د ناپوه او مغرور دیکتاتور صدام تاریخي تېروتني ډېري دي
د ناپوه او مغرور دیکتاتور صدام تاریخي تېروتني ډېري دي؛ تر ټولو ستر تېروتنه چي ترې وسوه هغه پر کویټ د ده ناروا یرغل وو؛ کویټ او سعودي د ایران - عراق په جگړه کي نوموړي ته ډېر پورونه ورکړل؛ خو چي کله کویټ د خپلو پورونو غوښتنه پیل کړه نو بد پوري او بد دماغه صدام پر کویټ یرغل وکړ؛ د دې حملې په لومړۍ ورځ یعني د ۱۹۹۰ د اگست پر ۲-مه د اخوان المسلمین د هغه وخت د عام مرشد استاذ ابوالنصر رحمه الله بیان نشر سو؛ په دې اعلامیه کي یاده حمله وغندل سوه او له عراق څخه غوښتنه وسوه چي باید سمدستي له کویتي سرحداتو څخه خپل پوځونه وباسي؛ دا چي د صدام دا دوهمه ستره تېروتنه وه؛ لومړی ئې د سعودي په اشاره او پیسو عراق د ایران سره د اته کلني جگړي سره اور ته واچوی او بیا ئې اوس د امریکایانو په پټه اشاره پر کویټ یرغل کړی وو...
اخوان په خپله اعلامیه کي واضح وویل چي د دې ناروا حملې لیري پراته وخیم اثرات به اسلامي نړۍ متأثره کړي او همدا ظالمانه اقدام به د مقدسي زمکي مقاومت کوونکي هم کمزوري کړي. د اسلامي نړۍ له مشرانو ئې غوښتنه وکړه چي صدام دې ته اړ کړي چي له کویټ سره خپلي ستونزي د مذاکراتو له لاری حل و فصل کړي. د همدې تر څنگ ئې په دې ستونزه کي د بهرنۍ مداخلې چي په سر کي ئې د امریکایانو مداخلت یادولی سو په کلکه رد کړ... نوموړي یوازي پر همدې اکتفاء ونکړه بلکي د اسلامي تحریکونو یو هیئت ئې جوړ کړ چي مشري ئې عام مرشد او د ده سیاسي مشاور مأمون الهظیبي کوله تر څو د دې ستونزي مثبت حل ولټوي. په دوهمه مرحله کي ئې هغه امریکایي حمله په سختو ټکو وغندله چي هغوی په (۲۰/جنوري/۱۹۹۱م) کي پر عراق وکړه او نوموړي د عربي نړۍ مشران د دې حملې باعث وبلل...
هغه داسي چي لومړی صدام د امریکایانو په یوه دسیسه کي داسي ښکېل سو چي پر کویټ ئې حمله وکړه؛ تر دې وړاندي ئې له ایران سره پر نه څه زور آزمایي وکړه؛ بلې هو په عراق - ایران جگړه کي هم امریکا عراق ته د سعودي په واسطه د جگړي پر وخت کوردینات ورکول؛ تر ټولو ستره تېروتنه چي صدام په خپل ژوند کي وکړه هغه پر اسـ،ـرائیـ.ل د توغندیو ویشتل ول؛ دلته نو اخوان پر صدام اعتراض وکړ چي د ده دا یو څو ناقص میزايلونه مبارزینو او مقدسي زمکي ته څه گټه نلري بلکي په سیمه کي رزیل قوم لا مجبور ښيي او ټول غرب به ئې مرستو ته را ودانگي؛ همغسي وسول؛ د صدام حمله داسي وه لکه د ایران د تېري میاشتي درې سوه راکټونه چي یو نیم سړی پکښې ووژل سو؛ تر گټي تاوان ډېر وو؛ امریکایانو په سیمه کي پراخ حضور پیدا کړ؛ رزیل قوم ته په ملیاردونو ډالر مرستي پیل سوې او تر اوسه ئې موږ شاهدان یو؛ تر دغسي ناقصو میزایلونو توغولو دا غوره وه چي د همدې مقدسي زمکي مبارزینو ته کار سوی وای؛ دا جنوني صدام وو چي پر کویټ ئې د حملې په نتیجه کي ډارن عرب مشران ووېرول او هغوی هم سمدستي له امریکا سره دفاعي تړونونه لاسلیک کړل او هغوی ته ئې ستري نظامي اډې ورکړې.
اخوان تل پر مقدسه زمکه غیرت کړی دئ؛ تر عثماني سلطنت وروسته د دې مقدسي خاوري لپاره تر ټولو ډېره قرباني همدوی ورکړه؛ هلته ئې منظم او پر نړئوال معاصر سټېنډرډ نظامي تنظیم جوړ کړ؛ په پوره مېړانه ئې د هغوی ملاتړ او مرسته وکړه؛ حتی د دوی تر څنگ اوږه په اوږه وجنگېدل...
د عرب دیکتاتورانو یوه ستونزه دا ده چي دوی خپل مسائل له ملت سره په گډه نه حل کوي بلکي خپله هره ستونزه د غرب ځولۍ ته اچوي او له هغوی څخه د مرستو غوښتنه کوي؛ همدې حماقت دوی تر دغه ذلیل برخلیکه راورسول. دوی دي د صدام او قذافي مرگونه نه هېروي؛ همغه برخلیک ورته گوري.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
دصدام حسين تيروتني عيني دګلبدين حکمتيار مجددي استادعبدالرب سياف احمدشاه مسعوددجهادمثال لري چي دسردارداؤدخان پرجمهوريت يه دجهاد اعلان وکي اودپاکستان دآي ايس ائي په مرسته يه دافغانستان پرجوړ نظام محکم اوروزل سوي ځواکونه يه دائ ايس آئي په مرسته ړنګ کړل تقريبا45کاله دغه جګړي دوام ومومي اواوس حکمتيار صاب محترم پرکراره ناست دي دخلګوپرتيروتنوبحث کوي
