د سوډان کورنۍ جگړه داسي حالت ته روانه ده چي ستر بشري ناورین زېږولی شي
په سوډان کي دوو ښکر په ښکر سویو غوایانو (جنرال عبدالفتاح البرهان - جنرال حمیدتي) بلا تشبیه قیامت جوړ کړی دئ؛ همغه وحشت چي مقدسه زمکه ئې شاهده ده سوډان ئې هم پر خپله سینه زغمي.
د سوډان کورنۍ جگړه داسي حالت ته روانه ده چي ستر بشري ناورین زېږولی سي؛ د عربانو دوو سترو عیاشو کورنیو د دې جگړي لمبې بلي ساتلي دي؛ همدوی د حمیدتي په څېر یوه اجرتي قاتل او اجیر او جعلي جنرال ملاتړ کوي او هغه ته بې حسابه پیسې ورکوي تر څو هغه د سوډان پر شتمنیو حاکمِ مطلق سي او بیا له هغه ځای څخه نوموړی د ځان لپاره د ناروا شتمنۍ ذریعه برابره کړي او خپل جنگیالي بیا د تل لپاره د همدغو مردودو کورنیو د بقاء او ساتني لپاره په خلیج کي وجنگوي.
سوډان
د سوډان د ستونزي تفصیل په لاندیني ویلاگ کي کتلی سئ!
https://youtu.be/mWH6WI9LUBU?si=0T-YP2nsCnLacywr See less
