د پخوا په نسبت دا ډير ښه انځور دی
حاجي يوسف
د تیر جمهوریت دور کې د اولس کرکه له غیرواقعي او جعلي قهرمانانو عکسونو څخه راتله په هر ځای کې دا د درواغو قهرمانانو عکسونه نصب وو.
د تعجب خبره داوه چې:
ډاکتر نجیب الله د کمونستانو او خاد رئیس او د احمدشاه مسعود د شمال ائتلاف او د شورای نظار رئیس (دواړو ته د شهید لقب لیکل کیده)
چا چې د شوروي عساکرو او امریکا یرغلگرو نوکري کوله شهید ؟
نو
بیا هغو مجاهدینو او رهبرانو، چې د یرغلگرو په وړاندې دفاع کوله د هغوی لقب به څه وو؟
یقینا اصلي د شهید لقب د همدغو مخلصو مجاهدینو حق وو او دی.
زمونږ ایمان دی چې باطل تل سرنگون او نسکور دی.
د تیر شل کلن جمهوریت او قومي استبداد دور کې د شورای نظار لنډغرانو او پای لچکو لخوا،
د شورای نظار رئیس احمدشاه مسعود عکس په هر ځای نصب شوی وو حتی د وزارتونو، چهاراهی، میدان هوایی، ولایتونو، ولسوالی، دفاترو، ریاستونو، جوماتونو، فحاشو خانو، شراب خانو، تشنابونو، سفارتونو، د غلا موټرو، د قاچاقو موټرو، د اختطافو موټرو، د مخدرو موټرو د اکثریت جنایاتکارانو په مخ او شا نصب وو، او همدی عکسونو تر چتر لاندې په بیچاره او مظلوم اولس باندې ظلم کاوه.
د جمعیت یو مشر دا خبره کوله چی د احمدشاه مسعود د تاجکانو رهبر د مړي عکس هم باید سل کاله حکومت وکړي.
الحمدلله دا د عکس پرستی او جعلی قهرمانانو عکسونو نصبول دور د تل لپاره ختم شو.
یقینا د افغانستان مجاهد اولس د داسې جعلي او درواغو قهرمانانو انځورونو څخه استفراق راځي.
ځکه استفاده جو او چالاکو غلو د جعلي قهرمانانو عکسونو څخه بده استفاده کوله، پولیس، ترافیک او نور اړونده اداره مشرانو به د ویری جرأت نشو کولای چې اصولي اجرات وکړي.
کیدای شي ځینې محدودو کسانو به اخلاص او د مینې اظهار کولو لپاره عکس نصب کړی وي.
خو اکثریت د شوم نیت خاوندان وو.
ښه شو چی دا جعلي فرهنگ د عکسونو او تقلبي قهرمانانو ختم شو.
د شورای نظار غلو او د هغوی دوستانو ته د زړه صبر غواړو.
