دا د پانگوال نظام د عروج دوران دئ!
پانگوال نظام خپل عروج ته ورسېدلی دئ؛ داسي ښکاري ایلان مسک نن د سپیني ماڼۍ ټولواک دئ؛ ټرمپ لکه بدر منیر یوازي اخطارونو ته ملا تړلې او یا ئې د امریکا خیراتونو بندولو او ډالرو را وگرځولو ته؛ په عرب رسنیو کي د ایلان مسک د ماشوم زوی ويډیو پورته کښته کېږي چي ټرمپ ته په سپینه ماڼۍ کي څه وایي او هغه مخ ترې اړوي؛ د هغه خبري واضحي نه وي؛ اما د ټولنیزو رسنیو کارونکي په طنز وایي چي هلک ټرمپ ته وویل: ته اصلي ولسمشر نه ئې!
همداسي مشهوري امریکایي مجلې پر خپل کوَر پاڼه د ایلان مسک انځور نشر کړی او دا تأثر ئې خپور کړی چي اصلاً امریکایي ولسمشر همدی دئ. ټرمپ ئې په مقابل کي اخطاریه جمله په طنز وویله: آیا TIME مجله تر اوسه هم چاپېږي؟!!
قدرمن مشر حکمتیار صاحب په خپل نوي او ارزښتناک اثر "اسلامي اقتصاد" کي پر یاده موضوع ډېر زورور بحث کړی دئ؛ دا کتاب پر ډېر مناسب وخت چاپ کېږي؛ یو مختصر عبارت ئې شریکوم: ”د غرب اوسنى پانگوال (كپيتليستي) سيستم؛ د آزاد بازار له شعار او له هري لاري د ثروت د كسب له جواز سره؛ د سترو شتمنو او فيودالانو (زمكه والو) له لوري رامنځته شوى سيستم، هغه چي وايي: حكومت به د بازار مهارولو او كنترول كي له هر ډول مداخلې او لاسوهني ډډه كوي؛ دا اقتصادي سيستم نژدې دوه پېړۍ مخينه لري؛ كمونيزم د همدې نظام په غېږ كي وزېږېدو خو د مخالف او متعرض خوځښت په توگه او د نسكورولو په موخه ئې؛ اصلاً كمونيزم په مجموع كي؛ فكري ليد لورى، سياسي، اجتماعي او اقتصادي تگلاره ئې د ظالمانه پانگوال نظام په خلاف د ټولني له منځ راټوكېدلى عكس العمل دئ، د كارگرانو بد او له تحمل او زغملو لوړ حالت او د كشيش او كليسا خرافي او د عقل او علم خلاف باورونه، د ساده زړو مسيحيانو غولول او جيبونه ئې لوټل؛ له ظالم او مفسد نظام د دوى حمايت؛ هغه هم د يوه غولوونكي مذهب تر پوښش لاندي؛ هغه مذهب چي سپېڅلى كتاب (بايبل) ئې خپلو پلويانو ته وايي: كه كوم رومي افسر له تا وغوښتل چي پېټى ئې يو فرسخ پر شا يوسه؛ نو ته هغه دوه فرسخه يوسه؛ كه كوم افسر پر يوه مخ په سپېړه ووهلې ته بل مخ هم ورواړوه!! همدا وضعيت په دې منتج شو چي كارگران هم د مسيحيت خلاف پاسي او هم د شتمنو او د فابريكو خاوندانو په خلاف؛ دې نظام له يوې خوا ټولنه په ډېر فقير او ډېر غني ووېشله، داسي چي د ټولني لويه برخه شتمني د معدودو شتمنو په لاس كي لوېږي او اكثريت وگړو ته وړه برخه پاته كېږي؛ دا تناسب هم په سريع توگه د اقليت شتمنو په گټه او د اكثريت غريبانو په زيان وړاندي درومي؛ له بلي خوا ئې د شتمنو افرادو او غني هېوادونو تر منځ وسله وال رقابتونه رامنځته كړل؛ دوه نړۍ والي خونړۍ جگړي دغه نظام وزېږولې او پر نړۍ ئې تحميل كړې...“ په دې اړه نور لطفاً کتاب ته ورسئ...!
که غواړئ د کپټالیزم منفوره او مردوده څېره وپېژنئ؛ حتماً یاد کتاب مطالعه کړئ! په وروستۍ پېړۍ کي عروج ته له رسېدلیو دواړو اقتصادي نظامونو (کمونیزم او کپټالیزم) څخه ځیني مطرح شخصیتونه په نوبت متأثر سول؛ ځینو د اسلامي سوسیالزم اصطلاح اختراع کړه او هڅه ئې وکړه اسلامي اقتصاد د همدې نظریې سره هم آهنگه وښيي او په ټول توان ئې وغوښتل د اسلامي نړۍ هغه دیکتاتوران چي له سوسیالیزم څخه متأثر ول همدې ته مايل کړي؛ په دغو دیکتاتورانو کي ئې عرب دیکتاتوران مشهور ول چي اوس ئې اکثریت نسته؛ هغه نظریه د خپل ناسمو اوصولو سره له منځه ولاړه یا دومره تحریف سوه چي اوس همغه نوم ورته کارول مناسب نه دي؛ دا وخت د پانگوال نظام د عروج دوران دئ؛ نن هم همغه د مات ذهنیت انسانان موجود دي؛ اوس بیا ځیني حضرات هڅه کوي اسلامي بانکداري او اقتصادي سيسټم ئې له پانگوال نظام سره هموزنه، تشبېه او په تول برابر وښيي او د معمولي تغییراتو په راوستلو او د نومونو په ناسم تحریف سره پانگوال سیسټم پر اسلامي نړۍ تحمیل کړي؛ داسي اشخاص په ذهني توگه له ابر قدرتونو څخه متأثر وي او خپل پر وضعیت تل پښېمانه ښکاري.
په دې ارتباط باید د مشهورو علمي او تحقیقي شخصیتونو د اسلامي اقتصاد په تړاؤ لیکل سوي کتابونه مطالعه کړل سي؛ په دې څانگه کي ډېرو شخصیتونو خوارۍ کښلي دي؛ د یوسف القرضاوي، مولانا مودودي او ځینو نورو رحمهم الله کتابونه مهم دي؛ اوس دا دئ د مشر ابتکار هم گورو چي پر مناسب وخت ئې کتاب بشپړ سوی دئ؛ یقیناً به ممکن پر ځینو شیانو جزوي اختلاف موجود وي؛ خو د دې ستونزي اهمیت ډېر زیات دئ؛ په اسلامي اقتصادي سیسټم کي موږ هیڅ اصلاحات نه وینو؛ د اسلامي نظامونو نومونه ډېر اورو خو د هغوی لخوا ئې په اقتصادي نظم کي د اصلاحاتو شاهد نه یو... زموږ بانکي سیسټمونه، د صرافیو او (خطرناکو) حوالو د کاروبار نوعیت مو، د محصولاتو او ټکسونو نظام مو او د نورو مادي عوایدو د ټولولو سیسټمونو کي مو څومره اصلاحات راغلي؟!! دغه ټول موضوعات څېړنو او تحقیق ته اړتیا لري؛ دا د یوه اسلامي نظام فریضه ده چي د ټولني د نورو ستونزو د اصلاح تر څنگ بلکي باید په رأس کې دې ستونزي ته رسيدگي وکړي...
باید هڅه وکړو د یوه شخص سیاسي بېکــگراؤنډ ته له کتلو پرته د هغه علمي تحقیق وگورو! یا زده کړه ترې وکړو او که نیمگړی و بیا باید علمي نقد ورباندي وکړو؛ که په یو او بل نوم یا عنوان علمي کدرونه منزوي کوو دا اصلاً زموږ ناپوهي کېدلی سي نه د هغه شخصیت؛ ځکه هغه خپل رسالت سرته ورسولی وي؛ منل یا نه منل ئې موږ پوري تړاؤ لري. بیا هم په ټینگار وایم؛ په ځانگړې توگه محصلینو ته؛ د دوی وخت دا نه دئ چي افراد محاسبه کړي؛ دوی باید څېړنیزو او تحقیقي موادو ته تلوسه ولري؛ د هر چا تحقیق وگوري او د قرآن په تول ئې وتلي...
