د مقدسي زمکي داعیه یوازي د هغه ځای د اوسېدونکو نه بلکي د بشپړي اسلامي نړۍ قضیه ده
د مقدسي زمکي داعیه یوازي د هغه ځای د اوسېدونکو نه بلکي د بشپړي اسلامي نړۍ قضیه ده؛ په پاکستان کي دا ستر مسؤلیت جماعت اسلامي او په رأس کې اسلامپال سناتور مشتاق احمد صاحب په غاړه اخیستی دئ؛ په تېرو ټاکنو کي ئې د همدې ستر خدمت سزا ولیده؛ البته موږ په دې اړه ډېر خاموش او بې تفاوته پاته سوي یو...
د لاریونونو رابلل او د ملتونو لخوا احتجاج ریکارډ کول یو مثبت اقدام دئ؛ ځیني به دا کار یوازي د جمهوریت غوښتونکو کار گڼي؛ دا صحیح ده چي لاریونونه او له همدې سوله ییزي لاري د حقوقو غوښتنه د جمهوري نظامونو ابتکار دئ؛ خو لاریونونه کول د یوه ویښ او سنجیده ملت او دولت اصلي ښکلا ښيي؛ په هر صورت پر داخلي مسائلو د دولت قوانین باید مراعات سي اما د بهرنیو قضایاو په اړه بیا باید دولت یو څه نرمي وښيي او داسي لاریونونو ته آزادي ورکړي ولو که د هغوی شعارونه او تگلاري سانسور هم کړي څه باک نسته. له سانسور نه مراد دا چي څوک د دې اسلامي قضیې تر عنوان لاندي خپل سیاسي مخالفتونه ونه ځلوي.
دا پر نړئوالو قوتونو د فشار یوه ذریعه ده او د مظلومانو پر ژورو زخمونو د مرهم ايښودل. د أردن او یمن ستر لاریونونه د ستایني وړ دي؛ د امت زمري هم ستایلي او هم ئې د جاري ساتلو سپارښتني ورته کړیدي؛ هغوی ئې گټي درک کړيدی؛ خو موږ چي نه په مسلمانۍ، نه په غیرت او نه په غرور کي تر ځان لوړ څوک وینو د دغسي اقداماتو نه یوازي دا چي ملاتړ نه کوو بلکي منع کوو ئې چي دا نامناسب کار دئ. یا په دې اړه له مطلق غفلت څخه کار اخلو او په یو څو مختصرو اعلامیو دا ستر مسئولیت له غاړي ساقط کوو؛ تر موږ افریقايي او ځیني اروپایي هېوادونه ډېر کار کوي؛ په داسي حال کي چي امکانات ئې تر موږ ډېر زیات نه دي. دولت که نورو گوندونو ته د مقدسي زمکي په ارتباط د لاریون کولو اختیار نه ورکوي نو حدِاقل خو دي خپله هره اوونۍ د جمعې په ورځ ستر ستر لاریونونه او اعتراضي غونډي دائروي تر څو مظلومان مو لږ تر لږه د یوازیتوب احساس ونکړي؛ او دښمن په دې پوه سي چي اسلامي امت ژوندی دئ؛ ځیني واکمنان به پلورل سوي وي او ځیني به کمزوري وي؛ خو مسلمان ملتونه تر حق په هیڅ صورت نه تېريږي.
د مظلوم ملت له مشرانو سره د افغان دولت د مسئولینو لیدل ډېر مثبت کار وو؛ دا کار باید جاري وساتل سي تر څو هغوی ته انصاف نه وي ورکول سوی... رب تعالی دي د محترم مشتاق احمد صاحب زحمتونه هم قبول کړي؛ الله تعالی دي د مظلومانو حامي او ساتونکی سي؛ رب تعالی دي موږ ته انصاف راکړي. آمین
