ليکنې

د جنگ حالت او دومره اطمینان څه شی ښيي؟!

د خبیث قوم یو جنگیالی پر هغه سمېټي دېوال مطمئن ناست دئ چي مصر او مقدسه زمکه سره جلا کوي؛ ده خپله شا مصري پوځ ته اړولې ده او دا ښيي چي له هغوی څخه ده ته هیڅ خطر متوجه نه دئ. دا تصویر د غدر، خیانت، ذلت و رسوايۍ یو تور تاریخ بیانوي. د استعمار پر کرښو ایمان ساتونکي باید له دې خبر سي چي کلابنده سیمه (غ ز ه) تر ډېره وخته د مصر په ولکه کي پاته سوېده؛ دلته مصر حکومت کوی؛ غالباً تر ۱۹۵۶م پوري دا د مصر تر واک لاندي پاته سوېده. دا خبره ځکه کوم چي د وطنیت بت ته پر سجده پراته سیکولران کله نا کله داسي دلیل وايي چي مصر به ولي دې جگړي ته را وړاندي کېږي؟! دوی له دې احساس څخه شرمنده دي چي ټول غرب له خبیث قوم سره ولاړ دئ خو په اسلامي نړۍ کي ه...
نور ولوله

د صرافیو شرکتي جواز؛ د دې سیسټم د اِصلاح کولو هڅه او که ظلم؟!

دا لومړی ځل نه دئ چي د صرافیو په ارتباط اوسنی نظام فیصلې صادروي؛ تېر ځل دا حکم صادر سوی وو چي د صرافۍ لپاره د نوي جواز اخیستلو شرایط دا دي چي پنځه میلیونه افغانۍ د ضمانت په توگه د افغانستان بانک ته ورکړي او د کاروبار لپاره باید ۵۰-میلیونه افغانۍ ولري. هغه خلک چي په خپله اداره یا څانگه کي ماهر نه وي له هغوی تل دې ته ورته تېروتني صادريږي. ایراني چارواکو چي کله انقلاب راوستی ډېري ستري تېروتني ئې وکړې؛ بې تجربې مأمورینو ته ملت او هېواد یوه تجربه گاه وي؛ دوی خپله پر دغسی کړنو اعتراف کړیدئ؛ لوړ پوړو مأمورینو ئې ویلي چي په میاشتو میاشتو موږ نه پوهېدلو چي ادارو ته د څه لپاره راځو او باید څه وکړو؟! دلته هم ورته کیفیت ښکاري؛ دا ځل د ایرانیانو په وینا (بِلا تشبېه) موشهای آزمایشي صرافان دي...  ...
نور ولوله

د اسرائيلي قوم وحشتونو نړۍ د وجدان له عذاب سره لاس و گرېوان کړېده

د خبیث قوم وحشتونو نړۍ د وجدان له عذاب سره لاس و گرېوان کړېده؛ هر سالم انسان په دغه ستر بشري ناورین ځوریږي؛ ۷-اکتوبر نړۍ په ځانگړې توگه په غرب کي د مقدسي زمکي د قضیې په ارتباط نظریې بدلي کړي؛ له نیمي پېړۍ دروغو او پروپاگندو باوجود هم د امت زمریانو نړۍ ته واضح پیغام ورکړ چي حق څوک او باطل څوک دي؟! د آئرلېنډ د پارلمان غړی تھامس گولډ د مقدسي زمکي د رسمیت پېژندلو پر وخت په ژړغوني ږغ ووایي: "زه باوري یم چي د خبیث قوم لومړی وزیر به په جهنم کي وسوځي." د دې مقدسو عملیـ.ـاتو بې شمېره گټي موجودي وې؛ دښمن د مظلومانو له قتـ.ـلِ عام کولو پرته بله لاسته راوړنه نلري؛ ان شاء الله چي فتح نږدې ده؛ غرب او د هغوی مزدور عربان به تر دې...
نور ولوله

هر سړی یا اداره چي زما د وقار د غلا کولو هڅه کوي؛ هغه به تاواني (ناکام) سي

"هر سړی یا اداره چي زما د وقار د غلا کولو هڅه کوي؛ هغه به تاواني (ناکام) سي." نېلسن منډېلا د تونسي دیکتاتور قیس سعید په زندان کي تر یوه کال ډېره موده تېره سوه چي جناب استاذ راشد الغنوشي صاحب بې گناه زنداني دئ. د منډېلا وینا تل په حق رسېدلې؛ دغه ټول دیکتاتوران د تاریخ کثافت دانۍ ته ولوېدل خو په مقابل کي ئې اسلامپال جاودان (شهیدان) پاته سول. د جمال ناصر، صدام او قذافي واکمنۍ، نومونه او وجودونه له منځه لاړل خو شهید سید قطب رح او د ده په څېر نور مشران په تاریخ کي ژوندي او اتل پاته سول. دغو دیکتاتورانو تل له دغسي ځلېدونکو ستورو سره حسد کړی دئ؛ د هغوی شهرت او دروند وقار تل د دوی د سترگو ازغی ثابت سوی. د همدې وقار د لوټلو او د دغو اتلانو د توهین کولو هڅ...
نور ولوله

جنگي جنایت

ملعون قوم د نړۍ ټول نړئوال اقدار او د گلوبلائزېشن دروغجن شعارونه لیلام کړل؛ دا یو ښه کار دئ... نړئوال باید دا درک کړي چي دا قوانین یوازي د دوی د محکوم ساتلو په موخه جوړ سوي نه د پرمختگ او سوله ییز ژوند کولو لپاره... دا ټول شعارونه د ظالم د تقویې او مظلوم د ټکولو او فقیر ساتلو حربې دي. دوی د نجات هیڅ قاطع اصول نلري. "د ملعون قوم خبیثو ځواکونو د کلابند ښار په شمال کي د جبـ.ـالیا په سیمه کي د ملگرو ملتونو ودانۍ ته اور ورته کړ." ټایمز آف اِزایـ.ل دا هم لیکلي چي: دوی اخطار ورکړی چي د ۳۰-ورځو په موده کي دي خپل دفتر خالي کړي. دا په منځنۍ سیمه کي د مظلومو کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو اداره ده. ...
نور ولوله

ټول عرب هېوادونه د صهیونسټي /امریکايي استعمار تابع دي

د نه منلو وړ حقیقت دا دئ چي ټول عرب هېوادونه په یو ډول یا بل ډول د سیونیـ.سټي/امریکايي استعمار تابع دي او هیڅ یو خپلواک عربي هېواد شتون نلري. له دوی د غیرت توقع داسي ده لکه له ابوجهل څخه اسلام ته د خدمت تمه. د خبیث قوم په منځ کي امریکایان په زغرده وايي: MBS د زمریانو په له منځه وړلو هیڅ نه خفه کېږي. همدا حقیقت دئ. دوی او ځینو نورو جاهلو جنابانو ته د الله تر دښمنانو اخوانیان ډېر بد ایسي؛ د خبیث قوم ملاتړ ته توجیه لټولی سي خو د اخوان (پر مقدسه زمکه جاري مقاومت) ملګرتیا ته نه. ...
نور ولوله

هغه وروڼه چې په ټولنیزو رسنیو کې د حبیب الله کلکاني او امان الله خان په اړه ښې او بدې کیسې شریکوي

‏له بده مرغه دوی د افغانستان جنوبي قومونو ته په ډېر مهارت سره سپکاوی کوي. راځئ چې دا قومي او سیمه ییزه ستونزه له دې لارې حل کړو، ‏که حبیب الله کلکاني ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم خادم ویل کیږي، ‏نو دا جرأت او جسارت هم باید په ځان کې پیدا کړو چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد او شیخ هبت الله اخونزاده هم خادمان د رسول الله صلی علیه وسلم باید ومنل شي؛ ‏بیا ولې د شیخ هبت الله اخندزاده  په مقابل کې د بغاوت او مقاوت لاره مو اختیار کړې؟ ‏موږ څومره مظلوم او بې وسه افغانان يو چې شپه او ورځ د پرديو په اشاره د تېر تاريخ په اړه درواغجن او د پرديو په لاس لیکل شوي کیسې او داستانونه بيانوو، ‏البته ډیر په شوق او ذوق د پرديو لخوا ليکل شوي کتابونه او تاريخونه هر...
نور ولوله

ایرلند، ناروی و اسپانیا به 142 دولتی پیوستند که دولت فلـسطینی را به رسمیت می شناسند

اعتراف سه دولت اروپائی به فلسطین. بعضی کشورهای اروپایی به دولت فلـسطین اعتراف کردند. ایرلند، ناروی و اسپانیا به 142 دولتی پیوستند که دولت فلـسطینی را به رسمیت می شناسند. برای وضاحت بیشتر در این موضوع بهتر است به چند نقاطی عطف توجه کنیم: اول اینکه این اعتراف یک اعتراف تقابل گرایانه با اسـرائیل نیست، بلکه در ضمن یک سلسله ادبیات سیاسی و فرهنگی درج میشود. در 15 نوامبر سال 1988 ویکسال بعد از انتفـاضهء اول فلـسطینیان برعلیه اشغال اسـرائیل، مرحوم یاسرعرفات رهبر سازمان آزادیبخش فلسطین تأسیس دولت مستقل فلـسطینی را که پایتخت آن بیت المـقدس باشد از الجزائر اعلان کرد، وهمان روز الجزائر آنرا ب...
نور ولوله

نوشته خانم نیکی هیلی بر روی بمب يهودی ها؛ فلسطينيان را محو کنید

دانی دانون سفیر سابق اسـراییل در سازمان ملل عکسی را در صفحهء اکس منتشر کرده است که نیکی هیلی را در حالی نشان میدهد که به اسـرائیل آمده و بر روی یک بمبی که قرار است ارتش یـهودی آن را بر فراز فلسـطینیان پرتاب کند مینویسد: آنان را محو کنید". خانم نیکی هیلی یکی از اعضای فعال حزب جمهوری امریکا است و یکی از نامزدهای انتخابات ریاست جمهوری امریکا بود که در نمایندگی از حزب جمهوری با دونالد ترامپ رقابت داشت،اما ترامپ در رقابت درون حزبی برنده شد. خانم هیلی در اظهاراتی با رادیوی ارتش اسـرائیل و در اثنای تفقد شهرک های اشغالی،گفته است: من میدانم اکثریت ملت امریکا طرفدار اسـرائیل هستند. این در حالیست که آمار کشته ها و زخمیان فلسطینی...
نور ولوله

کله چې د مسلمانانو مشر ښه په نره د مسلمان اُمت دفاع خپل اسلامي مسئولیت او فریضه ګڼي

کله چې تاسو یو ملي او د مسلمانانو ستر مشر وګورئ چې تل ارامه، په زړه پورې مهربانه او د خپل‌مينځي جګړو، اختلافاتو او شخړو څخه ډډه کوي، د قدرت او مقام پر ځای د حق په صف کې ښه په نره دریږي او د خپل هیواد او مسلمان اُمت دفاع خپل اسلامي مسئولیت او فریضه ګڼي. دا په دې معنی چې دا ډول مشران د هیواد داخلي او د نړۍ سیاستونه، پالیسۍ او توطئې ښه په غور سره څاري او هر څه تعقیبوي. حتی د هیواد راتلونکی حالت ورته د لمر په څېر روښانه ښکاریږي!  ‏البته ځیني وخت همدغه ویاړلي مشران د هیواد او د مسلمان اُمت لويو ارمانونو او اهدافو لپاره خاموش او غلي پاتې کیږي. دا ځکه چې دوی پوهیږي چې د اسلام او هیواد اصلي دښمنان په کمین کې ناست دي او له بده مرغه یو شمیر د کمعقلو، ناپوه مسلمانانو له احساساتو او جذباتو نه ډیر په اسان...
نور ولوله

د جوبايډن څرګندوني او د افغانانو غبرګونونه !

قاضي محمد نذير حکيم   د امريكا ولس مشر جوبايډن تيرى (پنجشنبې) ورځ د کنيا له ولس مشر سره په يو ګډ خبري کنفرانس کي د يو خبريال ددې پوښتني په ځواب کي، چي امريكا له افغانستانه خپل پوځونه وويستل خو اوس کنيا هيواد هڅوي تر څو يو لري پراته هيواد (هايټي) ته خپل پوځونه واستوى، واشنګټن ولي داسي دوه ګونې چلند کوي؟؟ هغه دخبريال دي پوښتني ته داسې څرګندونې وکړي 1- افغانستان د امپراتوريو په هديري مشهور دي ـ 2. افغانان سره متحد ندي شوني ده چي سره متحد او يو شي ـ 3 . د اسلامي دولت (داعش) ځپلو لپاره د افغانستان له اشغال پرته نوري لاري چارى هم شته چي په خبره يې داعش وسلواله ډله له ميځه يوسي ـ جوبايډن د خبريال يوې پوښتني ته درې ځوابونه ورکړي دي، زه هم غواړم د جوبايډن په څرګندونو ل...
نور ولوله

د نتن یاهو د جګړې کابینه د غزې په مدیریت کې پوره ناکامه ده

  ‏صهیونستي رژیم په غزه کې ځمکنیو عملیاتو لپاره دوه اهداف ټاکلي ؤ: ‏۱ د حماس نظامي ساختار، حکومتي چارچوب، تونلونه او شتمنۍ له منځه وړل. ‏۲ له حماس سره د صهیونستي رژیم بندیان را خلاصول.   ‏له جګړې ۲۳۳ ورځې وروسته: ‏۱ نن حماس په غزه کې روانې معرکې تر څنګ د صهیونستي رژیم په زړه تاریخي ګزار وکړ. له دومره مودې وروسته په داسې سخته جکړه کې له رفح څخه دې وار د صهیونستي رژیم پښې ولړزولې. حماس وتواند چې یهوادان د خپل رژیم په قدرت بې باوره کړي. حماس سیمې او نړې ته دا هم په ډاګه کړه چې د معادلې اساسي لوبغاړي دوی دي. دا ټول د دې څرګند مثال دی جګړه د حماس ...
نور ولوله

د سوډان کورنۍ جگړه داسي حالت ته روانه ده چي ستر بشري ناورین زېږولی شي

په سوډان کي دوو ښکر په ښکر سویو غوایانو (جنرال عبدالفتاح البرهان - جنرال حمیدتي) بلا تشبیه قیامت جوړ کړی دئ؛ همغه وحشت چي مقدسه زمکه ئې شاهده ده سوډان ئې هم پر خپله سینه زغمي. د سوډان کورنۍ جگړه داسي حالت ته روانه ده چي ستر بشري ناورین زېږولی سي؛ د عربانو دوو سترو عیاشو کورنیو د دې جگړي لمبې بلي ساتلي دي؛ همدوی د حمیدتي په څېر یوه اجرتي قاتل او اجیر او جعلي جنرال ملاتړ کوي او هغه ته بې حسابه پیسې ورکوي تر څو هغه د سوډان پر شتمنیو حاکمِ مطلق سي او بیا له هغه ځای څخه نوموړی د ځان لپاره د ناروا شتمنۍ ذریعه برابره کړي او خپل جنگیالي بیا د تل لپاره د همدغو مردودو کورنیو د بقاء او ساتني لپاره په خلیج کي وجنگوي. سوډان د سوډان د ستونزي تفصیل په لاندیني و...
نور ولوله

چې څو په قرآن کريم ځانونه پوه نه کړو، اوسنی حالت مو مثبت تغيير نه شي موندلی

زه باوري يم چې څو په قرآن کريم ځانونه پوه نه کړو، اوسنی حالت مو مثبت تغيير نه شي موندلی په قرآن کريم د پوهېدلو لپاره اړينه ده چې د قران کریم ځانګړي مصطلحات د قرآن کريم په تعبير او تفسير سره زده کړو، دا ځکه چې د ټول اسلامي امت د مفسرينو په دې اتفاق دی چې د قرآن کريم تر ټولو دقيق او صحيح تفسير تفسير القرآن بالقرآن دی. او په قرآني تعبير او تفسير د قرآني مصطلحاتو د پېژندلو لپاره مناسبه تګلاره بيا دا ده چې د هرې قرآني اصطلاح وړاندې او وروسته آيتونه او موضوعات په دقت سره ولوستل شي او همدا رنګ په مجموع کې د دغو مصطلحاتو د ذکر کېدو ټول موارد يو د بل تر څنګ کېښودل شي. که دا کار وشي نو باور وکړئ چې د قرآن کريم په زده کړه او د قرآن کريم په تفاسيرو کې د علماء کرامو د مختلفو اقوالو ترمنځ د دقيق او صحيح قول په پېژندلو کې به ...
نور ولوله

د ناپوه او مغرور دیکتاتور صدام تاریخي تېروتني ډېري دي

د ناپوه او مغرور دیکتاتور صدام تاریخي تېروتني ډېري دي؛ تر ټولو ستر تېروتنه چي ترې وسوه هغه پر کویټ د ده ناروا یرغل وو؛ کویټ او سعودي د ایران - عراق په جگړه کي نوموړي ته ډېر پورونه ورکړل؛ خو چي کله کویټ د خپلو پورونو غوښتنه پیل کړه نو بد پوري او بد دماغه صدام پر کویټ یرغل وکړ؛ د دې حملې په لومړۍ ورځ یعني د ۱۹۹۰ د اگست پر ۲-مه د اخوان المسلمین د هغه وخت د عام مرشد استاذ ابوالنصر رحمه الله بیان نشر سو؛ په دې اعلامیه کي یاده حمله وغندل سوه او له عراق څخه غوښتنه وسوه چي باید سمدستي له کویتي سرحداتو څخه خپل پوځونه وباسي؛ دا چي د صدام دا دوهمه ستره تېروتنه وه؛ لومړی ئې د سعودي په اشاره او پیسو عراق د ایران سره د اته کلني جگړي سره اور ته واچوی او بیا ئې اوس د امریکایانو په پټه اشاره پر کویټ یرغل کړی وو......
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک