موسمي تغیر او کشت او کرونده
محمد همايون کاسي
د اپرېل مياشت پر ختمېدو ده، او په وردګو کې واوره شوې ده.
دغه مسومي تغیر به ډېر تاوانونه له ځانه سره راوړي.
سږ کال يې د جنوبي، شمالي پښتونخوا او د بلوڅانو د وطن زراعت ته هم لويي زيات رسولى دى.
دا بې وخته بارانونو، واورو او ږلۍ به هتمن په آزاد وطن کې هم تاوانونه رسولي وي.
د افغانستان په کومو کومو سيمو کې څومره تاوانونه رسولي دي که څوک حال راکړي مننه به يې وي?
دغسې په پنجاب او سيند کې هم د ډېرو بدو سېلابونو خطر دى سږ کال.
بله خوا د پنجاب حکومت به هر کال له کرونده ګرو څخه غنم اخستل. خو سږ کال د پنجاب نګران حکومت غنم را امپورټ کړي وو.
ځکه د پنجاب حکومت اوس هغومره غنم نه اخلي.
ځکه زميندارانو ته غنم پراته دي. او په خلاص مارکېټ کې بيعه د څلوېښت سېره غنمو خوا او شا درې زره کالدارو ته را ټيټه شوې ده.
يعنې د ګسانانو /کرونده ګرو له پاره لويي د تباهۍ بحران جوړ شوى دى.
پخوا به د پنجاب او سيند حکومتونو ضلعه بندي و لګوله. يعنې له يوې ضلعې له بلې ضلعې ته غنم نه شو تللى. او کرونده ګر به دا ته اړ وو، چې خامخا پر سرکار غنم خرڅ کړي.
سږ کال دا حال دى، چې غنم پراته دي. نه يې سرکار غواړي او نه په خلاص مارکېټ کې بيعه لري.
له افغانستان سره يې هم تجارت بند دى. نو هغه خوا ته هم غنم تر اوسه نه دي روان.
د پنجاب کرونده ګرو / زميندارانو ځکه غنم کرل، چې سرکار به په ښه بيعه ځينې اخستل. خو سږ کال که د سرکار دغه پالیسي وه. نو را روان کال به ډېر کم کرونده ګر غنم کري.
ځکه پاکستان به د غنمو له کمبوت سره مخامخ کېږي او بيا به له نورې نړۍ څخه غنم اخلي.
او لا به حکومت هتمن سږ کال تر اکتوبر لمخه اعلان کوي، چې حکومت به له کرونده ګرو بل کال غنم اخلي. نو بيا کېدلى شي چې کرونده ګر بيرته غنم و کري.
سږ کال هم د سرسوں/جانبو تخم چې کومو کرونده ګرو کرلى وو. هغه له ډېره تاوانه خلاص شو. کنې د غنمو والا تباه شو.
نګران حکومت بې وخته غنم امپورټ کړل، او دا بحران يې جوړ کړ. غنم په پښتونخوا دومره نه کرل کېږي. ځکه يې د پښتونخوا پر کرونده ګرو دومره اثر نه پرېوځي.
البته د پښتونخوا د کرونده بيا باغونو ته بې وخته ږلۍ او واورو بېخي زيات تاوانونه رسولي دي.
