هغه څه دئ چي دا شتمن هیوادونه له امریکا دومره وېروي؟!
ما د اقتصادي بندیزونو ماهیت نشو ارزولی، د هر څومره فکر په پای کي به حیران پاته شوم چي ترکیه، روسیه او چیـن ولي خپلمنځی تجارت په خپلو پیسو نکوي، له کلونو کلونو راهیسي یو کونج و بل کونج ته شي خو خبري ئې چندان نتیجه نه ورکوي، هغه څه دئ چي دا شتمن هیوادونه له امریکا دومره وېروي؟! اوس پوه شوم چي دا امریکایي بندیزونه Sanctions وو:
• همدغو بندیزونو د خامنه اي سپــږمو ته قیضه اچولې
• همدغو بندیزونو روسان او چینایان زهیــر کړي
• همدغو بندیزونو له عــربانو وزې جوړي کړي او حتی اسرائیل ته هم لکۍ پرې ښوروي
• د همدغو بندیزونو ویري له مُـشرفـــه پرتوگ وکښی او ډیپلوماتان ئې ورباندي وپلورل او په یوه ټلیفون ئې د هیواد ټول هوائي حریم د هغوی چوپــړ ته وقف کړ
• همدغو بندیزونو د امریکا د سیاسي او اقتصادي رقیبانو اسعار؛ تومان، لیــرا او یَـــن بې پتــه کړي
د امریـکا وروستی او تر ټولو مؤثر آپشن همدا اقتصادي تحریمونه او کلابندۍ وي، دوی په دې آپشن سره هغه څه لاسته راوړی شي چي په B-52 ئې نشـي ترلاسه کولی؛ له دوی نه د نړئــوالو وېـره له همدې لامله ده، د دوی د دې سلاح(Sanction) ضد/مدافع نړئـوالو نه دئ تر لاسه کړی...
اوس د مکار دښمن په عیــارو چالونو پوهېـدل او له هغوی دفاع د وخت جهـــادِ اکبـر دئ، نن نړئــوال سیاست یوازي په پسته خو ځېـرکه ډیپلوماسۍ سره تعامل ته آماده کېدلی شي نه په نې منم او زور سره!!! اقتصادي کلابندي د نړۍ هیڅ یو ولس ته آسانه نده، دلته د ملامت او سلامت زرین اقوال هیڅ ارزښت نلري، کمزوري انسانان پر کښته ولاړو وزو ته ورته دي چي د لوړ ولاړ لېــوه اوبه خړوي او د لېــوه داړي ئې پســتو غوښتو ته ځليــږي، په دې د غرب سوډران او د شرق فیلسوفان ټول خبر دي چي جگړي ته د افغانانو ښکېـل کول هسي ظلم او د نورو مقتدرو هیوادونو د مهارولو په موخه وو، په همدې موخه زموږ زمکه د جنگ میدان شوه، افریقایي دیکتاتور قذافي د ملگرو ملتونو په بې واکه شوریٰ کي چیغي کړې چي نه اُسامه افغان وو؛ او نه د طیارې اختطاف له افغانستان نه ترسره شوی عمل وو... نن هم د پیسو دغسي په زور او ظلم منجمد کول د همهغه آرمان(اشغال) د نه پوره کېـدلو پر غبرګون انتقامي عکس العمل دئ، امریکا د خپلي ماتي زور له مظلوم افغان ولس نه په همدې ډول وباسي...
رسـمیت پېــژندنه به وشي، پیسې به څه نا څه پیدا شي خو دا باید درک کړو چي زموږ اساسات اصلاح ته ضرورت لري، د اصلاح دا مطلب نه وي بنیادونه بایـد ړنــگ شي او له پیله بیــا بسم الله کړو، د تېــرو شلو کلونو مثبت کارونه باید هم وستایل شي او هم وساتل شي، مـــوږ نویو اوږدمهاله پالیسیـــو ته اړتیا لرو...
