چې څو په قرآن کريم ځانونه پوه نه کړو، اوسنی حالت مو مثبت تغيير نه شي موندلی
زه باوري يم چې څو په قرآن کريم ځانونه پوه نه کړو، اوسنی حالت مو مثبت تغيير نه شي موندلی
په قرآن کريم د پوهېدلو لپاره اړينه ده چې د قران کریم ځانګړي مصطلحات د قرآن کريم په تعبير او تفسير سره زده کړو، دا ځکه چې د ټول اسلامي امت د مفسرينو په دې اتفاق دی چې د قرآن کريم تر ټولو دقيق او صحيح تفسير تفسير القرآن بالقرآن دی. او په قرآني تعبير او تفسير د قرآني مصطلحاتو د پېژندلو لپاره مناسبه تګلاره بيا دا ده چې د هرې قرآني اصطلاح وړاندې او وروسته آيتونه او موضوعات په دقت سره ولوستل شي او همدا رنګ په مجموع کې د دغو مصطلحاتو د ذکر کېدو ټول موارد يو د بل تر څنګ کېښودل شي. که دا کار وشي نو باور وکړئ چې د قرآن کريم په زده کړه او د قرآن کريم په تفاسيرو کې د علماء کرامو د مختلفو اقوالو ترمنځ د دقيق او صحيح قول په پېژندلو کې به درسره ډېره مرسته کوي.
د مثال په توګه لکه دا لانديني قرآني مصطلحات:
1. الصيام
2. التقوى
3. العدل
4. القسط
5. الصبر
6. الإحسان
7. الرحمة
8. التوبة
9. الإيمان
10. الزكاة
11. الشرك
12. الكفر
13. النفاق
14. الصدق
15. الأمانة
16. الحكمة
17. الذكر
18. الشكر
19. الرحمة
20. الفلاح
21. الغفران
22. الجهاد
23. الفتنة
24. البأساء
25. الضراء
26. البغي
27. الظلم
28. البر
29. العفو
30. المعروف
31. المنكر
32. الهدى
33. الضلال
34. الحق
35. الباطل
36. الولاية
37. العصيان
38. الرفث
39. الفسوق
40. المجاهرة
او داسې نور لسګونه قرآني مصطلحات
