي او آن مدعي ته فرمایي چي والي هم وهلی سې! او هغه انکار کوي چي والي ئې په حق کي ظلم نه دئ کړی؛ بیا خپل والي ته مخ اړوي چي تاسي څنگه هغه څوک غلام گرځوئ چي مېندو ئې آزاد زېږولي...؟!! موږ دا کیسې تر کتابونو محدود کړي؛ د دې پر ځای چي له هغوی څخه اسوۀ حسنه جوړه کړو او تعقیب ئې کړو؛ د هغه برعکس په خپله مطلق جاهلي او غیراسلامي ټولنه کي چي پر طبقاتو وېشل سوې؛ هڅه کوو خپل مجرم پټ وساتو؛ پر جرائمو ئې پرده واچوو خو که مجرم بې وسه او بې کسه وو بیا دي نو زموږ انصاف نړۍ وگوري!
راپور لینک:
https://www.bbc.com/urdu/articles/ckgn3zx63npo...
