د محمد هاشم شاهين لیکنی

د احمق دیکتاتور ناسمه پرېکړه!

زه له تېرو څو ورځو راهېسي ځانگړي کتابونه او مستندي ډاکومنټریانو گورم؛ ځکه دې ورځو کي د خلیج موضوع ډېره توده او حساسه ده؛ مثلاً: د ایران تاریخ، د اسلامي نړۍ ســړَه جگړه، صدام حسین او د خلیج په تړاؤ ځیني نور مصادر... تاریخ یو څه وایي او ټولنیزي رسنۍ بل څه؛ تاریخ چي څوک احمق یادوي دوی ئې ځیرک او چي څوک غدار معرفي کوي دوی همغه څوک اتل گڼي؛ دا ځکه دلته معیار، ترازو او د واقعیتونو ادراک بلکل نسته؛ احساسات ښه انعکاس کېږي، افسانې شهرت پیدا کوي او دروغ بازار لري. چي رسنۍ گورم: ځیني خلک (عموماً عوام) ارمان کوي چي کاش صدام حسین ژوندی وای نو د فلسطین (غزې) وضعیت به داسي نه وو؛ دوی یقیناً له تاریخ څخه بې خبره دي؛ صدام ژوندی وو چي غزه لومړی د مصر او بیا د اسرائیل په ولکه کي وه؛ صدام ژوندی وو چي خلیج ته امریکایي ځواکونه داخل ...
نور ولوله

د ایران پر اوسني وضعیت د مصري او سوري اخوان موقف!

محمد هاشم شاهین همدا میاشت پر ۱۸-نېـټه د مصر اخوان المسلمین گوند  له ایران سره د څرگندي خواخوږۍ او "بشپړ تائید" (الدعم الکامل) په عنوان یوه مراسله نشر کړه؛ دا مراسله چي اصلاً د اخوان د عام مرشد د ځای ناستي ډاکټر صلاح عبدالحق لخوا د ایران مذهبي مشر آیت الله علی خامنه اي ته د اخوان لخوا یو پرانیستی لیک وو؛ ځیني مهمي برخي ئې لیکم: د اخوان المسلمین (مصر) په دې لیک کي لیکل سوي وو: ”زه د ځان او اخوان المسلمین گوند لخوا؛ د اسرائیل د وحشي بریدونو پر ضد د جمهوري اسلامي ایران بشپړ ملاتړ اعلان کوم؛ موږ د ایران د ټولو شهیدو سويو بې گناه مشرانو، علماؤ او ولس په معامله کي د زړه له کومي تاسي ته د تعزیت مراتب وړاندي کوو. د اسرائیلي یرغل اصلاً د فلسطین پر ضد د جاري ظلم او ځور نوی پړاؤ دئ؛ ...
نور ولوله

د ایران - اسرائیل وروستی ټکر

اتل یحیٰی سنوار ویلي وو: ”دا به یوه سیمه اییزه او مذهبي جگړه وي چي نړۍ به بدله کړي.“ نړۍ تر اوسه د ۷-اکټوبر په مټ وارد سوي بدلونونه نه دي درک کړي؛ کوم اسلامي هېوادونه چي غواړي دا هر څه نظر اندازه کړي هغوی به هم د خپل سکوت بیه پرې کوي.   د اسرائیلي عملیاتو عنوان: صهیونیسټانو د ایران پر ضد د خپلو نظامي عملیاتو لپاره د "رائزنگ آف لائن" یعني "د زمري عروج یا ظهور" نوم غوره کړی؛ دا یو خطرناک نوم دئ او سلسله ئې د پخواني یهودي سلطنت سره نښلي؛ په تحریف سوي تورٰة کي د زمري تشبیه یهودا ته سوې؛ په زېږدلو ۴۹:۹ څپرکي کي یعقوب علیه السلام د خپل زوی یهودا په اړه وایي: "یهودا د ځوان زمري زوی دئ، هغه لکه زمری ټیټ سو او کښې...
نور ولوله

د اسرائیلي اصل حدود!

د اسرائیل - ایران په جگړه کي تر ټولو ځورونکی شی اسرائیلي غرور دئ؛ د وزارت دفاع څرگندوني ئې دومره له غرور څخه ډکي دي چي آن د یوه سوپر پاور هېواد مشر هم دومره مغرورانه اعترافات نه کوي؛ وایي: پر ایران اوسني بریدونه فقط پیل دئ او دا مأموریت به څو ورځي بلکي پرلپسې څو اوونۍ دوام ولري. بلخوا د اهدافو په نښه کولو کي د دوی دقت نړۍ حیرانه کړېده؛ اسرائیل پر یو وخت غزه، لبنان، سوریه، یمن او اوس ایران بمبارد کوي؛ دا د دوی هوائي ځواک ښیي؛ په دغو ټولو بریدونو کي ئې حتی یوه الوتکه هم نه په نښه کېږي. د اسلامي نړۍ سوړ برخورد، د غزې پر قتلِ عام سکوت او د عربانو لخوا د هغوی سره د اړیکو نورمال کولو ته چاپلوسي د اسرائیل پر قوت خاموش اعتراف دئ.   امریکايي سناتور لنډسي گراهام وایي: لوبه پیل سوې او...
نور ولوله

پر ایران ناروا بریدونه

ایران یو وخت په ډېر ویاړ سره اعتراف کاوه چي پر عراق او افغانستان ئې امریکایي اشغال ته زمینه سازي کړې، د امریکا مرسته ئې کړې او د صدام په مرگ ئې په خوښيو دا اعترافات ثابت هم کړل. امریکا ئې په مزدانه کي شیعي مذهبي تنظیمونو ته په دغو دواړو هېوادونو کي اقتدار وسپاره. ایران پر دې خیانت اکتفاء ونکړه؛ د سوري، لېبیایي، سوډاني، یمني، عراقي او لبناني ولسونو قتلِ عام ته ئې کار ووایه؛ همدوی غزه، لبنان او یمن په جگړه کي تنها پرېښودل؛ دا دئ نن عربان پر ایران د ګڼ شمېر لویو بریدونو تماشه کوي.   منځنی ختیځ به همدا ځانځانی لکه سېلاب ورسره وړي. په خلیج کي له دوو هېوادونو څخه د اسرائیل په مقابل کي د خنډ جوړېدلو توقع کېدلی سي؛ مصر او ایران؛ که دا دواړه د ایران د اوسني وضعیت په څېر کمزوري سول ن...
نور ولوله

غزه مه هېروئ؛ مه پرېږدئ غزه د غرناطې په برخلیک اخته شي!

حماس د غرناطې د هغه وروستیو مجاهدینو اوسنی انځور دئ او موږ بیا هم تش کتونکي! پنځه پېړۍ وړاندي غرناطې سقوط وکړ؛ نن الله مکړه غزه د سقوط په حالت کي ده. تاریخ د ثبت په حالت کي دئ او وایي: ”دا فقط یو ښار نه دئ بلکي دا ستاسي د وجدان او شناخت یوه قوي کلا ده!" اما امت یو ځل بیا سکوت غوره کړی؛ همغسي لکه د غرناطې د سقوط پر وخت. د غرناطې پر دېوالونو وروستي اذانونه په وینو رنگ ول؛ نن د غزې په کوڅو کي د شهداؤ پرتې بېـشمېره جنازې د همغو اذیتونو کیفیت انځوروي. هلته هم د کلا اوسېدونکي وجنگېدل او دلته هم کلابند زمریان مقاومت کوي؛ همدوی د دښمن د مرمیو په مقابل کي خپلي سینې سپر کړي. هلته هم مسلمانانو تماشا کوله او نن هم؛ د کعبې خادمان، د قاهرې سلطان او طرفداران او د استانبول مدعیان؛ ټول خاموش، ټ...
نور ولوله

غدار او بد کرداره ولسمشر چا آئیډیال کړ؟!

هغه مړ وو؛ سیاسي شخصیت ئې فناء سوی وو؛ د ملگرو ملتونو په دفتر کي ئې د ذلت ورځي او شپې تېرولې؛ درې میاشتي صبغت الله مجددي حکومت وکړ او نږدې پنځه نیم کاله برهان الدین رباني؛ هیچا څه ورته ونه ویل! مجاهدین پوهېدل چي داسي کرکټرونه که نظر اندازه سي نو د هغوی شخصیت له منځه ځي... د مجاهدینو نظام نسکور سو؛ کابل د طالبانو لاسونو ته ولوېدی؛ د یوې عاجلانه او مرموزي پرېکړي په نتیجه کي غدار د ملگرو ملتونو له دفتره را وایستل سو او د کابل پر څلور لاري اعدام سو؛ د هغه په اړه که څېړني سوي وای، د خاد د مشرتابه او ولسمشرۍ د وخت فرمانونه او غلاوي که ئې څېړل سوي وای، د انسانانو د قتلِ عام دوسیې که ورته جوړي سوي وای او بالاخر محاکمه سوی وای نو یقیناً به د مرگ په سزا محکوم سوی وو. ځکه غدار وو، وطن پلوری وو او د ...
نور ولوله

د الله د رسول ﷺ پرېکړي! – لومړی برخه

”په مکه کي وچکالي وه؛ رسول الله ﷺ تجارت کاوی او له خدیجې ؓ سره ئې تر واده وروسته سوکاله او مطمئن ژوند تېروی؛ په ورستیو کلونو کي د مکې اوسېدونکي د وچکالۍ له امله ډېر ستومانه ول په ځانگړې توگه هغه کسان چي کورنۍ به ئې ستري وې او د اولادونو شمېر به ئې زیات وو؛ په دغو کسانو کي د رسول الله ﷺ د کاکا ابوطالب اقتصادي وضعیت ډېر خراب وو؛ که څه هم د هغه عزت او عظمت د یوې لویي کورنۍ بني هاشم سره د تړاؤ له سببه پر خپل ځای وو؛ بلکي دی د دې ستري او عظیمي کورنۍ سردار وو؛ خو په لوږه او تنگۍ کي ئې وخت تېرېدئ؛ رسول الله ﷺ د ده په دې وضعیت کتلو سره ځورېدی؛ ځکه ئې هم یوه ورځ خپل بل کاکا عباس بن عبدالمطلب ؓ ته وویل چي نن سبا وچکالي ده او د ابوطالب کورنۍ ستره ده؛ د هغوی اقتصادي وضعیت تاسي وینئ! مناسبه نه ده چي یو بچ...
نور ولوله

د خبرو اترو چوکاټ؛ د مستقل اوربند تړون!

۱.  موده: د اوربند موده به ۶۰ ورځي وي؛ د امریکایي ولسمشر ټرمپ په تضمین به کامل اوربند وي. ۲.  د جنگي بندیانو آزادول: سبا ورځ به ۶۸-بندیان (۱۰ ژوندي اسرائیلي نارینه، ۱۸ مېرمني او ۴۰ لاښونه) آزاد کړل سي. لومړۍ اوونۍ: هره ورځ به ۵ ژوندي او ۹ لاښونه سپارل کېږي. تر اوومي ورځی وروسته: ۵ ژوندي او ۹ لاښونه ورسپارل کېږي. ۳.  بشري مرستي: غزې ته به د بشپړو انساني مرستو رسد دوام ولري؛ ملگري ملتونه او نور تنظیمونه به له خنډ پرته غزې ته مرستي ورسوي. ۴.  د اسرائیلي فوځ فعالیتونه: د اسرائیلي فوځ متجاوز بریدونه به کاملاً بند وي. ډ...
نور ولوله

د غرب تهذیب وپېژنئ!

  اروپایي ټولنه چي نن په ډېر محتاط انداز سره اسرائیل غندي؛ دا لغړه دوکه ده؛ د دوی تاریخ له دې منافقانه لوبو ډک دئ. دوی د اسرائیل مرسته وکړه؛ دوی ټول قاتلین دي. دوی ټول په دې قتلِ عام کي د اسرائیل مرسته او ملاتړ کوي؛ اوس چي هر څه له خاورو سره خاوري سوي؛ تر دې دمه ۶۱،۷۰۹ کسان وژل سوي چي ۱۷،۴۲۹ ئې ماشـــومان دي، ۱۱۱،۵۸۸ ټــپـیـــان دي، ۱۴،۲۲۲ کسان تر کانکرېټو لاندي تری تم سوي، په مقبوضه غربي تړانگه کي هم وضعیت متفاوت نه دئ؛ ۹۰۵-تنه وژل سوي چي ۱۸۱ ئې ماشومان دي او ۷،۳۷۰ ټــپـیـــان سوي دي؛ په داسي حال کي چي هلته خو د ۷-اکټوبر اجراء کوونکي اتلان هم نسته؛ خو اوس سپین پوستان د پېړیو پر منافقانه تهذیب تکیه کوي او هڅه کوي نړۍ ته وښيي چي دوی خو د مظلومانو تر څنگ ولاړ دي. دا قضیه اصلاً اوسنۍ نه ده؛ د بالفور...
نور ولوله

حماس ولي د جگړي آپشن غوره کړ؟!

ژباړه: محمد هاشم شاهین   ”جگړه د هیچا په خیر نه ده؛ زموږ په گټه خو بیخي نه ده. څوک به له یوه اټوم درلودونکي هېواد سره په گلېلي Galilee مقابله کول وغواړي؟ حقیقت خو دا دئ چي له جگړي هيڅ نسي ترلاسه کېدلی؛ ته د جگړو خبریال War Reporter ئې! آیا ته جگړه خوښوې؟!“   دا پوښتنه په ۲۰۱۸ع کي له ایټالیایي خبریال فرانسسکا بوري څخه د یوې مرکې پر وخت د الاقصیٰ توپان طراح او د حماس مشر شهید یحییٰ سنوار وکړه. د ده دا مرکه د ورځپاڼو سرخط سوه؛ د نوموړي دا بیان د سیاسي حل پر لور د پرمختگ هڅه وگڼل سوه. یحییٰ سنوار غوښتل پر غزې د اسرائیل او مصر لخوا مسلطه سوې بحري، هوائي او ز...
نور ولوله

قِبـطۍ فعاله؛ ماچي مجدي جالبه تبصره کوي!

تاسي حق لرئ چي اخوان المسلمین نقد (رد) کړئ؛ ځکه دوی پیغمبران نه دي او نه هم حسن البناء پیغمبر وو. خو دا هم حقیقت دئ چي باید وئې ومنو: په اخوان المسلمین کي رشوت خور، جعلـکاران او غله نسته. دا هم حقیقت دئ چي هیڅوک هم پر اخوان المسلمین باندي د جنسي تېري تور نه سي لگولی؛ یا د لرغونو اثارو د پلورلو او یا هم د مخدره توکو د تجارت... دوی حتٰی سگرېټ هم نه څکوي... دوی تر ټولو لوی داسي سیاسي او ستر جمهوري گوند دئ چي په خپله غېږ کي تر ټولو زیات دوکتورا لرونکي شخصیتونه لري؛ دا په مصري ټولنه کي تر ټولو لوی سیاسي بلاک دئ؛ دوی واک ته ورسېدل اما د خلکو په رأیه او اراده. دوی د درواغو او منفي پروپاگندو تر ټولو ستر کمپاین سره مخ سول؛ په دې کمپاین د خلکو داسي یوې ډلي برخه اخیستې وه چي نه باعزته ول او نه بې طرفه. اخوان المسلمین د خپلي واکمنۍ ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک