امام الالحاد!
د وخت مشهور برطانوی فیلسوف اېنټوني فلېـو (۱۹۲۳م - ۲۰۱۰م) چي ټول عمر ملحد پاته شوی وو او د الحاد په حق او خالق د وجود په رد کي ئې په دَرزنونو کتابونه لیکلي وو؛ نوموړی به "د نړۍ بدنام ترین ملحد" بلل کېدو؛ خو تر مرگ دوه درې کلونه وړاندي د نوموړي ذهنیت بدل شو او الله تعالیٰ د وجود پر اثبات ئې کتاب ولیکی؛ د ده کتاب There is a God پر دغه ژوره موضوع ستر فلسفي/مستند کتاب دئ؛ د عمانويل کانټ او ډېــوډ هـيوم نه نیولې تر اوسنيو معاصرو مشهورو ملحدینو پوري د هر یوه د پوښتنو مدلل ځوابونه دې کتاب کي موجود دي؛ لکه څنگه چي دا کتاب داسي یو چا لیکلی چي په معاصر وخت کي د الحاد یو تر ټولو ستر امام بلل کېـدو؛ نو ځکه ئې هم ارزښت یو په دوه دئ.
دا یادونه مهمه ده چي د اېنټوني فلېـو د "الٰهي تصور" او د اسلام د "الٰهي تصور" تر منځ د زمکي او آسمان هومره فرق موجود دئ؛ خو نن مي په الجزیره کي یو مضمون تر سترگو تېـر شو چي فلېــو صاحب تر مرگ وړاندي کلمه ویلې وه. (الله دي وکړي)
نوموړي چي کله دا کتاب لیکی نو عمر ئې ۹۰-نوي کلونو ته نږدې وو نو ځکه هم له لیکلو عاجز شوی وو؛ ده دا کتاب د ابراهیم په نوم یوه مسلمان ته د املاء پر طرز ویلی وو؛ د دې کتاب تر چاپ وروسته د الحاد په محل کي زلزله راغله؛ ملحدینو چي خپل امام ولیدی چي لاره ئې بدله کړه نو په پلمو جوړولو ئې لاس پوري کړ او دا ئې مشهوره کړه چي دغه کتاب د فلــېو نه دئ... خو فلـېـو په یوه مرکه کي دا په ښکاره وویل چي په کتاب کي لیکل شوی هر یو توری زما دئ...
ژباړه: ضياء چترالي
