ليکنې

د مقدسي زمکي داعیه یوازي د هغه ځای د اوسېدونکو نه بلکي د بشپړي اسلامي نړۍ قضیه ده

د مقدسي زمکي داعیه یوازي د هغه ځای د اوسېدونکو نه بلکي د بشپړي اسلامي نړۍ قضیه ده؛ په پاکستان کي دا ستر مسؤلیت جماعت اسلامي او په رأس کې اسلامپال سناتور مشتاق احمد صاحب په غاړه اخیستی دئ؛ په تېرو ټاکنو کي ئې د همدې ستر خدمت سزا ولیده؛ البته موږ په دې اړه ډېر خاموش او بې تفاوته پاته سوي یو... د لاریونونو رابلل او د ملتونو لخوا احتجاج ریکارډ کول یو مثبت اقدام دئ؛ ځیني به دا کار یوازي د جمهوریت غوښتونکو کار گڼي؛ دا صحیح ده چي لاریونونه او له همدې سوله ییزي لاري د حقوقو غوښتنه د جمهوري نظامونو ابتکار دئ؛ خو لاریونونه کول د یوه ویښ او سنجیده ملت او دولت اصلي ښکلا ښيي؛ په هر صورت پر داخلي مسائلو د دولت قوانین باید مراعات سي اما د بهرنیو قضایاو په اړه بیا باید دولت یو څه نرمي وښيي او داسي لاریو...
نور ولوله

د طالبانو پر نظام د اسلام پوښ

شفق جانان لمړی قسط   د اولس تمنا وه چي اسلامي نظام به جوړیږي،ټول اسلامپال او پر دین مین شخصیتونه به په یو صف کي را ټولیږي،د اسلام بیرغ او د الله کلمه به اوچته وي،سیکولران او دین پلوري به ذلیل او نامراد وي،د تېر شل کلن جهاد له ثمراتو به ټول اولس برخمن کیږي،د آقا او بادار تمیز به له سره فناه وي،د واک ګدۍ به څو اشخاص د ځان لپاره موروثي او د قانوني جواز په توګه نه وړاندي کوي،د انقلاب دا ترانه به تر څو محدودو کړیو پوري منحصره نه وي، ټول مظلوم افغانان به د انقلاب پدې بهیر کي د ځان لپاره نجات ویني،د اقتدار وېش به منصفانه وي ،د کار او د ټولني د عامه خدماتو مراجع به بدلیږي، دا ځلي به د سړکونو پر جوړښت او د قصرونو پر ارتفاع د اولس شتمني نه ضایع کیږي ،د انسان روزن...
نور ولوله

د حزب اسلامي او طالبانو صلحه؛ حق څه دئ او دروغجنو څنګه د جعل په پردو پوښلی؟!

مستیار څلورم قسط   د پاکستان او طالبانو لانجه د یوې معماء او پېچلي معضلې شکل اختیار کړی، توند او متشدد اظهارات د سیاسي او نظامي ګواښونو سره تر هغه ځایه ورسېدل چي یو د بل په خلاف ئې نظامي اقدامات وکړل،دا پداسي حال کي چي د طالبانو له لمړي ځل را ټوکېدو او د دوهم ځل لپاره د ارګ تر کرسۍ رسېدو کي د پاکستان ونډه هومره ځلانده او روښانه ده چي ښایي پدې اړه به د طالبانو غړي هم اختلاف را سره ونکړي،لدې څخه هیڅ انکار نشي کېدای چي د تېر شلو کالو پور د طالبانو پر اوږو بار دئ،د تمرین او معسکر مراکز ئې په لاس ور کړي وو،د ټپیانو تداوي او علاج په ټول پاکستان کي په پراخه پیمانه،د ځوانانو جلب او جذب، د جلسو او غونډو دائرول،په سیاسي لحاظ داخلي او بهرنی حمایت،مذهبي فتوا وي ئې ...
نور ولوله

د فرعون جسد او ډاکټر مارس د اسلام منل!

د مصر په موزيم کي يو جسد پروت دي چې د هغي په هکله څيړونکو او محققينو منلې چې دا د موسي عليه السلام د زماني د فرعون جسد دي. په بائبل کي هم دغي زماني فرعون ته د يوولسم راموس يا راميس Rameses -11 خطاب شوي دي. پر دغه جسد د تحقیق او څيړني دوران کي د تحقیق کونکي ډلي مشر او مشهور لرغون پېژندونکي او ساينس دان ډاکټر مارس اسلام ومانه او مسلمان شو.. په 1898 کي اکسر (مصر) داسې يو ښار وو چې د هغه په هکله ويل کيږي چې د پخواني فرعونانو پايتخت وو. دغه ځاي ته چي د باچاهانو مسکن هم ويل شوي ، په اصل د 1799 عيسوي کال راهيسي د دغي سيمې مختلفو ځایونو کي د تير شوي اثارو او ابداتو لټون روان و...
نور ولوله

په معاصر دور کې زمونږ جدي ستونزه دا چې زمونږ د ټولنې اکثره وګړي فرد مِحوره دي

په معاصر دور کې زمونږ د ټولنې يوه جدي ستونزه دا هم ده چې زمونږ د ټولنې اکثره وګړي فرد مِحوره دي دا چې فرد مِحوري څه شی دی؟ او فکر مِحوري څه ته ويل کېږي؟ غواړم په دې اړه لنډ وضاحت وکړم. کله چې يو شخص وينو د بحث او جدال پر مهال خپل استدلال له اشخاصو په دفاع کې کوي او يا په مشخصو اشخاصو نقد کول يې د استدلال غوښنه برخه وي، نو دا د دې دليل دی چې دا شخص فرد مِحوره دی او د قضاياو په اړه ډېر ناقص او ناسم درک لري. فرد مِحوره افراد د ټولنې د بنسټيزو قضاياو په اړه عميق او دقيق تحليل نه شي کولی، دوی ډېر وخت په يوې ثابتې داعيې ټينګ نه شي پاتې کېدی، ځکه چې د دوی د تأييد او رد معيار اشخاص وي او سياسي اشخاص کله هم د يو مصلحت په خاطر په خپلو موقفونو کې تغيير کولی شي او فرد مِحوره اشخاص مجبور وي ...
نور ولوله

د اولاد په نظرياتو جوړونه کې د مور او پلار ستره ونډه وي

موږ ته به مور ويل چې که چيري تاسې د خپلو کور ودانو ښه تعامل ونکړ زه تاسې نه بښم، همدا خبره موږ لپاره ډير څه وو، د بد تعامل يو ستر مانع وو . که چيري له وړوکوالي څخه په ماشوم کې پاکي ، حيا داري، غيرت او د خويندو ميراث ورکولو روحيه اچول کيږي، يا کم از کم تر بلوغت پورې په کال کې فقط يو يا دوه ځل درس ورکول کيږي نو دا به د ماشومانو په ذهنيت سازي کې ستر رول ولوبوي . ...
نور ولوله

د فقر او مالدارئ اړوند هغه غلط فهمي چه باید تصحیح شي

وایی فلانی مشهور عالم داسی وایی:  ( د ارتدا د له ټولو زیات لامل فقر او تنگدستي ده. مامخکې د مسلمانانو لپاره فقر خوښاوه او اوس ورته مالداري خوښوم ځکه مخکې خلک دمالداری له وجهې ګمراه کیدل او او اوس د فقر له وجهې). ما ویل : فکر نه کووم چه دقیقا یی داسې ویلي وي، او که ویلي یی وي نو: اول هم غلط شوي وو او دوهم هم غلط شوْې دې، نه رسول الله صلی الله علیه وسلم او نه صحابه وو او نه کوم معتبر عالم ویلی چه فقر ښه شی دی او یا یی له الله تعالی د فقر سوال کړې وي او یا یی ارمان کړې وي چه کاش زه فقیر ووم، بلکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له فقره پناه غوښتی ده،  فق...
نور ولوله

موسمي تغیر او کشت او کرونده

محمد همايون کاسي   د اپرېل مياشت پر ختمېدو ده، او په وردګو کې واوره شوې ده. دغه مسومي تغیر به ډېر تاوانونه له ځانه سره راوړي. سږ کال يې د جنوبي، شمالي پښتونخوا او د بلوڅانو د وطن زراعت ته هم لويي زيات رسولى دى. دا بې وخته بارانونو، واورو او ږلۍ به هتمن په آزاد وطن کې هم تاوانونه رسولي وي. د افغانستان په کومو کومو سيمو کې څومره تاوانونه رسولي دي که څوک حال راکړي مننه به يې وي? دغسې په پنجاب او سيند کې هم د ډېرو بدو سېلابونو خطر دى سږ کال. بله خوا د پنجاب حکومت به هر کال له کرونده ګرو څخ...
نور ولوله

خواسته های مهم محترم حکمتیار؛ مشروع و قانونی از مقام محترم امارت اسلامی حکومت سرپرست طالبان

خواسته های مهم محترم حکمتیار؛ مشروع و قانونی از مقام محترم امارت اسلامی حکومت سرپرست طالبان   از طرف محترم حکمتیار امیرحزب اسلامی افغانستان     - آزادی بیان حق مردم است. - تعین امام و ریس حق مردم است. - ازخرافات بنام دین ممانعت شود.!       14.         د بيان آزادي ته د يوې وجيبې او فريضې په سترگه وگورئ؛ .    الله تعالى ټول مؤمنان پ...
نور ولوله

د پخوا په نسبت دا ډير ښه انځور دی

حاجي يوسف   د تیر جمهوریت دور کې د اولس کرکه له غیرواقعي او جعلي قهرمانانو عکسونو څخه راتله په هر ځای کې دا د درواغو قهرمانانو عکسونه نصب وو. د تعجب خبره داوه چې: ډاکتر نجیب الله د کمونستانو او خاد رئیس او د احمدشاه مسعود د شمال ائتلاف او د شورای نظار رئیس (دواړو ته د شهید لقب لیکل کیده) چا چې د شوروي عساکرو او امریکا یرغلگرو نوکري کوله شهید ؟ نو بیا هغو مجاهدینو او رهبرانو، چې د یرغلگرو په وړاندې دفاع کوله د هغوی لقب به څه وو؟ یقینا اصلي د شهید لقب د همدغو مخلصو مجاهدینو حق وو او دی. زمونږ ایمان دی چې باطل تل سرنگون او ...
نور ولوله

واقعي رهبر؛ رهبر په شېدو کې د پېروي په څېر دی

مثلاً: يوه ترافيکي پېښه کېږي، ټول خلک منډي راوهي تر څو وګوري چې څه پېښ شوي؟ او غواړي ننداره يې وکړي. خو؛ په همدې وضعيت او د نندارحيانو په منځ کې يو ناڅاپه داسې څوک راپيدا کيږي چې دا وضعيت کنټرول او رهبري کړي. داسې چې؛ يوه ته وايي هلکه ته امبولانس ته زنګ ووهه! بل ته وايي پوليسو ته خبر ورکړه! او... بيا راځي په صحنه کې له نږدې د ټپيانو وضعيت ګوري او ارزوي يې. يوې ډلې ته وايي؛ تاسو د سرک له منځه ټپيان ګوښې ته کړﺉ! بلې ته وايي ټپيانو ته اوبه ورکړﺉ! او... اوس ستاسې پر آند: دلته دغه شخص ته چا دا صلاحيت ورکړ چې ياد کارونه ترسره کړي؟ ځواب واضح دی، چې هېڅ‌چا هم نه، بلکې د ياد شخص په داخ...
نور ولوله

طلوع تلويزېون د موبی ګروپ مطبوعاتي څانګه اصلي مرکز په (اسرائيلو) کې دی

طلوع تلويزېون په افغانستان کې د موبی ګروپ مطبوعاتي یوه څانګه ده د موبي ګروپ اصلي مرکز په (تل ابیب ) کې دی او هر څه له تل ابیب نه کنټرول کیږي. ‏ښه مې په یاد دي، د جمهوریت په وخت کې د طلوع تلویزیون رئیس په خپله اعتراف کاوه چې موږ ته د نړۍ استخباراتو په ملینونو ډالر را کول چې د ح اا پر ضد منفي تبلیغات خپاره کړو، څه چې راته ویل کیدل هماغه کار مو کاوه. اما نن د نړۍ هماغو استخباراتو پر موږ باندې ډالر بند کړي دي او د ح اا په اړه منفي او دروغجن تبلیغات نه کوو. ‏نو خبره مې دا کوله چې داسې نه چې طلوع تلويزیون ته د (تل ابیب) نه امر شوی اوسي چې که د ح اا بریا تلويزیون سمدستي بند نه کړو بیا مو په افغانستان کې خیر نشته! ‏زه...
نور ولوله

رښتيا هم نړۍ کې تر پوهاوي غوره شی او تر جهالت پورته ګناه نشته

یو کوچنی هلک په منډه د شیوانا (د اسلام څخه مخکې ایراني مفکر) ته راغی او ویې ویل: مشره! زما مور پریکړه کړې چې د مندر د پادري په غوښتنه زما کوچنۍ معصومه خور د لوی بت په پښو کې حلاله کړي. مهرباني وکړئ، ژوند يې وژغورئ!  شیوانا سمدستي له هلک سره مندر ته ورسیده او ګوري چې ښځې (مور يې) د وړې نجلۍ لاسونه او پښې په رسيو تړلي دي، پر سترګو يې ورته پټۍ ايښې ده او هغه ورته چاقو په لاس پر سر ولاړه ده.  د ښځې شاوخوا ډېر خلک راټول شوي دي او د بت‌خانې کاهن په غرور سره د بت‌خانې مخې ته پر یوې لویې ډبرې ناست دی او دا هر څه څاري.  کله چې شیوانا ښځې ته نږدې شو، ویې لیدل چې له خپلې لور سره بې حده مینه لري او په مکرر ډول ...
نور ولوله

حملهء ایران بر اسرائیل در پرتو فقه سیاست شرعی

مناسب دیدم تا نکات کوتاهی را در این باره برشمرم. 1: مقدمه: ربطِ فهم من از رویداد دیشب به فقه سیاست شرعی، یک برداشت شخصیی من است، و عبارت از درکِ راجح نزد من است، و به معنای یک حکم وجزم ویقین نیست، زیرا این احتمال بسیار وجود دارد که درکِ من در این باره خلاف مقتضیاتِ فقه سیاست شرعی بوده باشد. این را برای این تذکر دادم که دروازهء بحث وتفکر در همچو موضوعات باز است و جزم گرایی در این باره معقول نیست. 2: موضوع : برای هیچ مسلمان عاقلِ سنّی پوشیده نیست که حکومت ایران لا اقل در یک دههء اخیر شدیدا در تخریب چند دولت مسلمان سنی نشین نقش داشت،پایتخت...
نور ولوله

بحثی در امتداد موضوع تقابل ایران واسـرائیل

عقیدهء اهل سنت والجماعت و عقیدهء مرجفة بحثی در امتداد موضوع تقابل ایران واسـرائیل مرجف شخصی را میگویند که  اخبار فتنه واخباری را که ضعف مسلمین را در عرصهء پیکار نشان بدهد نشر میکند واخبار وی موجب پراگندگی صف مسلمین میشود، وموجباتِ ضعف مسلمین وموجباتِ قوت کفّار محارب را فراهم میسازد. مُرجف در آیت 60 سورهء احزاب در ردیف منافقین ذکر شده است و در آیت 61 همان سوره، ملعون توصیف شده است.(لئن لّم ینتهِ المنافقون واللذین فی قلوبهم مرضٌ والمُرجفونَ فی المدینة لنغرینک بهم ثم لایجاورنک إلاّ قلیلا)(ملعونین)الآیة 61سورهء الاحزاب. از نظرِ عرف بین المللی، دولتهای جهان در برابر مرجف قوانین سختی دارند.و مرجف را حتی از تصدی مناصب دولتی خود محروم می س...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک