د محمد هاشم شاهين لیکنی
د آزادۍ نوم به نه ورکوو؛ همغه د انقلاب نوم ئې سم دئ
اسد په جولاني تعویض سو؛ نوموړي پر خپل ملت بې ساری وحشت کاوه جولاني به ئې ممکن ونه کړي او یا به يو څه لږ وکړي اما له خپلي زمکي او حدودو څخه ئې یو هم د دفاع وړتیا نه لري... تریخ واقعیت همدا دئ...
الجزیره راپور ورکوي وايی: "ملعون قوم له دمشق څخه فقط ۲۵-کلومیتره ليري د شامي فوځ پر ستراتیژیکو موقعیتونو او شتمنیو غیرِمعمولي بریدونه کوي؛ دا د دې ملعون قوم په تاریخ کي پر نظامي تأسیساتو تر ټولو ستر بریدونه شمېرل کېږي؛ دوی د سوریې جنگي الوتکي، بحري کښتۍ، مهم مهم فوځي تأسیساتو په تباه کولو لگیا دي تر څو د جولاني لاسونو ته ونه لوېږي. رویټرز هم دغه راپورونه تصدیق کړيدي. اوسني مذهبي گوندونه مجبوراً د نشنلیزم په دائره کي راحصار سوي؛ جولاني هم تر دغو حدودو د تجاوز فکر نسي کولی... دوی تر اوسه دولتي ح...
نور ولوله
نن په سوریه کي د ایراني اشغال کمبله ټوله سوه!
حافظ محمد مرسي رحمه الله همغه وخت حـ.زب الله ته وویل: "باید له سوریې ووځئ! دوی نه په سوریه کي ځای لري نه د پاته کېدلو مجال؛ نن موږ د بشار الاسد له حکومت سره د اړيکو پرېـکولو فیصله کړېده. موږ پرېکړه وکړه؛ موږ پرېکړه وکړه. د سوریې له اوسني حکومت سره اړېکي ختمي دي. د سوري دولت سفارت مو په قاهره کي وتړی؛ له دمشق څخه خپل ډیپلوماتان راغواړو؛ بلې هو کومه ورځ (۲۰۰۶م) چي ازرائیـ-ـ.ل یرغل وکړ همغه ورځ موږ مصریان له لبنان او حـ.زب الله سره ودرېدلي وو. نن ټول وگورئ! موږ د حـ.زب الله په مقابل کي ولاړ یو؛ د شامي ملت پر ضد د حـ.زب الله د یرغل پر وړاندي ولاړ یو."
نن یو دیکتاتور وپرځېدی چي دا د خوښۍ خبر دئ؛ د دیکتاتورانو په نابودۍ تر اخوانیانو بل هیڅوک ډېر نه خوشاله کېږي؛ خو سوریه د نامعلوم برخل...
نور ولوله
مسـلحو ډلو تر اوسه په حلب کي یو شیعه هم نه دئ په نښه کړی
په لومړي ځل کوم ایراني ټلویزیون لیکي:
"مسـلحو ډلو تر اوسه په حلب کي یو شیعه هم نه دئ په نښه کړی."
انقـلابي ځواکونو ته د تـروریسټ او تکفیري پر ځای د لومړي ځل لپاره دوی د مسـلحو ډلو اصطلاح کارولې؛ همدا د بشار الاسد پر زوال تائیدي مهر دئ. د اسد وحشي دوران تېر سوی دئ؛ حالات وړاندوینه کوي چي سوریه چي د هر چا وي نوره د ده نه ده.
شرم خو دا دئ چي عرب دیکتاتورانو په وروستۍ ورځو کي تر غوږو غرق اسد ته لاس ورکړ؛ له هغه سره ئې د اړیکو عادي کول پیل کړل؛ د یوه ناکامه دیکتاتور له ملاتړه نور لاس اخیستل مهم دي. په هر صورت شیعي ټولنه د سوریې مهم او نه ختمېدونکی قشر دئ؛ انقلابیون هم باید د تېر ځل په څېر تېروتني ونه کړي؛ انتقام په خپل ذات کي ناکامي ده؛ تېر ځل ئې د دوی ټول پرمختگ ټکنی کړ؛ هیله ده ...
نور ولوله
د تاریخ مصنوعي اتلان او خود شاخته شهیدان!
ایران او د هغه نیابتي شیعي ډلي د خپل وروستي اجیر دیکتاتور پر مرگ ممکن همداسي کوم پوستر نشر کړي چي وایي به "د قدس د لاري سرښندونکی شهید ولسمشر؛ بشار الاسد" او تر څنگ به ئې د قرآن کوم آیت هم انځور کړي.
دا وخت سوریه د افغان مجاهدینو د فتوحاتو وخت انځوروي؛ الله دې له هغه برخلیک څخه په امان کي وساتي... چي کله ډاکټر نجیب الله د هوائي میدان له لاري لومړی د تېښتي او د رشید دوستم د ممانعت په صورت کي د ملگرو ملتونو دفتر ته پناه یووړه؛ د ډاکټر نجیب شخصیت په همغه ورځ ومړ. دا د تاریخ یو مسلم حقیقت دئ چي بار بار ئې په اثبات رسولی دئ؛ امریکایانو که د صدام له نیولو سره سم هغه هملته وژلی وای نن به ئې چا هیڅ یادونه هم نه کوله؛ خو د لوی اختر په لومړۍ ورځ د هغه د اعدامولو بې سُره او انتقامي پرېکړي صدام ت...
نور ولوله
د سوریې انقلاب؛ خوښۍ، خوشباورۍ او اندېښنې!
شیخ محمود الحسنات وایي: د فلسطین ستونزه پر منافقینو د سهار د لمانځه په څېر درنه ده. نن د سوریې د انقلاب قضیه یو ځل بیا پر ځینو همدومره درنه تمامه سوېده؛ کیسه داسي ده چي د عربو د سپرلي له کاروانه د سوریې نیمگړی پاته سوی انقلاب یو ځل بیا د بریا زېري اوروي؛ د تکمیل پړاؤ تېروي؛ دلته نو د کاپي پېسټ نظریې یو ځل بیا جسارت وکړ او د آزادۍ په لار کې پر بهېدونکو وینو د شک او تهمت مهرونه ووهل.
زه د عربو د سپرلي په تړاؤ مثبت نظر لرم؛ دا د دیکتاتورانو د ټغر ټولولو مبارک بهیر گڼم؛ دې سپرلي د هغو دیکتاتورانو زېړي پاڼي له صحنې گوښه کړې چي په لسیزو ئې خپل ملتونه محکوم او مجبور ساتلي ول؛ دوی په خپل دومره لوی اقتدار کي هم ملت ته کومه اوږدمهاله مترقي پروژه او شرکتونه ور نکړل بلکي یوازي ئې خپلي ستري ستري مجمسې جوړي ...
نور ولوله
د سوریې جگړه او ښکېل اړخونه ئې!
په سوریه کي د بشار الأسد ځواکونو، اشغالگرو روسي او ایراني پوځونو او ایراني تروریسټي ډلگیو همغه څه وکړل چي اسرائیل په غزه کي وکړل؛ دوی جوماتونه په نښه کړل، قتلِ عام ئې وکړ، د خلکو کورونه ئې تباه کړل، په لوږه او تنده ئې انسانان ووژل، ولسونه ئې کډوال کړل؛ بلکي پر هغو تېرو جنایاتو ئې اکتفاء ونکړه؛ اته کاله ئې پرلپسې هره ورځ پر هغو سیمو بمباردونه وکړل چي د اسد د مخالفینو تر واک لاندي وې؛ دوی په مقبوضه سویو سیمو لکه حلب او ادلب کي قتلِ عام وکړ چي بالاخر ئې اپوزیسیون پر ضد د "ردع العدوان" په نوم پرېکنده عملیات اعلان کړل... دا عملیات خورا چټک، قاطع او بریالي ثابت سول؛ یو عامل ئې هم شاید د اسد د متحدینو په نورو نړئوالو جبهو کي ښکېلیتا وي؛ د اسد مخالفینو له وخته اعظمه گټه پورته کړه؛ په ادلب کي د هیئت الت...
نور ولوله
موږ به راستنېږو!
حلب هم د عاشقانو د ستنېدلو لاري څارلې؛
انقلابونه یقیناً تر بریا وړاندي بدمرغۍ او ناورینونه لري؛ تشدد ډېر گران تمامېږي خو دا چي سوري اولس دې قربانیو ته چمتوالی څرگند کړ او د عربو د سپرلي له کاروان سره یو ځای سو؛ نو د مقدس مقاومت ملاتړ ئې پر مسلمانانو واجب سو؛ د دې مسؤلیت احساس هم تر ټولو وړاندي اخوانیانو وکړ او لومړني اخواني ولسمشر شهیـد محمد مرسي د یوې دولتي فتویٰ په نتیجه کي د دوی له مقاومت څخه علني ملاتړ اعلان کړ او دې مقاومت ته ئې د جـهاد نوم ورکړ او حتی له هغوی سره ئې مرستي هم وکړي. د سعودي عرب ځیني مشهور علماء چي په رأس کې الطریفي حفظه الله دئ د همدې فتویٰ په سزا په زندانونو کي دي؛ هغوی ته له اخوان سره د مشترکي رأيي سزا ورکول سوېده. په وژن ۲۰۳۰م کي دوی ځای نه لري.
لنډه دا چي: د جلاد...
نور ولوله
د ملگرو ملتونو په امنیت شوریٰ کي د غزې په اړه د سمدستي اوربند په تړاؤ قرارداد امریکا وېټو (رَد) کړ
د ملگرو ملتونو په امنیت شوریٰ کي د غـ-ـ ـزې په اړه د سمدستي اوربند په تړاؤ قرارداد امریکا وېټو (رَد) کړ؛ د قرارداد په ملاتړ کي ۱۴-څوارلس رأیي وکارول سوې او په مخالفت کې یوازینۍ (پرېکنده) رأیه د امریکا وکارول سوه. د نورو مخ تور سو.
نن هم امریکا په پوره نظامي، مالي او حقوقي بڼه د خپل نازولي خوگ ملاتړ کوي؛ اروپا ئې په خپل نه بخښونکي جنایت کارانه سکوت د هري پرېکړي هرکلی کوي؛ په دې شوریٰ کي د اسلامي هېوادونو غړیتوب پر نشت حساب دئ... په وېټو پاور درلودونکو هېوادونو کې هیڅ یو اسلامي هېواد نسته... دا د غرب د ملگرو ملتونو د سازمان معیار دئ؛ تر دې وړاندي د ليگ آف نېشنز وضعیت ته دې هم بدتر وو؛ هغه سازمان خپلي ټولي نیمگړي او غیرِمنصفانه پرېکړي همدې سازمان UN ته انتقال کړې او دې...
نور ولوله
اسرائیلي پوځ په ډېر سیسټماتیک ډول د تلفاتو د شمېرو پر کمولو باندي کار کوي
ملعون اسرائیلي پوځ وايي: د ۷-اکټوبر راهېسي بیا تر اوسه د دوی ۱۰۴-لوړ پوړي افسران سقـر ته پارسل سويدي؛ ۶۳-ئې د کنډکونو قوماندانان ول؛ تر اوسه ۷۹۳-پوځــیان او افسران هلاک سوي چي ۳۷۰-ئې په غزه کي له منځه تللي دي. ۵۳۴۶-پنځه زره درې سوه شپږ څلوېېښت خوگان ئې ټپـیـان سويدي. د دوی په قول چي ۴۶۰۵-کسان ئې يوازي په غــزي کي زخمي سويدي.
دا د مشت نمونه خروار مثال وگڼئ! یوازي ئې له دې امله شریکوو چي د دوی خپل رسمي اعترافات او شمېرني دي؛ خو اصل حقیقت بل څه دئ! اسرائیلي پوځ په ډېر سیسټماتیک ډول د تلفاتو د شمېرو پر کمولو باندي کار کوي؛ نه یوازي اسرائیلي رسمي رسنۍ سانسور کېږي بلکي د CNN, Sky News او BBC غوندي نړئوالو رسنیو کارکوونکي هم اعتراف کوي چي پر دوی ډېر ...
نور ولوله
سعودي د پېړۍ د سودا تر څنگ چي کله دوی د کنسرټونو او وِژن ۲۰۳۰ عملي کولو رزالت ته مخه کړه
چا چي د قبور پرستۍ پر ضد تحریک پیل کړی وو؛ اپډېټډ ورژن ئې آن په عراق او سوریه کي د صحابه کرامو پر مزاراتو تعمیرات ونړول، د پېړیو پېړیو موزیمي آثار ئې مات کړل؛ بلې هو دا همغه افراطيان ول چي د عثمانیانو لخوا ئې په حرمین الشریفینو کي لگول سوي د اوبو نلکې په حنفیه ونومولې او هغوی ته ئې د بدعت نوم ورکړ... دوی نن هم له قبر پرستۍ سره د دښمنۍ اظهار کوي؛ چي کله ئې کوم دیکتاتور مړ سي نو په یوه ساده خاورین قبر کي ئې ښخ کړي خو د قبر پرستۍ په مقابل کي بیا قصر پرستي پروموټ (تشهیر) کوي؛ امامان ئې پر منبرونو د قصرونو ساتني ته دعاوي کوي؛ د همدغو قصرونو قیصر و کِسری، یا سلطان او ملک ته د أولوالامر نوم ورکوي او په ډېره سپین سترگي وایي؛ دا د دوی شخصي تېروتني دي او یوازي به دوی پرې محاسبه کېږي... هدف ئې دا وي چي خاموش اوسئ! ...
نور ولوله
سعودي اوس د مقدساتو عرضه کولو ته بزنس ویلی
په کوټه کي یو هوټل پرانیستل سو د بلېک ډائمنډ په نوم؛ هوټل والو یو تور غمي غوندي ډيزائن د هوټل پر سر نصب کړ، تور او زېړ رنگ ئې ورکړ خو خلکو احتجاج وکړ چي دا د کعبې تصویر انځوروي باید سمدستي تغییر سي؛ همداسي وسول؛ همغه غمی ئې بل رنگ ته واړوی...
د سعودي عرب د تفریحاتو په لړ کي تېره ورځ سعودیانو یوه نمونه ایښې وه چي کټ مټ ئې د کعبې شکل انځوروی؛ تر هغه لاندي نیمه بربنډي فاحشې نڅېدلې؛ په خواوشا کې بتان وښودل سول؛ دوی خو دا هم نسي ویلی چي دا یوه کلتوري صحنه وه؛ ځکه دوی نیم امت پر همدغسي شیانو تکفیر کړی وو په داسي حال کي چي د هغوی دې ته ورته کړنو هیڅ مذهبي اړخ نه درلودی؛ بله دا چي سعودي له اسلام او ارامکو پرته بل هیڅ شناخت نه لري؛ نو اوس ئې د مقدساتو عرضه کولو ته بزنس ویلی؛ پر حج او عمرې ئې دراند...
نور ولوله
د حرمینو زنداني امام صالح آل طالب ولي زنداني شو؟
د حرم په یوه خطبه کي ئې وویل: د حرمینو پر مقدسه زمکه د نارینه او ښځینه وو اختلاط، رقص، بـربنډتوب، بې حیایي، مخلوطي نڅاگاني او د اسلامي ټولني څېرې ته تغییر ورکول باید ودرول سي... دا هغه خطبه وه چي بیا به ممکن ژر تکرار نسي...
پرون یوه ويده راته وویل چي کومه دعوه چي کوې هغه حقیقت نه لري؛ یعني دوی دا نسي هضمولی چي سعودیانو څنگه جنیفر لوپِــز هلته ونڅوله؛ په پیل کې ویل درواغ وایې او د خدای قهر دي پر کاذبینو وي؛ خو چي کله مې ویډیو لینک ورسره شریک کړ وايي: په دې دي گناهونه اضافه سول چي ویډیو دې کتلې ده؛ نو ما ویل خو تا هم وکتله او پوه سوې چي د شهزاده مېلمنه دي نیمه بربنډه ده... دا ثابته سوه چي زه کاذب نه وم؛ دا پرېکړه به هم کېږي چي گناهگار څوک دئ؟ هغه چي د دوی شهزادگان او د پېړۍ سوداگر نقدوي او ...
نور ولوله
