له نړۍوال نظم څخه د وتلو اخطارونه، د USAID تصفیوي حساب
د قدرمن استاذ فضل ربي شاکر صاحب په قول: ”د سړي لکه چې د کولمو ماغزه سر، او د سر ماغزه يې خېټې ته راغلي، بيخي نوادر بادوي.
له نړئوال نظم څخه د وتلو اخطارونه، د USAID تصفیوي حساب، له ملگرو ملتونو د شاتگ دعوه؛ پر نړئوالي جنائي محکمې د بندیزونو لگولو ډوزي او له مقدسي زمکي ئې د ولسونو شړل هغه فرمانونه دي چي یا ئې د دې لېون ډرت تاجر نازي اقدامات گڼلی سو او یا نو د امام حسن البناء رحمه الله د قول په مفهوم چي: غربي ډیموکراسي (په عموم کي ټول نړئوال غربي نظم) د جاهلیت د زمانې د عربانو بتانو ته ورته ده؛ هغوی چي به کله وږي سول نو په خپل لاس جوړ سوی بت به ئې نوشِ جان کړ؛ همداسي امریکا هم نن د خپلو بتانو خوراک پیل کړی دئ او همدا ئې ممکن د زوال لامل سي. ان شاء لله
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
