خواسته های مهم محترم حکمتیار؛ مشروع و قانونی از مقام محترم امارت اسلامی حکومت سرپرست طالبان
خواسته های مهم محترم حکمتیار؛ مشروع و قانونی از مقام محترم امارت اسلامی حکومت سرپرست طالبان
از طرف محترم حکمتیار امیرحزب اسلامی افغانستان
- آزادی بیان حق مردم است.
- تعین امام و ریس حق مردم است.
- ازخرافات بنام دین ممانعت شود.!
14. د بيان آزادي ته د يوې وجيبې او فريضې په سترگه وگورئ؛ .
الله تعالى ټول مؤمنان پرې گمارلي؛ دعوت الى الخير، امر بالمعروف، نهي عن المنكر الهي وجائب دي، هيڅوك ئې د تعطيل او لغو كولو حق نه لري.
موږ مسلمانان په هر كلي كي جومات او په هغه كي محراب او منبر لرو، منبر د دعوت او حق ويلو لپاره دئ او محراب (د حرب او جنگ مورچل) له هر باطل سره د مقابلې سنگر دئ. هغه امام چي له حق ويلو ډډه وكړي؛ وجه ئې وېره يا طمع وي،
په هغه پسي لمونځ كول جائز نه دي او هغه واكمن چي د مؤمنانو او حقپالو د خولو تړلو هڅه كوي يو ظالم واكمن دئ.
د حق خبري په اورېدو سره چي د چا كبر تحريك شي هغه دي پوه شي چي كبر د زمكي پر سر لومړۍ ستره گناه ده چي عامل ئې هغه شيطان وو چي الله تعالى ورټلو او له خپل رحمت ئې مأيوس كړ. عمر رضي الله عنه فرمايي: الله تعالى دي پر هغه چا رحم وكړي چي موږ ته كومه لارښوونه وكړي!!
همدا راز په خپلي خطبې كي ئې ويلي: كه تاسو موږ ته مشوره رانه كړئ او موږ ستاسو مشوره ونه منو نه په موږ كي خير شته او نه په تاسو كي.
15. نااهله او د لمونځ كوونكو له خوښي او موافقې پرته امامان ټاكل بدي پايلي لري؛
له جوماتونو د خلكو مخصوصاً د نوي نسل د فرار او نفرت او له معنوي پلوه د جوماتونو د تخريب باعث كېږي؛
حق ويوونكي ترغيب او حمايه كړئ؛ د قرآن دا لارښوونه په پام كي ولري چي فرمايي:
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ 114 البقرة
او تر هغه چا به ستر ظالم څوك وي چي د الله په جوماتونو كي د الله د نوم د يادولو مخنيوى او يا ئې د ورانولو هڅه كړې، دوى خو هغه دي چي نه ښايي (جوماتونو ته) داخل شي مگر وېرېدونكي، په دنيا كي ورته سپكاوى دئ او په آخرت كي دوى ته ستر عذاب.
د جومات اصلي دښمنان هغه دي چي پر منبر د حقپالو خطيبانو او داعيانو د ويناوو مخه نيسي، منبر د هغو په واك كي وركوي چي خرافات خپروي، اسلام ته د قرآن، حديث، عقل او علم خلاف داسي څه منسوبوي
او په جوماتونو كي داسي گنده او مسخره حركات كوي چي د قريشو مشركينو به په حرم كي او د كعبې خوا ته كول
او قرآن د هغوى په اړه فرمايي:
وَمَا كَانَ صَلاتُهُمْ عِنْدَ الْبَيْتِ إِلا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ 35 الأنفال
او د بيت الله خوا ته د دوى لمانځنه (او عبادت) له شپېلكي او چكچكو پرته بل څه نه وي، نو په سبب د هغه كفر چي تاسو كولو دا عذاب وڅكئ.
هغه امامان او خطيبان مه بدلوئ
او د خپلي خوښي كسان ئې پر ځاى مه گمارئ چي جهادي سابقه لري او خلك ئې د همدې سابقې له كبله خوښوي؛
دا د ولس حق دئ چي څوك د امام او خطيب په توگه غوره كوي؛ د خلكو دا شرعي حق مه سلبوئ.
