No-IMG

د فقر او مالدارئ اړوند هغه غلط فهمي چه باید تصحیح شي

وایی فلانی مشهور عالم داسی وایی:

 ( د ارتدا د له ټولو زیات لامل فقر او تنگدستي ده.

مامخکې د مسلمانانو لپاره فقر خوښاوه او اوس ورته مالداري خوښوم ځکه مخکې خلک دمالداری له وجهې ګمراه کیدل او او اوس د فقر له وجهې).

ما ویل :

فکر نه کووم چه دقیقا یی داسې ویلي وي، او که ویلي یی وي نو:

اول هم غلط شوي وو او دوهم هم غلط شوْې دې، نه رسول الله صلی الله علیه وسلم او نه صحابه وو او نه کوم معتبر عالم ویلی چه فقر ښه شی دی او یا یی له الله تعالی د فقر سوال کړې وي او یا یی ارمان کړې وي چه کاش زه فقیر ووم، بلکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له فقره پناه غوښتی ده،  فقر خوښول نه ددین او نه د عقل غوښتنه ده، فقر د انسان دنیا ته ښکاره تاوان رسوي، او د آخرت د تاوان خطر هم پکې شته دې.

یعنی نه فقر په خپل ذات کی ښه یا بد صفت دی او نه مالداري، بلکه داوړه د انسان په عمل پوری اړه لری چه د فقر او مالدارئ په حالت كی به یی کوی، په دی معنی چه : که په فقر مبتلاء شو نو صبر به کوي، او که په مالدارئ مبتلا شو نه شکر به کوی، په ډیرو زیاتو حدیثونو کی د هغه مالدار او مال ستاینه راغلی ده چه له حلالې لارې ګټل کیږی او په حلاله او د الله تعالی په لاره کی مصرفیږي. والعکس بالعکس، که د لیکنې د اوږدیدو ویره نه وای نو داسې احادیث به می لیکلې وای چه هر چا به د مالدارئ ارمان کړې وای.

او دوهمه خبره یی پدی غلطه ده چه فقر په خپل ذات کی کله هم حتی د ګناه سبب هم نه کیږي کفر خو لا پریږده.

په يو صحيح حديث كي راځي چه : ( فوالله ما الفقر أخشى عليكم، ولكن أخشى عليكم أن تبسط عليكم الدنيا، كما بسطت على من كان قبلكم، فتنافسوها كما تنافسوها، وتلهيكم كما ألهتهم): په یو بل متفق علیه حدیث کی راځی چه ( وإني لست أخشى عليكم أن تشركوا، ولكني أخشى عليكم الدنيا أن تنافسوها).

اسلام د اعتدال او وسطيت دين دې، نه پکی د مال بندګي شته او نه دمال او دنیا سره دښمني، او ددغی اعتدال عامه قاعده دغه آیت شریف دي چه ( وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا).

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک