د نتن یاهو د جګړې کابینه د غزې په مدیریت کې پوره ناکامه ده
صهیونستي رژیم په غزه کې ځمکنیو عملیاتو لپاره دوه اهداف ټاکلي ؤ:
۱ د حماس نظامي ساختار، حکومتي چارچوب، تونلونه او شتمنۍ له منځه وړل.
۲ له حماس سره د صهیونستي رژیم بندیان را خلاصول.
له جګړې ۲۳۳ ورځې وروسته:
۱ نن حماس په غزه کې روانې معرکې تر څنګ د صهیونستي رژیم په زړه تاریخي ګزار وکړ. له دومره مودې وروسته په داسې سخته جکړه کې له رفح څخه دې وار د صهیونستي رژیم پښې ولړزولې. حماس وتواند چې یهوادان د خپل رژیم په قدرت بې باوره کړي. حماس سیمې او نړې ته دا هم په ډاګه کړه چې د معادلې اساسي لوبغاړي دوی دي. دا ټول د دې څرګند مثال دی جګړه د حماس په کنترول کې ده، نظامي کنترول پوره فعال دی، ستراتیژي په پوره دقت عملي کېږي. ځینې تحقیقات دا هم وايي چې حماس څومره مجاهدین په دې مرحله کې جذب کړی پخوا یې هېڅکله نه ؤ کړی. د دې تر څنګ دوی توانېدلي د شرقي او غربي ولسونو پوره ملاتړ تر لاسه کړي. په رواني جګړه کې یې لاس دومره بر دی چې یو “نقاب پوش” ټول رژیم په یوه پښه درولی.
۲ د جګړې دویم هدف چې اشغال وتوانېږي خپل بندیان د حماس له منګولو خلاص کړي، نور پوځیان یې هم له لاسه ورکړل. داسې ویل کېږي چې حماس نن کومه قطعه نیولې د شیطت ۱۳ په نوم ده چې د صهیونستي اشغال له کمانډو ځواکونو یادېږي.
د نتن یاهو د جګړې کابینه د غزې په مدیریت کې پوره ناکامه ده. دوی په ۲۳۳ ورځو کې ونه توانېدل چې له ټولو حربو په استفادې په یو بنده تیړانګه کې مقاومت مات کړي، دوی له ټول نړیوال ملاتړ سره رواني جګړه بایللې، د سیمې او نړې له ټولو استخباراتي خدماتو سربېره دوی خپل بندیان پیدا نه شو کړای.
د جګړې له اته میاشتو وروسته ټول شاخصونه دا ښايي چې د جګړې اساسي لوبغاړی اسلامي مقاومت دی. مقاومت هغه جهت دی چې د جګړې دانې لوبوي. صهیونستي رژیم تر دې دمه یواځې د حماس د مخطط په مقابل کې عکس العمل وړاندې کوي.
د حماس تور صندوق صهیونستان او د دوی سیمه ایز او نړیوال ملګري د ستراتیژۍ په تشه کې ورک کړي.
