مقاومتِ (بغاوتِ) سرکوب شده
په افغانستان کي نړۍ خپله شرمېدلې ماته ومنله، یوازي تاجیکستان او هندوستان د پروتي لغتي غورځوي، نن مي په تاجیکستان کي د نړۍ د فاسدترین دولت وروستي سفیر خبري واورېدې، نوموړی وايي صالح په پنجشیر کي دئ او مقاومت لا هم جریان لري، صالح هم د خپل څرگند مقاومت په وروستۍ ورځ ټویټ کړی وو چي دلته زموږ هر یوه مستعار نوم مقاومت دئ…
نو جنابِ مقاومتِ مخفي ته دي وویل شي چي نه خو ته فیډرل کاسټرو یې او نه احمد مسعود چگوېرا دئ، په ملت کي ریښې نلرئ!!! خپل حیثیت او په ملت کي خپل محبوبیت ته په کتلو سره خبره کوئ، پر ټویټر د اېکټنګ پرېزیډنټ لیکل نو دا نه معنی چي رښتیا هم منصف ولسمشر وې او کودتا درباندي شوې او یا دي پر خلاف بغاوت شوی، ته په داسي حال کي دوهم تښتېدلی ولسمشر ئې چي لومړی ولسمشر دي لا هم ژوندی او روغ رمټ دئ، ته د هغه په مقابل کي خائن ئې او د افغانسان د اوسني اسلامي نظام په مقابل کي بیا باغي… ستا شناخت او شخصیت همدا دئ! او بس!!!
