د جوبايډن څرګندوني او د افغانانو غبرګونونه !
قاضي محمد نذير حکيم
د امريكا ولس مشر جوبايډن تيرى (پنجشنبې) ورځ د کنيا له ولس مشر سره په يو ګډ خبري کنفرانس کي د يو خبريال ددې پوښتني په ځواب کي، چي امريكا له افغانستانه خپل پوځونه وويستل خو اوس کنيا هيواد هڅوي تر څو يو لري پراته هيواد (هايټي) ته خپل پوځونه واستوى، واشنګټن ولي داسي دوه ګونې چلند کوي؟؟
هغه دخبريال دي پوښتني ته داسې څرګندونې وکړي 1- افغانستان د امپراتوريو په هديري مشهور دي ـ 2. افغانان سره متحد ندي شوني ده چي سره متحد او يو شي ـ 3 . د اسلامي دولت (داعش) ځپلو لپاره د افغانستان له اشغال پرته نوري لاري چارى هم شته چي په خبره يې داعش وسلواله ډله له ميځه يوسي ـ
جوبايډن د خبريال يوې پوښتني ته درې ځوابونه ورکړي دي، زه هم غواړم د جوبايډن په څرګندونو لږ رڼا واچوم ــــ
1- د جوبايډن لومړى ځواب : افغانستان د امپراتوريو هديره ده، رښتيا هم د اشغالګرو او نيواکګرو لپاره ستره هديره ده، دا يو تاريخي منل شوي حقيقت دي، هيڅوك ترى انکار نشي کولى، د افغانستان وياړمن تاريخ او آراضي تماميت د اشغالګرو سورې قدري هم نشي زغملاى، نجس او پليت قدمونه خو يې لا پريږه، لدي څرګندونې هر افغان وګړۍ راضي ښکاري چي دوشمن مو د جګړې بايللو خبره او اعتراف په خپله خوله وکړ، مقصد دلته او لدي ميړني ولس سره جګړه کول سترحماقت دي، د نظامي فزيكي جګړې ګټل او هم ساتل هيڅ آمکان نلري او دا يو تاريخي حقيقت دي او وي به ـ
جوبايډن او دده شرير ټيم ته اوس معلومه شوه چې اففانستان د اشغالګرو هديره ده، پداسي حال د اسلامي ګوند مشر حکمتيار صاحب چي د روسي او امريکايي اشغالګرو ځواکونو سره يې په ميړانه جهاد کړي، لا پخوا يې پدې هکله تاريخ سازي ويناوي کړي دي، لومړى وينا يې کله چي کابل د مجاهدينو په واسطه فتحه شو، وويل ((د مجاهدينو په بى ساري قربانې، لله الحمد، اتحاد جماهير شوري 15 ټوټي شو او ان شاءالله امريكا به 52 ټوټي کيږي)) دا وينا د هغه وخت داخلي او بهرنيو ورځپاڼو سرليک وګرځيده ـ
دوهمه تاريخي وينا يې د کونړ ولايت له هسکو غرونو خپلو مجاهدينو د حوصلي او آطمنان په خاطر (1385) کال په يوه را استولي شوي غږيېز پيغام کي داسي وه ((افغانستان د مٶمنانو کور، د شهيدانو مدفن او د اشغالګرو هديره ده).
2- د جوبايډن دوهم ځواب : افغانان سره متحد کيدلي نشي او هيڅ امکان نلرى چي افغانان دې خپلو مينځونو کي سره متفق او يو موټي شي ـ دبايډن دي څرګندوني ته ګڼ شمير افغانانو په شمول د ا،ا،ا ـ لوړرتبه چارواکو هم غبرګونونه ښودلې ـ چي افغانان متحد قوم، واحد ملت او آمت دي څوک يې بيلولې نشي، بهرني لاسوهني د هيوادوالو ترمنځ د ځينو ستونزو لامل شوى وي چي اوس لري شوي دي ــ
متأسفانه بايد ووايم نوموړي دوهمي څرګندوني او ځواب ته، نه د ا،ا،ا ـ چارواکو او نه هم کوم افغان سياست وال قانع ورکوونکى غبرګون ښودلي او نه يي غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي، بلکي دې بعضو ځانونه تير ايستلى د دوشمن پيغور يې عادي او بابيزه ګڼلي ـ
زه د يو عادي افغان په توګه د بايډن له پيغوره ډک ځواب ته دومره وايم ـ افغانان نيمه پيړۍ وړاندي متحد قوم، يو ملت او آمت وو، متأسفانه د ځينو ناافغانانو د غلطو کړنو، د دشمن په دامونو او دسيسو کي راګير مغرضو اشخاصو دا متحد قوم متلاشي کړ، ډير کسان چي د قدرت تر ګدۍ رسيدلى دى خاورې يعني د جنت په شان وطن سره يې خيانت کړي، د قدرت، کاذب شهرت او سمت په وجه يې دا قوم تالا ترغه کړى، دې، همدا لامل دى بعضي خلکو ته اوس هم د بايډن خبره عادى ښکارى، پداسي حال چي د يو قوم ختميدا، ورکيدا او زوال لپاره د تفرقي، اختلاف، شقاق، تخم شيندل بسنه کوي او همدا د يهودو ستر شعار دي ((تفرقه، بى اتفاقي د مسلمانانو ترمنځ واچوي او حکومت وکړي)) هيڅوک پدى فکر نه کوي هغه کوم علتونه او عوامل دى چي مونږ ته زمونږ دوشمن پيغور راکوي او په فخر وايي افغانان متحد قوم پاتي کيدلى نشي، أيا پدى مو فکر کړى دى، چي د يو هيواد په سطحه اتحاد او يووالي يوازي د يوه تنظيم په برلاسه کيدو او تغلب منځ ته راځي او که يووالى، اتحاد، اتفاق د ګڼو پرګنو، قومونو، ملتونو، ولسونو، جهتونو، تنظيمونو او آحزابو په وتسطه منځ ته راځي؟؟
أيا قرآن مجيد کي مونږ ته داسى لارښونه شوي نده ؟
((یَـٰۤأَیُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقۡنَـٰكُم مِّن ذَكَرࣲ وَأُنثَىٰ وَجَعَلۡنَـٰكُمۡ شُعُوبࣰا وَقَبَاۤىِٕلَ لِتَعَارَفُوۤا۟ۚ إِنَّ أَكۡرَمَكُمۡ عِندَ ٱللَّهِ أَتۡقَاكُمۡۚ ـ ـ ـ[سُورَةُ الحُجُرَاتِ: ١٣])) أې خلکو مونږ تاسي له پو نارينه او ښځينه پيدا کړى ياستې او بيا مو ډلي ډلي او قبيلې قبيلې ددى لپاره ګرځولي ياستې چي يو بل سره وپيژنې او عزتمنده په تاسو کي له الله تعالى ويريدونکي دي ـ
متأسفانه ـ د افغانانو د نفاق، اختلاف، ستر لاملونه، خود خواهي، ځان ځاني، يو بل نه منل، تنزل نه کول، ځانونه لوړ ګڼل، په نورو احسان بارول، کله چى قدرت، مشرې تر لاسه کړي نور افغانان حقير، سپک ګڼل، زړى عقدي پالل، خپل حريف سره سالم رقابت نه کول، حريف، رقيب ته مختلفى ناروا بهاني تراشل او داسي نور بي کاره صفات ددى باعت شوى چي بي اتفاقي او اختلافات زيات شي، يووالى او اتحاد لدى هيواده کډه وکړي، دوشمن هم پدى پوخ يقين راشي جى هر څه به سره پيوند شي مګر افغان به له افغان سره پيوند نشي ــ
بى له شکه مونږ هغه ميړنۍ قوم يو چي خپلي ميړاني مو ونه شوي ساتلى، تل مو د پرديو په لمسون خپل ريښتنې آتلان کوبلي، داغلي، شل شوټ کړى مو دي، د خپلو آتلانو اتلولۍ، ميړاني او کارنامي مو تل بل ته منسوب کړى، د شهيد محمد مرسي رحمه الله تاريخ سازه خبره ((د خپل هيواد زمريان مه وژني، ګني د نورو هيوادونو ګيدړان به مو وخوري)) بدبختانه همدا بد وضعيت د اسلامي نړۍ له زمريانو سره زياتو اسلامي هيوادنو کي تر سره شوى او کيږى ــ
که په ريښتيا مونږ اتحاد، يووالى ته ژمن يو او دعوه يې هم کوو ـ راځي له خپل ځان، کورني، ټولني او اوسني نظام يې شروع کړو او يووالي په ريښتيني توګه عملي کړو، ټول افغانان د يوه بدن، جسد غړي وګڼو، هر چاته د هغه په اندازه په درنښت قايل شو، ټولو افغانانو ته په فعلى نظام کى د هغه د لياقت په تناسب برخه ورکړو، خپل داخلى او بهرني پاليسي په شريکه وټاکو، د هيواد ملي او اسلامي آرزښتونو ته ټول ژمن پاتي شو، بى له شکه بيا به د (بنيان مرصوص) په شان ټول سره وروڼه وروڼه وو، هيڅوك به زمونږ ترمنځ د نفرت، شقاق او نفاق تخم نشي کرلې، مونږ به په واقعي توکه يو موټي افغان متحد قوم واحد ملت او آمت وو او يو به ان شاءالله ـ
3- د جوبايډن دريم ځواب (څرګدونه) داسي وه، د اسلامي دولت ((داعش)) ځپلو لپاره د افغانستان له ځمکني اشغال پرته نوري لاري چارى هم لرو، مګر د نوموړو لارو په هکله يې نور توضيحات ورنه کړل ــ
زما په آند تر دى دمه دريم ځواب (وروستۍ دې څرګندونې) ته يې هيچا قاطع غبرګون ندى ښودلي او ته هم د ا،ا،ا ـ چارواکو، بلکى دوي هم چوپ پاتي شوي دي او د چوپ پاتي کيدو راز به يې څه وي؟؟؟
دا هم کيدلي شي چي د دوحي تړون مخالفت راځي او دمخالفت انجام وخيم وي، زما په فکر که داعش پورلي تړلي جنګيالي بهرني اتباع وي، بيا د افغانستان خاوره د امريكا او متحدينو په خلاف استعمالول چى د دوحى معاهدې غوښن بند دى، د ا،ا،ا، په نزد ياده کړنه ناروا عمل ګڼل کيږى او مونږ هم بيا غلي پاتي کيږو، مګر که چيرته دغه د داعش جنګيالي د افغانستان اتباع وي، نو ا،ا،ا چي له سور کافر آمريکا سره د سولي تړون کولي شي، له يو افغان لوري سره دي همدا تړون عملي او د پخلايني لار خپله کړي، تر څو به د خونړيو جګړو دا ويروونکي حالت زمونږ په هيواد څادري غوړولي وي او تر څو به د ولس بچيان پدى جګړو کي قتل عام کيږى، کونډي، بوري ميندى به مو تر کومه په لارو کوڅو کي خيراتونه پسي لالهانده ګرځي او يتيم ماشومان به يې په ډيرانونو کباړ راټولوي ـ
أې د ا،ا،ا نظام چارواکو !!
دالله په خاطر پدې ځوريدلي، کړيدلي ولس رحم وکړى د (آشداء على الکفار رحماء بينهم) مصداق وګرځي، دوشمن راته د پيغور په شکل د اختلاف او نه پيوند کيدو خبري سره داهم وايي حګړه دى په کور همداسي جارى ساتم، د سوند توکي به همدا تاسى افغانان ياستې او زه به د ليري د تماشايې په څير ننداره کوم ـ
أيا پدى نيمه پيړۍ چي د خلقي، پرچمي، مجاهد، طالب، داعش، ملى اردو، عسکرو او د خپل وخت نظامونو پورى تړلى چارواکي او عادي کسان په زرونو، لکونو چي وژل شوى افغانان ول که بل څوک؟؟
أيا رښتيا دوى په خټه افغانان ول که بل څوک؟؟
أيا ددوى کونډي، يتيمان چاته پاتي شول، څرنګه ژوندى پاتي شول، پر چا بوچ او بار شول، څرنګه تر دا حالته راورسيدل او تر کومه به دا لړۍ روانه وي؟؟؟
کله مو دا فکر او سوچ کړيدى چي رب العالمين به د قيامت په ورځ زمونږ نه د دى ولس پوښتنه خامخا کوى اوکنه؟؟
أيا مونږ ددى مظلوم زوريدلي ولس په زورونه کى شريک يو اوکنه؟؟
په رب قسم مونږ ټول پکى شريک يو ـ
نو راځي خپل رب سره وعده وکړو، دا زوريدلي قوم نور ونه زوروو او خپل آذلى دوشمن آمريکا ته وښايو مونږ په رښتيني توګه متحد قوم، ملت او آمت وو او يو به ان شاءالله ـ
د همدي ورځي راتلو په هيله ــ
