سیاسي حرمونی هیڅ دین او ایمان نلري
دا نو یو پېـژندل شوی حقیقت دئ؛ چي سیاسي حرمونی هیڅ دین او ایمان نلري...
معاش به له عمران خان نه ترلاسه کوي او ټاکني به د غني شفافي بولي؛ د پاکستان د پارلمان غړی به وي خو د افغانستان په نمایندگي به د خپل نظام سره سر پر سر وي؛ د افغانستان په چارو کي به د عمران خان؛ تر ده نسبتاً مثبته خبره هم د هغه مداخله بولي خو خپله به د همهغه هیواد حاکم نظام په غیرِ ډیپلوماتیک او فاحش انداز سره ښکنځـي؛ دلته به د لوی افغانستان چیغي وهي خو هلته به بیرته له باغي مقاومتي داعشیانو ملاتړ کوي؛ د موجوده نظام عمومي عفوه به لا هم وحشت بولي خو د غني بمباردونه به د مترقي افغانستان واک او اختیار؛ خپله به ئې د پښــــتو لیک/لوست نه وي زده نورو ته به د پښــــتو پالَـلــــو توصیې کوي؛ یو خوا به ئې ویل امریکا به طالب هیڅکله اقتدار ته پرېنــږدي خو نن به د تښتېدلو مقاومتیانو په څېر ادعاء کوي طالبان خلیلزاد او امریکا راوستل...
د سیاست کسکر جانه! دا ستاسي په اصطلاح څه بکواس کوې؟
• که پر خپل بادار نیوکه د هغه په اجازه ترسره کیږي او په دې سره اعتــبار هم لوړیـــږي؛ نو ته به حتماً اوس د سیمي معتبر ترین سیاستوال بلکي منډېــلا شوی ئې!
• عجیبه نده چي پاکستان پر دومره زورور طالب اثر لري چي یو منظم نظام سقوط کولی شي؛ دا تا ولي نشي مهارولی چي تر پرتوگونو گوندونه ډېر بدلوې را بدلوې؟!
دا ته بیـــــــا څوک غولوې؟!
ډېــره خچــــــــرناکه تبصره دي کړېـده!
