واشنگتڼ: د ابوبکر صديق رض ټولي فیصلې خالص د اسلامي امت په گټه وې
دا پېــژندل شوی امریکایي لیـکوال او ادیب جناب واشنگټن ارونگ (Washington Irving) او د ده مشهور کتاب Mahomet and His Successors دئ.
واشنگټن صاحب په همدې کتاب کي لیکي:
"د أبوبـکر صدیق (رضي الله عنه) ټولي فیصلې له شخصي غوښتنو لوړي خالص د اسلامي امت په گټه وې؛ دنیـاوي (شخصي) گټي هغه ته هیڅ ارزښت نه درلودو؛ هغه د مال، شهرت، لالچ او عیاشانه ژوند نه بالکل لري وو؛ د خپلو خدماتو په بدل کي ئې هیڅ شی تر لاسه نکــړ؛ له بیت المال نه به ئې دومره وظیفه ترلاسه کوله چي په ډېـره سختۍ ئې گذاره پرې کولی شوه؛ که به ئې له وظیفې نه بالاخر د سختو محدودیتونو باوجود هم څه شی پاته شو نو د جمعې په ورځ به ئې هغه صدقه کول؛ تل ئې خپل مال و دولت پر مسلمانانو قربانول." (پاڼـه: ۲۱-۲۲)
دائرۃ المعارف بریټــانیکا British Encyclopaedia یا Encyclopædia Britannica د نړۍ مستند مأخذ دئ؛ چي تر ۱۰۰-سل ځله زیات چاپ شوی؛ هغه تر ۴۰۰۰-څلور زرو زیاتو نړئـوالو لیکوالانو لیکلی چي ۱۰۱-نوبل پرائز گټونکي او ۴-امریکايي ولسمشران هم پکې شامل دي؛ د دې انسائیکلوپیډيا لیکوال د لومړي خلیفه حضرت أبوبـکر صدیق رضي الله عنه په ارتباط لیکي:
"ابوبـکر صدیق د نبي کریم ﷺ تر ټولو نږدې ملگری او خاص مشاور وو؛ نوموړی وروسته په سیاسي او دیني أمورو کي د ده(حضور ﷺ) ځای ناستی شو او خلافت ئې قائم کړ؛ ځکه هم (حضرت) محمد ﷺ په لومړي حج (631ء میں) کي هغه خپل امیـر وټاکی او مکې ته ئې واستوی او د خپل ناروغۍ پر وخت ئې نوموړي ته امامت وسپاری؛ ځکه هم ټول صحابه د ده پر خلافت متفق شول. وروسته د ارتداد د فتنــو د ټکولو پر وخت نوموړي د حضرت محمد ﷺ د نیابت حق ډېـر ښه اداء کړ." (انسائیکلوپیډیا آف برټانــیکا، ۲۹ اپریل ۲۰۱۵م وېـب سائټ: Wayback Machine)
مسلمان او غیر مسلمان بلکي چي څومره سلیم الفطرته خلک دي؛ هغوی د ابوبکر صدیق رضي الله عنه صداقت مني؛ د سپیني ورځي له لمر او د څوارلسمي له سپوږمۍ نه څوک انکار کولی شي؟! د سپــیو عادت دئ چي ځلېـدونکي سپوږمۍ ته غاپـي خو د دوی غپل د هغې رڼـــا نشي کمولی.
