No-IMG

دعوت خپل اصول لري؛ معیارونه مه گډوډ کوئ!

د ځینو څومره کمزوري معیارونه دي؛ داسي افراد چي پر فېسبـک لائیو او یا بل ورته کوم چېنل به راښکاره شول؛ خلک به ئې ښکنځل؛ له هر بې تربیې او بې تهذیبه سره به په جنگ اخته ول؛ نن د دې ځینو اتلان دي؛ په دغو فېسبــکي فیلسوفانو کي ئې د کښتي درجې وال قلمجار او د زیرو زیرو سېـــون مور غوندي بد دِماغه افراد دي او د لومړۍ درجې افراد ئې بیا ښکنځلــمار جنرالان او مارشالان او...

دعوت خپل اصول لري؛ معیارونه مه گډوډ کوئ! هر هغه څوک چي د اسلام دفاع ته ژمن وي او دې مقدسې لاري ته راوزي هغه باید تر هر څه وړاندي د اعلیٰ اخلاقو څښتن شي؛ دا درانه القاب، اوږده نومونه او بې ځایه صفتونه له ډېــرو ځان ورک کړي...

که له چا سره مینه لرئ! او ستاینه ئې کوئ! سم ووایاست چي فلان راباندي گران دئ؛ دا ضروري نده چي هر لار ورکی اسلام ته منسوب کړئ؛ بیا ئې ځانونه پر مینه مکلف کړئ او په غیر ارادي توگه د اسلام ښکلی تصویر ناسم انځور کړئ!! داسي شخصیتونه چي نیمگړتیاوي ئې لکه لمر ځلیږي هغوی ولي د اسلام سمبول جوړوئ؟! دلته ستر داعیان شته؛ مبارزین او مفکرین شته...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک