No-IMG

له پښتو سره جفاء؛ د دین، کلتور او سیاست د انحصار هڅي!

ځیني حضرات نورو ته د اختلاف مجال نه پرېږدي خو خپله ئې ژوند د نورو په ټکولو، نقد کولو او کله کله حتٰی په سپکولو کي تېر سي؛ څه موده وړاندي عبدالباري جهاني صاحب یو کتاب (وهابیان څوک دي؟) ولیکی؛ زحمت ئې وکړ؛ ډېري تندي نیوکي ورباندي وسوې ځکه د کتاب عنوان د دوی د ذوق مطابق نه وو؛ زه وایم داسي کتابونه په لوستلو ارزي؛ سم او نا سم او د ښه او بد تبصرې هغه وخت معنٰی لري چي یو څوک ئې ولولي او بیا ئې یا تائید کړي او یا ئې په دلائلو رد.

 

جهاني صاحب د خپل اثر مطالعې ته د جذباتي مبصرینو د رابللو په جریان کي یوه جمله ولیکله؛ بلکي داسي به ووایم چي دې تبصرې ته اړ کړل سو؛ افراطيانو ډول ډول وښکنځی او ډېر بې باکه مهرونه ئې ورباندي ووهل؛ د نوموړي تبصره داسي وه: "هغه وخت تېر سوی دی چي دیني کتابونه یوازي په عربي ژبه وه او یوازي مُلایانو، په خپله نیمګړې عربي او نیمګړې پوهه، هغه انحصار کړی وو." آیا د نوموړي دعوه حقیقت لري؟! آیا له پښتو سره یوازي مذهبي طبقې جفاء کړېده؟! د قامپرستانو لخوا پښتو ته کوم خدمات ترسره سوي؟!

 

د جهاني صاحب پورتنۍ جمله تر تبصرې زیات د پېغور بڼه لري او زه هم د همدې جملې لیکلو لاندینۍ تبصرې ته اړ کړم؛ زه د نوموړي د پورتنۍ تبصرې له یوه بند سره تر یو حده موافق یم... پښتانه وایي:

 

د بل ژبه زده کول که لوی کمال دئ | خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

 

دلته ستونزه دا ده چي هر سړی ځان پر حق او مخالف باطل بولي؛ د اسلام مقدس دین هیڅکله تنگ زړی نه دئ؛ ځیني افراطیان ئې د دفاع په نوم ناسم معرفي کوي؛ دوی ظاهراً دعوت کوي خو هغه دعوت ئې زهرِ قاتل ثابت سي؛ د مورنۍ ژبي په تړاؤ اسلام هیڅ ممانعت نکوي بلکي غوښتنه ئې دا ده چي د هغه مقدس پیغام چي څومره اسانه ممکن وي باید تر نورو ورسول سي؛ په دې لړ کي د قامپرستانو غفلت هم باید له پامه ونه غورځول سي؛ د دوی په اړه به هم خپل نظر بیانوم.

 

الله تعالی په قرآن کي فرمایي:

 

إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ

ژباړه: موږ دغه کتاب قُرآن؛ په عربي ژبه نازل کړيدئ، ددې لپاره چي تاسي (عرب) په ښه شان په پوه سئ.

 

يعني عربي ژبه چي له ټولو ژبو څخه زياته فصيحه او بليغه او مضبطه ده او خورا زيات شان او شوکت لري؛ د قرآن د نزول لـپاره غوره سوې ده. کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم مبارک ذاتاً عرب دئ نو ښکاره ده چي په دنيا کي به ئې لومړی مخاطب هم عرب وي؛ بيا د عربو په ذرېعه د دنيا په څلورو خواوو کي دغه رڼا خپریږي؛ د همدې پر لور ئې په (لعلکم تعقلون) کي اشاره کړېده؛ چي ستاسي په ژبه د قرآن د نزول يوه وجهه دا ده چي لومړى تاسي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم قوم يئ د هغه د علومو او معارفو خوند وڅکئ! او بيا ئې نورو ته ور وڅکئ! لکه چي همداسي هم وسوه.

 

ابن کثير رحمه الله ليکي: (انزل اشرف الکتب باشرف اللغة على اشرف الرسل بسفارت اشرف الملئکة وکان ذلک فى اشرف بقاع الارض و ابتداء انزاله فى اشرف شهور السنة وهو رمضان فکمل من کل الوجوه).

د کتابونو غوره (چي قرآن دئ)، په غوره ژبه (چي عربي ژبه ده)، د رسولانو پر غوره (چي حضرت محمد رسول الله صلى الله عليه وعلى آله واصحابه وسلم) دئ، د ملائکو د غوره په سفارت (چي حضرت جبرئيل عليه السلام) دئ؛ نازل کړل سوى دئ. او دا نزول د زمکي په غوره برخه کي وو او د نزول شروع ئې د کال په غوره مياشت کي چي د رمضان مياشت ده؛ نو دا قرآن له هر لوري څخه کامل سو.

 

آیا د دومره توصیف، ترتیب او منظم نزول ذکر یوازي د دې لپاره سویدئ چي ټوله نړۍ یوازي د عربي ژبي خدمت ته را وبولي؟! که داسي وای خو د قرآن په یوه فرمان به ټول اسلامي امت پر عربي ژبه اجماع کړېوه؛ هیچا ستونزه نه درلوده؛ خو یقیناً داسي نه ده.

 

چي کله پاکستان له هند څخه جلا سو نو د دې نوي هېواد دوو سترو قومونو بنگالیانو او پنجابیانو پر دې اختلاف وکړ چي د هېواد ژبه به ئې کومه یوه (بنگالي یا پنجابي) غوره کېږي؟! علماوو د غوره مصلحت او اتحاد ټېنگولو په خاطر د عربي ژبي وړاندیز وکړ؛ خو ځینو زورورو وروسته اُردو ژبه تحمیل کړه چي دا هم د بنگالیانو د خوابدون یو لوی عامل وو؛ په هر صورت له دې کیسې مي هدف دا وو چي دلته رښتیا هم پر عربي ژبه اجماع ځکه ممکن وه چي هیڅ یوه مسلمان د قرآن له ژبي سره اختلاف نسو کولی؛ اردو چي د دې نوي هېواد د یوه مطرح قوم ژبه هم نه وه پر هغې د قومونو تر منځ د ټکر پروا ونه ساتل سوه او عمداً پر نورو تحمیل کړل سوه؛ نو همدا کار (اتحاد) خو د عربي په رسمي کولو سره ډېر اسانه ممکن کېدلی سو؛ دلته به نو د هېواد ټول اقوام هم خوښ ول... خو دا سپارښتنه یوازي د همدې نوي هېواد په اړه مثبته وه چي مختلف ملیتونه او قامونه د اسلام پر نوم پکښې راغونډ سوي ول؛ نه د بشپړي اسلامي نړۍ لپاره. دا دعوه ځکه کوم چي د الله تعالی همدا رضا ده؛ نو ځکه هم ویلی سو چي د هغوی دا ستونزه هم یوازي د اسلام په ژبه (عربي) له منځه تللی سوه؛ نوري ژبي یوازي د بې مورده اختلاف باعث سوې.

 

د قرآن د ژبي د ستایني یو لامل دا هم دئ چي دا ژبه د همدې مخاطب قوم مورنۍ ژبه وه؛ پر همغه ادبیاتو د دوی له عبور څخه د دې آیت مفهوم کاملاً واضح ترلاسه کولی سو؛ قرآن دوی ته په بله ژبه نازل نکړی سو بلکي په همغه عربي ورته را نازل سو چي د دوی مورنۍ ژبه وه او دوی پر هغې عبور درلودی؛ بلکي د ډېریو صحابه وو (رض) د ایمان راوړلو سبب د قرآن له ادبیاتو څخه متأثر کېدل ول؛ دوی پوهېدل چي د دومره لوړ معیار ادبیات د انسان له وس څخه بهر کار دئ؛ دا حتماً د عربانو د خالق مقدس کلام دئ. دا پیغام خو به وروسته نوري نړۍ او اقوامو ته ورسېدی. لومړي مخاطبین همدوی ول. معتدل او منصف مسلمان د سیکولر اتاترک غوندي غوښتنه نه کوي چي دا ټول عربي کلام دي هر څوک خپلي مورنۍ ژبي ته وژباړي او بیا دې په همغه ژبه لولي؛ لکه هغه چي آن آذان هم ترکي ژبي ته وژباړی او بیا ئې په همغه ترکي آذان خلک لمونځونو ته وربلل؛ البته چي همدا معتدل مسلمان دا غوښتنه هم نه کوي چي یوازي دي همدا د عربي ژبي مبارک کتاب تلاوت کوي او ځان دي نه پرې پوه کوي؛ یو صورت که افراط وي بل ئې حتماً تفریط دئ. د اسلام زینت اعتدال دئ؛ او مسلمان باید تر هر چا ډېر معتدل وي؛ اعتدال همدا دئ چي عبادات او احکام باید په همغه ژبه وي چي په کومه ژبه نازل سوي دي؛ ژباړي هيڅ کله د اصل پوره مفهوم نسي افاده کولی؛ د هغوی زده کړه فرض ده. البته داسي هڅي هم د اعتدال خلاف دي چي هغه بیا د مورنۍ ژبي د ټکني کېدو باعث کېدلی سي...

 

دلته په څرگندو الفاوظ وایم چي نوره اسلامي نړۍ له داسي اختلافاتو بري ده؛ بلکي زموږ هېواد د دې غوره مثال دئ؛ دلته د پښتو او دري تر منځ هیڅ اختلاف نسته؛ د تېرو کلونو د دانشگاه او پوهنتون اختلافات مصنوعي ول او یوازي د گاونډیانو لخوا دا مسائل مطرح کېدل او بس... دلته پر دین، ژبه او کلتور کامله اجماع موجوده ده؛ نو په داسي یوه هېواد کي ولي باید داسي غیرِ ضروري اقدام وسي چي یوه آسانه موضوع دي د جنجال خوا ته سوق کړل سي او بیا دې هره طبقه د حل خپله ناقصه او نیمگړې طرحه پر نورو وتپي؟! دلته خو څه د بېلتونپـالني ستونزه نسته؛ د عربي ژبي عظیم حیثیت ته په پوره درناوي سره وایم چي هر انسان حق لري چي په خپله مورنۍ ژبي زدکړي وکړي؛ دا حق هم اسلام ورکړی او هم فطرت؛ هم کلتور او هم قانون. دلته ولي ځیني کړئ له افغانانو دا حق اخلي؟! خپلي ناقصي، غیرمعیاري او غیرِ فطري هڅي ولي د اسلام مقدس دین ته منسوبوي؟!

 

دلته جهاني صاحب ته هم وایم چي نوموړي یوازي مذهبي طبقه په نښه کړېده؛ په داسي حال کي چي هغه پښتانه قامپرستان ئې له پامه غورځولي چي خپل تألیفات ئې يا په انگرېزي او یا هم په اردو ژبي لیکلي؛ د پښتو سره د دوی جفاء د مذهبي طبقې تر جفاء کمه نده. د پښتو سره پښتنه قامپرسته طبقه دا ظلم کوي چي خپل نیمگړي او له ځانه اختراع کړي توري د کره پښتو په نوم دې ژبي ته ور داخلوي او غواړي اسانه او سلیسه پښتو پېچلي سانسکرت ژبي ته واړوي؛ دوی دا کار ځکه کوي چي غواړي پښتو د عمرونو او پېړیو ژبه وښيي. د دوی په مقابل کي بیا مذهبي طبقه له پښتو څخه د عربي معجون (مکسچر) جوړول غواړي؛ په داسي حال کي چي دغو دواړو طبقو د دې ژبي د اساسي ستونزو په ارتباط هیڅ غور و فکر او خدمت نه دئ کړی. نه ئې د هغې لیکدود واحد او معیاري کړ او نه ئې ادبیات ور غني کړل؛ نه ئې پر انټرنېټ معیاري کړه او نه ئې له زېړ کاغذ څخه پرته پر سپین کاغذ چاپ. دوی نه د دې ژبي ادبیاتو ته کار کړی او نه ئې هغې ته حقیقي او کارېدونکي توري وراضافه کړي؛ بلکي دومره خدمت ئې کړی چي د انگرېزي ژبي کلچر ئې په کلتور اړولی او انفلېشن ئې انفلاسیون او ډفلېشن ئې ډیفلاسیون ته تحریف کړیدئ. همدې ته ئې ورته نور توري مات و گوډ کړي او پر پښتو ئې تحمیل کړيدي. همدې ته ورته ناقص کار مذهبي طبقې هم کړیدئ. د دوی اصطلاحات خو بیا د قامپرستانو تر خود ساخته بې معیاره نومونو او اصطلاحاتو هم ډېر مغلق او ستونزمن دي.

 

د همدې ناقصو او تکلفاتي ترکیبونو په اړه یو څه نور وضاحت هم لیکم: بي بي سي بندر ته استراحت ځای وايي؛ د استراحت ځای او بندر ئې له یو بل سره څه؟! استراحت ځای اطاق، بسترې او کټ ته هم ویلی سو؛ آیا دا تکلف نه دئ؟! همداسي دا جنابان د کرکټ پیچ ته "ویشتنځی" وایي! له پښتو سره دومره تکلّفاتي چلند بالاخر د څه لپاره؟! ویشتنځی ډېر تکلفاتي او په زور اختراع سوی توری ښکاري؛ داسي چي پوره مفهوم نسي افاده کولی؛ دا توری نه عام فهمه دئ او نه د رواني او سلیسي پښتو برخه؛ همداسي دوی گرامرو ته د ژبــلار توری کاروي. اصلاً قامپرستان یا د ژبني تعصباتو ښکار خلک په دې ناروغۍ اخته سوي چي دوی غواړي د خپلي ژبي د خالص کولو او کـــره کولو هڅه وکړي؛ خو د دوی دا هڅي دومره ستونزي زېږوي چي ممکن د دوی ورته پام هم نه وي! دوی د دغو نیمگړو او غیرِمعیاري هڅو منفي اړخ ته پام نه کوي. زه په دې باور یم چي تر ټولو ستر مهارت په دې څانگه کي دا بللی سو چي څنگه باید خپله ژبه په داسي تورو غني کړو چي نورو ته ژر د اخذ او منلو وړ وي او هم ژر تر ژره گټه ترې پورته کړی سي؟! داسي نه چي د کره کولو او معیاري کولو تر عنوان لاندي له نړۍ ورکه سوې سانسکرت ژبه ترې جوړه کړو... زه د دوی د ټنبلۍ او غیرِ معیاري کار يو څو نمونې درسره شریکوم:

 

انگرېزي تلفظ پښتو توری انگرېزي توری

کلچر کلتور culture

انفلېشن انفلاسیون inflation

سوشلزم سوسیالیزم Socialism

سیکولرزم سیکولاریزم Secularism

 

که د همدغو تورو ترکیب او تلفظ نظر اندازه کوو؛ بیا مو د وکیل صاحب پر National توري ولي خندل چي هغه ئې په نېټونیل وایه؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک