واقعي رهبر؛ رهبر په شېدو کې د پېروي په څېر دی
مثلاً: يوه ترافيکي پېښه کېږي، ټول خلک منډي راوهي تر څو وګوري چې څه پېښ شوي؟ او غواړي ننداره يې وکړي. خو؛ په همدې وضعيت او د نندارحيانو په منځ کې يو ناڅاپه داسې څوک راپيدا کيږي چې دا وضعيت کنټرول او رهبري کړي. داسې چې؛ يوه ته وايي هلکه ته امبولانس ته زنګ ووهه!
بل ته وايي پوليسو ته خبر ورکړه! او...
بيا راځي په صحنه کې له نږدې د ټپيانو وضعيت ګوري او ارزوي يې. يوې ډلې ته وايي؛ تاسو د سرک له منځه ټپيان ګوښې ته کړﺉ!
بلې ته وايي ټپيانو ته اوبه ورکړﺉ! او...
اوس ستاسې پر آند: دلته دغه شخص ته چا دا صلاحيت ورکړ چې ياد کارونه ترسره کړي؟
ځواب واضح دی، چې هېڅچا هم نه، بلکې د ياد شخص په داخل کې رهبرانه ځانګړنو هغه ته دا واک او اختيار ورکړ، چې وضعيت کنټرول او مهار کړي او دا لارښوونه يې ورته وکړه، چې څه ډول مخته لاړ شي.
او په پای کې همدا جرأتمندانه ځانګړنې او رهبرانه مواقف د دې لامل وګرځي چې د پېښې ځای کې راټول خلک د هغه لارښوونو ته غوږ ونيسي او ورسپارل شوي مسئوليتونه په ښه شکل ترسره او وضعيت په ښه شکل کنټرول کړي.
پورتنۍ فرضيې ته پر کتو؛ د يو واقعي او خواخوږي رهبر ځانګړنې بايد همداسې وي چې د يو بد وضعيت او پېښې د واقع کېدو او ليدو پر وخت د يو نندارچي نه، بلکې د يو لارښود پهڅېر رول ولوبوي او ټولنه پر سم لوري رهبري کړي.
پورتنۍ مقدمې ته پر کتو؛ دا چې زموږ په هېواد او ټولنه کې فعلي وضعيت پورتنۍ فرضيې ته ورته دی، نو اړ يو چې له دې وضعيته د وتو لهپاره د همداسې يو واقعي رهبر پر شا او خوا راټول شو. او که غواړو چې پهخپله ټولنه او هېواد کې دا وړ يو رهبر ومومو او دا وړ رهبرانه ځانګړنې او پر ملت له زړهسوي راټوکېدلي مواقف د عين اليقين تر څنګ د علم اليقين په سترګو هم مشاهده کړو، نو له شک پرته چې عيني تجسم به يې د ښاغلي حکمتیار په بڼه ګورو، نه د بل ښاغلي!! او تراشلي!! په څېره کې...!
واقعي_رهبر
