No-IMG

رښتيا هم نړۍ کې تر پوهاوي غوره شی او تر جهالت پورته ګناه نشته

یو کوچنی هلک په منډه د شیوانا (د اسلام څخه مخکې ایراني مفکر) ته راغی او ویې ویل: مشره! زما مور پریکړه کړې چې د مندر د پادري په غوښتنه زما کوچنۍ معصومه خور د لوی بت په پښو کې حلاله کړي. مهرباني وکړئ، ژوند يې وژغورئ!

 شیوانا سمدستي له هلک سره مندر ته ورسیده او ګوري چې ښځې (مور يې) د وړې نجلۍ لاسونه او پښې په رسيو تړلي دي، پر سترګو يې ورته پټۍ ايښې ده او هغه ورته چاقو په لاس پر سر ولاړه ده.

 د ښځې شاوخوا ډېر خلک راټول شوي دي او د بت‌خانې کاهن په غرور سره د بت‌خانې مخې ته پر یوې لویې ډبرې ناست دی او دا هر څه څاري.

 کله چې شیوانا ښځې ته نږدې شو، ویې لیدل چې له خپلې لور سره بې حده مینه لري او په مکرر ډول یې په غیږ کې اخلي او ښکلوي يې، خو له دې سره سره بيا يې هم غوښتل چې د معبد د بُت د رضا لپاره يې قرباني کړي.

 شیوانا ترې وپوښتل چې ولې غواړي خپله لور قرباني کړي؟

ښځې ځواب ورکړ، غواړي چې په دې قربانۍ يې د ژوند ستونزې د تل لپاره ختمې شي.

شيوانا ترې وپوښتل، نو ولې د دې کار لپاره خپله کوچنۍ لور قربانوې؟

ښځې ورته وويل: د بت‌خانې کاهن راته ويلي دي چې د دې کار لپاره د بت پښو ته بايد هغه څوک قرباني کړم چې پر ما ډېره ګرانه وي او دا زما همدا لور ده چې ډېره زياته راته محبوبه ده.

 شیوانا وخندل او ویې ویل: خورکۍ تېروتلې يې، دا نجلۍ خو تا ته تر ټولو ګرانه نه ده، د غلط انسان انتخاب دې کړی دی، هغه څوک چې تا ته تر ټولو ډېر ګران دی، هغه دغه کاهن دی چې پر تیږه ناست دی، دا درباندې دومره ګران دی چې حتی د ده په خاطر غواړې خپله وړه او بې ګناه لور دې ووژنې... د بت‌خانې دا بت احمق نه دی، هغه دې پېژني چې د غلط شخص انتخاب دې کړی دی، هغه څوک چې پکار دی دلته يې قرباني کړې، د بت خانې کاهن دی، ګنې لور به دې حلاله کړې، خو ستونزې به دې هماغسې پاتې وي!

 له لږ سوچ وروسته ښځې د نجلۍ (لورکۍ يې) لاسونه او پښې خلاصې کړې، لور يې په غېږ کې ونيوله، ښکل يې کړله او بيا له چاقو سره يې د پادري (کاهن) لور ته منډې کړلې، خو هغه لا دمخه له بت خانې وتلی او په تېښته بريالی شوی و.

پند:

له دې واقعې دوه خبرې زده کولی شو:

 ۱- رښتيا هم نړۍ کې تر پوهاوي غوره شی او تر جهالت پورته ګناه نشته.

 ۲- هغه ورځ چې خلک د خپلې ټولنې پادریان (مذهبي مشران) ښه سم وپیژني نو ډېرې ستونزې به يې خپله حل شي!!

ژباړه

ستونزې

حل لاره

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک