No-IMG

د جنگ حالت او دومره اطمینان څه شی ښيي؟!

د خبیث قوم یو جنگیالی پر هغه سمېټي دېوال مطمئن ناست دئ چي مصر او مقدسه زمکه سره جلا کوي؛ ده خپله شا مصري پوځ ته اړولې ده او دا ښيي چي له هغوی څخه ده ته هیڅ خطر متوجه نه دئ.

دا تصویر د غدر، خیانت، ذلت و رسوايۍ یو تور تاریخ بیانوي.

د استعمار پر کرښو ایمان ساتونکي باید له دې خبر سي چي کلابنده سیمه (غ ز ه) تر ډېره وخته د مصر په ولکه کي پاته سوېده؛ دلته مصر حکومت کوی؛ غالباً تر ۱۹۵۶م پوري دا د مصر تر واک لاندي پاته سوېده. دا خبره ځکه کوم چي د وطنیت بت ته پر سجده پراته سیکولران کله نا کله داسي دلیل وايي چي مصر به ولي دې جگړي ته را وړاندي کېږي؟!

دوی له دې احساس څخه شرمنده دي چي ټول غرب له خبیث قوم سره ولاړ دئ خو په اسلامي نړۍ کي همدا دوی د غرب عاق سوي سیکولران هیڅ اسلامي هېواد نسي په گوته کولی چي د مقدسي زمکي قاطع ملاتړ دي کوي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک