No-IMG

نن د امام حسن البناء د شهادت ورځ ده

نن د امام حسن البناء د شهادت ورځ ده؛ د ۱۹۴۹ع د فرورۍ پر ۱۲-مه د قاهرې پر مشهور سړک "شارع ملکه نازلي" باندي په مرمیو وویشتل سو؛ د شهادت پر وخت ئې عمر ۴۳-کلونه وو؛ خو په دومره مختصر ژوند کي نوموړي د "اخوان المسلمون" نړئوال تحریک پر پښو ودرولی وو؛ چي نن هم د اسلامي بیدارۍ لومړی او مضبوط ترین سنگر دئ؛ د دې نړئوال تحریک په مقابل کي "عرب نشنلیزم" په گونډو او مات سو؛ اوس بیا پر عربي نړۍ له مسلط "صهیونیسټي نظم" سره زور وهي. شیخ حسن البناء د "اسرائیلي غاصب دولت" پر ضد د مسلح جهاد لومړنی معمار او مجاهد وو؛ د نوموړي روحاني بچیان د حماس په څېره کي نن هم په مبارزه بوخت دي. د ده شخصیت ډېر ستر وو؛ نوموړي په خپل ډېر مختصر ژوند کي پر انساني ژوند ستر اثرات پرېښودل؛ د خلیج نقشې ته همدوی تغییر ورکړ او پر دې سیمه ئې د هر یرغلگر بنیادونه لړزولي؛ ځکه هم د یرغلگرو مزدوران نن د امام د بچیانو پر ضد یو سوي.

د بریټانیایي استعمار پر ضد له جهاده نیولې بیا د بارلیف لائن تر کراس کولو؛ له ۷-اکټوبر څخه بیا د ټرمپ تر پروني اخطاره د هر استعماري او اشغالگر قوت په مقابل کي همدوی ثابت ودرېدلي؛ داسي یوه ملت ئې په غزه کي روزلی چي ساری ئې نسته؛ نه ئې صبر د عادي انسانانو غوندي دئ او نه ئې مقاومت او د ژوند کیفیت ئې! امت د اخوان د قربانیو پوروړی دئ؛ که اخوان نه وو اسرائیل به ډېر وړاندي ممکن گرېټر سوی وو او یا به عرب دیکتاتورانو د پېړۍ سودا ډېره وړاندي ترسره کړې وه. د ډېرو کمو انسانانو مظلومو مرگونو ژړولی یم؛ په هغوی ئې لومړی امام حسن البناء و چي آن روغتون ته ئې د انتقالولو څوک نه وو موجود، دوهم مظلوم محمد مهدي عاکف وو چي له زندانه ئې جنازه راووتله او درېیم اتل سنوار وو چي په خپل مات بازو ئې پر ډرون د عصاء برید وکړ... د دې لاري نور هم گڼ شمېر مظلوم شهداء سته لکه سید قطب، محمد مرسي او د رابعې میدان نور مظلوم شهداء... خو د لومړنیو درېیو شخصیتونو شهادتونه ډېر مظلومانه ول. خو د دغو مخلصو شهداو وینو رنگ راوړی او د اسرائیل د دفاع دروغجنه دعوه ئې رسوی او برباد کړه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک