هر سړی یا اداره چي زما د وقار د غلا کولو هڅه کوي؛ هغه به تاواني (ناکام) سي
"هر سړی یا اداره چي زما د وقار د غلا کولو هڅه کوي؛ هغه به تاواني (ناکام) سي." نېلسن منډېلا
د تونسي دیکتاتور قیس سعید په زندان کي تر یوه کال ډېره موده تېره سوه چي جناب استاذ راشد الغنوشي صاحب بې گناه زنداني دئ. د منډېلا وینا تل په حق رسېدلې؛ دغه ټول دیکتاتوران د تاریخ کثافت دانۍ ته ولوېدل خو په مقابل کي ئې اسلامپال جاودان (شهیدان) پاته سول. د جمال ناصر، صدام او قذافي واکمنۍ، نومونه او وجودونه له منځه لاړل خو شهید سید قطب رح او د ده په څېر نور مشران په تاریخ کي ژوندي او اتل پاته سول.
دغو دیکتاتورانو تل له دغسي ځلېدونکو ستورو سره حسد کړی دئ؛ د هغوی شهرت او دروند وقار تل د دوی د سترگو ازغی ثابت سوی. د همدې وقار د لوټلو او د دغو اتلانو د توهین کولو هڅي ئې کړيدي خو رب تعالی خپل د لاري مخلص مبارزین سرلوړي ساتلي او د غرب پر غلامانو ئې همغه د دوی مصنوعي باداران مسلّط کړي او دوی ئې په سپک کړي دي. قیس سعید باید د نورو دیکتاتورانو له سرنوشت څخه عبرت واخلي؛ پر عربي زمکه هسي هم امتحانات ډېر ژر ژر راځي.
