No-IMG

پر اسرائیل د ۷-اکټوبر غوندي سائبري بریدونه!

د مخفي استخباراتو خطرناکه څانگه (۸۲۰۰) او د پولیسو ادارې ریکارډ هَک سوی دئ. دا استخباراتي څانگه د اسرائيل په فوځي عملیاتو کي مهم کردار لوبوي؛ د دې څانگي اساسي دنده د الیکترونیکي استخباراتو، الیکترونیکي اړیکو او له سسټمونو څخه د معلوماتو غلا کولو او سائبري بریدونو ترسره کول دي. د ۲۰۰-څانگي او د موساد ټول الیکترونیکي جاسوسي مرکزونه، د سِسټمونو ډیزائن کولو او د هغوی د اِنسټالولو دنده د Silicon په نوم شرکت مخ ته وړي؛ د دې شرکت پر وېبسائټ د "حنظله سائبر گروپ" نومي هېـکر انځورونه خپاره کړي او اعلان ئې کړی چي دوی د ۸۲۰۰-څانگه هک کړې؛ دوی د دې څانگي سیسټمونو ته ننوتي او ۴۰-تېرا بائټس TB انتهائي حساسه ډېټا ئې ترلاسه کړېده. په دې ډېټا کي اي مېلونه، خطوط، د پاڼو سکېن سوي تصویرونه، انتظامي او مالي اسناد، د جاري او بشپړو سويو پراجېکټونو تفصیلات، په پټه او څرگنده د مأمورینو او کارکوونکو، ادارو، شرکتونو او افرادو تحقیقي او ترقیاتي اسناد او حتی د ټلیفونونو ثبت سوي وائسونه هم پکې شامل دي. ځیني به ئې ممکن رسنیز هم سي.

په پیغام کي ویل سوي چي دا عملیات د شهید یحیٰی سنوار د شهادت د انتقام په موخه ترسره سویدي... دوهم لوی برید دا دئ چي د اسرائیل ټلویزیوني شبکې-۱۲ راپور ورکړی چي یوه نا شناسې هک کوونکي ډلي د اسرائیلي پولیسو له ډېټا بېس څخه انتهائي مهم اسناد هک کړي او ترلاسه کړيدي؛ په دې ډېټا کي د مطلوبو مجرمینو فهرستونه، د سلاوو او د هغوی ښودلو د جواز درلودونکو ریکارډ، د پولیس افسرانو شخصي معلومات او انځورونه، د پولیس افسرانو سکېن سوي لاسلیکونه، د امنیتي ځواکونو طبي او رواني کیفیاتو ریکارډونه شامل دي. د ټلویزیوني شبکې په قول ۲.۱-ټېرا بائټس TB ډېټا غلا سوې ده؛ چي ځیني شیان ئې پر ډارک وېب هم نشر سوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک