No-IMG

آیاامریکا/ټرمپ رښتیا هم غزه وال له غزې شړلی سي؟!

له تېرو څو ورځو راهېسي د ټرمپ لافي ډېري رسنیزي سوي چي د غزې د اوسېدونکو په تړاؤ ئې کړيدي! د ټرمپ کرکټر د یوه مزاح دیکتاتور دئ؛ جالب شخصیت په دې دئ چي کله پر سټېج ټوکي کوي او د حساسیت کچه ئې ریکارډ درجې ته ټیټه سوې وي؛ کله دومره ځان حساس ښيي چي فقط د دې تورو ویل ترې پاته وي چي ووایي: انا ربکم الأعلی؛ بلکي په ځینو مواردو کي ئې د همدې جملې په تول خبري کړيدي...

دا پوښتنه چي آیا رښتیا هم نوموړی کولی سي د غزې ولس نورو هېوادونو ته کډوال کړي؟ دا کډوالي به دائمي وي او که موقته؟ چي یقینا دا سازش دائمي کېدلی سي نه موقت. په دې دوران کي به د ملگرو ملتونو کردار څه وي؟ د هغه د وړاندیزونو به څومره حیثیت پاته وي؟!
دا او دې ته ورته په لسگونو نوري پوښتني دي چي ځواب ئې تفصیل  او تحقیق ته اړتیا لري؛ البته چي اوږدې لیکني خلک نسي لوستلی نو هڅه به وکړم په ارتباط ئې مختصره تبصره وکړم.

تر هر څه وړاندي به ووایم چي له داسي سوپر هېوادونو څخه هیڅ شی لیري نه دئ؛ هغوی نه معنوي اقدار پېژني او نه د تاریخ د شرم په نوم کوم شی! د تاریخي ذلتونو او ماتو یادونه هم یوازي په دې کوي چي هسي نه دا د شرم ماده د درېیمي درجې هېوادونو په ولسونو یا واکمنانو کي ختمه نسي او د دوی په څېر تعامل ورسره ونکړي؛ کنه وو په وېټنام، مالي، کیوبا، عراق او افغانستان کي د دوی شرموونکي ماتي او جاپان غوندي سیمو کي د دوی وحشتونه له چا پټ نه دي؛ البته چي د ۷-اکټوبر یو معجزاتي اړخ دا هم  گڼلی سو چي فکر کوم عرب واکمنان ئې تر یو حده جسور کړل؛ د مصر او اردن دیکتاتورانو هم په وضاحت سره د ټرمپ وړاندیز رد کوي؛ دا جالب تغییر بللی سو... 

دا چي؛ ایا دوی داسي کار کولی سي نو په ځواب کي به ئې ووایو چي د ۱۹۶۷ع تر حدودو د اسرائیل هره لوېشت وتل د امریکا په اشاره او اراده ترسره سوی عمل دئ؛ لومړۍ او دوهمه نکبه همدوی په صهیونیسټانو اجراء کړه؛ د هغوی لپاره هر ډول لاره همدوی هواروي؛ نه پر هغوی د بندیزونو څه خبره مطرح کېږي او نه د مرستو ودرول ورته متوقف کېږي؛ یو ولسمشر درانده بمونه پرې بندوي او بل ولسمشر په لومړۍ ورځ او لومړنیو فرمانونو کي هغه بندیز لیري کوي؛ یا ممکن همدا لاسلیک ئې په ټاکنو کي د بریا تضمین وو؛ دا هغه څه دي چي ټوله نړۍ ئې مشاهده کوي؛ خو له میډیا بې برخي او گونگ ولسونه به ئې په ارتباط څه ووایي؟!! د اسلامي نړۍ هېوادونو مشران خو د همدوی ځیره خور دي.

دوی (بریټانیې او امریکا) د ملتونو د اتحادیې پر وخت همداسي وکړل؛ وروسته چي کله هغه اداره په ملگرو ملتونو تعویض سوه بیا ئې د همدې نوي ادارې ټول وړاندیزونه تر پښو لاندي کړل بلکي په همدې ادارې ئې داسي کړني وکړې چي تر ننه د هغې پر ټنډه تور داغ دي؛ نن ټرمپ وایي امریکا له دې ادارې څخه وځي؛ پرون ئې بیا تکرار کړه چي ډېر ژر به له UNHCR څخه لاري بېلي کړي؛ همداسي ئې د USAID د مرستو د چاڼ کولو اراده هم څرگنده کړه؛ اصلا امریکا اوس دغو ادارو او آن د دغو بې واکو ادارو وېټو پاور ته هم ضرورت نه احساسوي؛ پر نړئوال سټېج یوازینی قدرت دئ چي یو پاگل تاجر ئې د ولسمشر په صفت د نازیانو غوندي اوامر صادروي... دوی به ولي په میلیونونو بلکي  میلیاردونو ډالر په مرستو کي نړئوالو ته ورکوي؛ دوی خو بشپړه نړۍ د هغوی په یو څو مفسدو چارواکو او خائنو جنرالانو اېل کړېده. د چا چي تاریخ پر ظلم ولاړ وي له هغوی هر څه توقع کېدلی سي.

د یوه ورور تبصره چي زما خوښه سوه؛ غواړم هغه هم مختصره ذکر کړم؛ ممکن دواړي تبصرې څه ربط سره ونه لري البته چي دا مفروضې او اټکلونه دي فلهذا باید هر یو واورېدل سي:

ټرمپ پوهېږي چي غزې پرلپسې ۱۵-میاشتي تاریخي مقاومت وکړ؛ حتی د هېروشیما په څېر درې اټومونو په کچه بارود پرې واورېدل او دوی تر ۷۰-زرو لا هم زیات شهداء ورکړل او بیا هم تسلیم نسول. په داسي حال کي چي امریکایي زمیني ځواکونه عملاً له دوی سره اوږه پر اوږه جنگېدل(د اسرائیل یوولس میلیونه عوام د امریکا تابعیت هم لري). البته په هوائې بریدونو او همداسي هوائي څار او جاسوسي (surveillance and reconnaissance) بریدونو په تنظیم کولو کي امریکایان برملا دخیل ول؛ نو ځکه هم دوی د دغو حقائقو په ارزولو کي تېروتنه نسي کولی. دا یوه حیرانوونکې جگړه وه... 

بیا پوښتنه دا ده چي ټرمپ ولي داسي د نه منلو وړ هوایي پرېکړي استخراج کوي؛ په داسي حال کي چی سعودي، مصر او اردن په گډون د ټرمپ نږدې وفاداران هم په څرگندو ټکو دا پرېکړه ردوي؟! څومره چي زه پوهېږم له دې څخه د ټرمپ دوه اهداف لري:
 
لومړی هدف د اسرائیل د لومړي وزیر نتن یاهو (مشهور په بي بي) د سیاست خوندي ساتل دي؛ د دې خبري د فهمولو لپاره باید د اسرائیل کورنی سیاست وارزول سي؛ د اسرائیل په ۱۲۰-کسیز پارلمان (کنیسېټ) کي د نتن یاهو د "ليکوډ گوند" یوازي ۳۲ څوکۍ دي؛ د ده حکومت د څلورو نورو کوچنیو افراطي گوندونو په ملاتړ ولاړ دئ؛ په کابینه کي د اوربند تړون د مسودې تر اجراء ګېدلو سمدستي وروسته د ملي امنیت وزیر بنگوېر استعفیٰ وکړه؛ د هغه د گوند "Otzma Yehudit" شپږ غړي هم له حکومته بېل سول؛ په پارلمان کي د نتن یاهو گوند له اکثریت (۶۸) څخه (۶۲) ته را ټیټ سو؛ همداسي د خزانې وزیر "Bezalel Smotrich" چي ۷-سناتوران لري؛ د هغه سیاسي گوند "National Religious Party-Religious Zionism" لومړي وزیر ته اخطار وکړ چي که د اوربند تر لومړۍ مرحلې وروسته که سمدستي بیا جگړه پیل نسوه نو دوی به هم له دې اتحادیې څخه ووځي. که داسي وسوه نو د نتن یابو حکومت به ړنگ سي. ځکه هم نوموړي د اوربند د مذاکراتو تر دوهمي مرحلې وړاندي واشنگټن ته سفر وکړ؛ او له همدې امله ټرمپ په خپلو هوائی اخطارونو د افراطي یهودانو د باوري کولو هڅه وکړه؛ یعني هغوی ئې وپوهول چي له جگړي پرته هم د هغوی اهدافو ته ورسېدل ممکن دي؛ د غزې د اوسېدونکو د شړلو تر شا یو محرک همدا کېدلی سي.

د ټرمپ د اخطارونو دوهم هدف دا کېدلی سي چي هغه غواړي د دوهم ابراهیمي تړون Abraham Accords-II چي اصلا همده پیل کړی؛ هغه ته فضاء سازگاره کړي. دا چي تر ۷-اکټوبر را وروسته د غزې د جگړي پر وخت د عرب دیکتاتورانو حیثیت ډېر مجروح سوی دئ او اوس هغوی اصلا په دې پوزیشن کي نه دي چي له اسرائیل سره روابط عیار کړي؛ نو ځکه هم د داسي پرېکړو په مقابل کي د دغو دیکتاتورانو نَـټـه/انکار کولی سي د هغوی په ملتونو کي هغوی ته د اوړو پوزه جوړه کړي. 
بیا د اسرائیل - عربانو د اړیکو د عادي کولو پر مهال هغوی خپلو ملتونو ته دا لالي پاپ ورکولی سي چي گورئ د امریکا لخوا د غزې د مستقل اشغال څخه د مخنیوي په پار او د ټولو فلسطینیانو د شړلو د پروسې د شنډولو په موخه له اسرائیل سره د اړیکو ټینگول تاواني معامله نه ده. (د اماراتو، مراکش او بحرین له لوري د اسرائیل په رسمیت پېژندلو پر وخت خپاره سوي دولتي بیانیې کتلی سئ!)

خو زما باور دا دئ چي د حماس مقاومت، ثابت قدمۍ او د غزه والو بې ساري قربانیو لوبي او استقلال ته تغییر ورکړی دئ. امریکا، اسرائیل او عرب هېوادونه اوس د فلسطین پر ستونزه تر ډېره بریده غیر مربوط کرکټرونه گرځېدلي؛ د اسرائیل لپاره د شاتگ پرته بل بدیل نسته؛ ممکن په راتلونکې یوه یا دوو لسیزو کي اسرائیل ته د ۱۹۶۷ع حدودو ته؛ یعني دوه دولتي حل پر لور د وگرځېدلو مجال هم باقي پاته نه وي. ان شاء الله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک