د سعودي عرب د ولي عهد محمد بن سلمان موقف د ستایلو وړ دئ
د سعودي عرب د ولي عهد محمد بن سلمان موقف د ستایلو وړ دئ؛ ما د آل سعود پر کړنو ډېري نیوکي کړيدي؛ حتی د نوموړي نوم مي هم پوره نه دی اخیستی؛ خو نن ئې ستاینه کوم؛ واللهِ د یوه حاکم جرأتمدانه موقف ډېر خوند کوي؛ داسي موقف د دوی د اسلافو وو؛ له یوه عرب حاکم سره همداسي موقف ښايي.
په مقابل کي ئې د ملک عبدالله ۲ موقف و گورئ چي تېره ورځ ئې په سپینه ماڼۍ کي مړې سترگي رپولې... د خپل مصنوعي خدای په مخکي ئې وعده وکړه چي له مقدسي زمکي څخه به دوه زره ناروغ ماشومان اردن ته انتقالوي... خو هغه ترې خوښ نسو. ځکه د کایناتو خالق په خپل عظیم کتاب کي فرمایي؛ مفهوم: دوی به له تاسي څخه تر هغه وخته خوشاله نسي تر څو ځانونه د دوی له جملې ونه گرځوئ!
دا فاني نړۍ ده؛ پر محمد بن سلمان به هم تېره سي او پر ملک عبدالله هم؛ پر سنـ.ـوار او محمد الضـ.یف هم تېره سوه... د تاریخ ثبتېدل شروع دي؛ د ځینو نومونه به تلپاتي وي او خلک به الهام ترې اخلي او ځیني به د تاریخ سطلِ اشغال ته غورځي او د تل لپاره به د غدار مهر ورباندي لگېږي؛ لکه د عبدالله ۲ نیکونه چي له عثماني سلطنت سره ئې غدر وکړ او مقدسه زمکه ئې د ملتونو اتحادیې ته وسپارله؛ هغوی د اقتدار وعده ورسره کړې وه خو وروسته ئې بائي پاس کړل؛ هغه زمکه ئې خوگانو ته وسپارله او شریف په همداسي ذلت کي ومړ...
