ليکنې
له مسلکي له اړخه غير مستحق کسانو ته مسئوليت سپارل د اسلام د لارښوونو خلاف دی
دوکتور عمر عماد
( إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الْإِصْلاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَما تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ)
زه فکر کووم چه دغه اوسنئ ټاکنی اوددندو او مسئولیتونو د غنیمت په څیر ویشل موقت دی تر څو پوری چه حکومت جوړیږی ، ځکه چه خدای مه کړه د مسئولتونو دا ډول دائمی ویشل :
هغه تنکئ هیلی مړاوی او وریژوی چه ددی وطن جوړیدلو ته نوی راټوکیدلی دی.
- له مسلكي اوتخصصی، او کاری تجربی له اړخه نا آهلو او غیر مستحقو کسانو ته مسئولیت سپارل د اسلام د لارښوونو مخالف او د قیامت نخښه بلل شوی ده .
...
نور ولوله
د يو نوی تاريخي فصل لپاره هر يو تر خپل وسې هڅه او کار وکړو
زاهد جلالي
د ۲۰۱۹م کال جولای مياشت کې نيپال کې يو نړيوال کنفرانس رابلل شوی و. له ايران څخه يو ايراني دپلوماټ راغلی و. هغه په مختلفو اروپايي هېوادونو کې سفير پاتې شوی و. که څه هم د کنفرانس موضوع بله وه، خو ده به هره خبره د امریکایانو له لورې پر ايران بنديزونو سره تړله او شکايت به يې کاوه.
ايران يو ډېر ستر هېواد دی. مهم جغرافیایي موقعیت لري. خپل توليدات او ډېرې منابع لري، خو له دې ټولو سره سره د امریکا سختو بندیزونو د دغه هېواد ملا ور ماته کړې وه. دغو بنديزونو پر نر، ښځه، بوډا، ماشوم او ټولو خلکو سخته منفي اغېزه کړې وه.
اوس د امريکا له لورې د افغانستان ملياردونه ډالره سرمايه کنګل کېدل ډېر بد خبر دی. د افغانستان حک...
نور ولوله
شپږقرآني لار ښوونې
قال الله تبارک وتعالی: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْي يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ. (النحل:۹۰)
ژباړه:یقیناً چي الله دعدل، احسان او خپلوانو ته د ورکړي آمر کوي او له فحشأو منکراتو او بغاوت ممانعت کوي، تاسوته د دي لپاره وعظ کوي چي ښايي پند واخلئ.
الله سبحانه وتعالی په خپل عظیم کلام کې د انسان ټول ژوند تنظیم( بریالیتوب او ناکامي، خوشحالي او خفګان) ته په لنډو ټکو لار ښوونه کړي ده،چې په مجموع کې دانسان ټول ژوند احاطه کوي.
په مشروع(رواوو) ئې دسپارښتني عمل او له غیر مشروع(ناروا وو) ئې د منعې او ځان ساتلو ممانعت کړی...
نور ولوله
د بانکونو او صرافيو بېرته پرانيستل د ملت غوښتنه ده
ظاهر عمار
سر له سبا د بانکونو او صرافیو بېرته پرانیستل د ټول ملت غوښتنه ده. خلک مفلس شوي، په کور ناست دي او هغه پيسې چې د معاش په توګه به يې ترلاسه کولې يا به يې د کورنۍ کوم بهرمېشتي غړي ورته رااستولې، بندې شوي. بدبختانه د بانکونو له لارې د پيسو د چټک او آسانه لېږد رالېږد نړۍ وال سرويس Western Union هم حاکم وضعيت ته په کتو تر نامعلومې مودې افغانستان کې خپل خدمات ځنډولي.
سمه ده چې وضعيت اضطراري دی او ټولو ستونزو ته رسيده ګي به وخت ونيسي خو اقتصادي-مالي ستونزو ته عاجله رسيده ګي بايد لومړيتوب وي. د افغانستان په څېر ناداره، ناچاره او وږي تږي هېواد اوسېدونکي تر ډېره دا ډول وضعيت نشي زغملی او خدای مکړه نور اجتماعي ناورينونه به ...
نور ولوله
سیــکولر او نېشنلیست پښتانه پر یوه خط روان دي
دا چي ارگ د یوې وړې متعصبي سیکولري طبقې له لاسه ووتی او تر اوسه ئې لا برخلیک څرگند شوی ندئ چي د راتلونکي نظام نوعیت او حالت به څنگه وي؟! څومره به اسلامي او یا الله مکړه د کوم بل نوي تحول په پایله کي څومره غیر اسلامي وي، په دې اړه د لر او بر د پښتانه نېشنلیستانو حالت د غور وړ دئ، د دوی غالب گمان دا دئ چي هلته به د طالبانو امارت حاکم کیږي، هغه که هر ډول نظام وي دوی به ئې اسلامي بولي او د همدې منسوب اسلامي نظام په اړه به خپلي عقدې او خوړینو زړونو بړاس د اسلامي شعائرو او عقائدو په تضحیک او مسخره کولو سره سړوي، د دوی متذلل افکار او سیاسي ایمان داسي بدلیــږي، لنډ مثال ئې:
1-اوونۍ وړاندي: امریکا به طالبانو ته پر کابل د قبضې اجازه ورنــکړي.
2-نــــن: طالبانو د امر...
نور ولوله
ټول شموله که چورشموله حکومت؟؟
په دې ورځو کې یو ځل بیا د ټولشموله حکومت اوازې دي ، خو دا ځل دا اوازې د طالبانو له خولې راوځي . نږدې درې کاله وړاندې دا غږ د ډاکتر عبدالله په خوله کې زمزمه کېده. اوس راځو د دې اصطلاح مانیز او تطبیقي اړخ ته :
الف- مانیز اړخ یې :
(ټوله ) کلمه مطلق حکم لري ، یانې دا چې هېڅ شی یا برخه ترې بهر پاتې نه شي ؛ تر اکثریت ، نسبي اکثریت او غوڅ اکثریت پورته حالت ته ویل کېږي ، یانې سل په سل کې برخه چې ان نیم سلنه یې هم بهر پاتې نه شي .
ب- تطبیقي اړخ یې :
لکه څنګه چې سیاسیون وايي موږ یو ټولشموله حکومت جوړوو او یا یې غواړو او یا داسې حکومت چې ټولو ته د منلو وړ وي.
دا ا...
نور ولوله
عامو وطنوالو او طالبانو ته دوه د پام وړ خبرې
دوکتور عمر عماد
بايد پوره پام وکړو او بیدار اوسو
زمونږ د ګران هیواد د پخوانیو اشغالګرو ټول چارواکی په یوه خوله وایی چه:
مونږ په افغانستان کی دوه موخی درلودلی : یوه د (القا ع ده) ځپل، او بل په افغانستان کی دیموکراسی قائمول – یعنی په افغانانو باندی زمونږ خپل لیدل لور او خپل فکر ، خپل ارزښتونه او خپل کلچر منل، او زمونږ د خوښی سیکولر حکومت قائمول - چه په اولی موخه کی بریالی شو او په دوهمی کی پاتی راغلو .
یا په بل عبارت : مونږ افغانستان ته په خپلو دوه دښمنانو پسی راغلی وو ، چه یو یی بالفعل موجود دښمن وو او هغه مو وځپلو ، او بل بالقوه او راتلونکی دښمن ، چه هغه اسلام دی . یعنی د افغانانو د زړونو څ...
نور ولوله
د معاویه وېښته
امير المؤمنين معاوية بن ابي سفيان رضي الله عنه وایي: که زما او خلکو ترمنځ یو وېښته وي، هغه نه شي پرې کیدلی! چا ورته کړه: هغه څنګه؟! ده وویل: چې کله یې دوی کشوي زه به یې ورسستوم او چې دوی یې سست کړي زه به یې راکشوم. روضة العقلاء لابن حبان
د مشهور صحابي او د اسلام د تاریخ ستر سیاستوال معاویه رضي الله عنه دا خبره عربي کې په "شعرة معاویه" (د معاویه وېښته) سره مشهوره ده، مطلب دا چې خلکو سره په هر ډول اړیکو کې له حکمت، نرمي او منځلاري نه کار اخیستل په کار دي، له کوره نیولې، ټولنه، سیاست او د ژوند هره برخه کې باید له نرم او حکیمانه چلند نه کار واخیستل شي.
که مقابل لوری سختي کوي، غوسه...
نور ولوله
د طالبانو په وړاندي ننګوني او څو وړانديزونه
حاجی ولی محمد
د افغانستان نيول آسانه خو اداره کول يې ډير ګران کار دئ، په يوه ورځ يا اوونۍ کي نيول سوئ خو په لسيزو کي نه دئ اداره سوئ. که باندنيان پر مسلط سوي دي او که کورنيان، د وَچ کلک زوره يې کار اخستئ او قدرت انحصار کړئ دئ.نن چي تر شل کالني خونړۍ جګړې وروسته ملت او حکومت دواړو طالبانو ته لبيک ووايه او دې جګړې ته يې د پای ټکئ کښيښوو. طالبان بايد دا يو ستر مسئوليت وبولي. ملت سمندراو حکومت ورپکي د کب يا ماهي حيثيت لري. همدغه د ملت ملاتړ و همکاري ده چي تاسي يې د سوبې خاوندان کړاست.د افغانستان ملي ارزښتونه ډير پياوړي دي، پر ضد يې مه دريږئ. سبا د خپلواکئ ورځ ده او نن ستاسو په مرميو د ۹۹ کلن بيرغ پر لوړولو بې ګناه هيوادوال ويشتل کيږي. څلور ورځي وړاندي مو ختي...
نور ولوله
زه ولی خوشبین او هیله من یم چه دا وطن جوړیږی ، ان شاء الله تعالی؟
دوکتور عمر عماد
زه د یو مسلمان او د یو افغان او د حالاتو د څارونکی په صفت پدی باور یم چه الحمد لله ، هغه توره او اوږده شپه تیره شوه ، د سهار څرک لږیدلی او د سپین لمر راختلو په تمه یو.
دا هسی خیالی هوس او بی بنسټه هیله مندی نه ده ، بلکه په همدی شیبو ، او نږدی او اوږد راتلونکی کی په څو عینی واقعیتونو ولاړه ده :
لمړی دا چه:
په وطن کی د کلونو کلونو راهیسی د وینو توییدل ودریدل او د جنګ اوجکړی ناخوالی ختمی ، او دویر اوماتم ټغر ټول شو .
دوهم دا چه :
د هغو زور واکانو ښکرونه مات او برجونه یی ونړیدل کومو چه د خپلو شخصی ګټو لپاره دکلونو...
نور ولوله
د اسلامي او جاهلي نظامونو ترمنځ توپیر
سوسیالیزم، کمونیزم، پانګوالي او دیکتاتوري نظامونه د وخت جاهلي نظامونه دي، د دې مختلفو نظامونو تعریفونه، پېژندنه، تنقیص او ترجیح بیانول وخت نیسي او درته سختېږي، نو خبره په بېلګه او مثال سره روښانه کوو، چې په اساني سره د عامو، خاصو، ملایانو او عوامو سرونه پر خلاص شي. له لیکنې سره مې د غوا عکس د همدې لپاره راخیستی چې د غوا په بېلګه خبره روښانه کوو او غځوو.
سوسیالیزم : د بېلګې په توګه ستا سره دوه غواوې دي، د قانون له مخې به خامخا یوه ستا ګاونډي ته ورکوې او ستا دا یوه غوا به له نورو شل کسانو سره شریکوې، تاسو ټول چې غوا رالوشئ شیدې به حکومت ته ورکوئ او تاسو به هر یو سهار ماښام په کتار کې دریږئ چې خپله ټاکلې برخه ترلاسه کړئ.
کمونیزم : مثلاً ته دوه غو...
نور ولوله
آيا د يو کنګل (Freeze) شوي حساب (Account) شتمنۍ لمنځه ځي؟!
مخکې لدې چې د امريکا لخوا د افغانستان پر موجوده ريزرف د لګيدلي بنديز په اړه وغږيږو، ښه ده وپوهيږو د يو حساب کنګل (Freeze)کول څه معنی؟
د حساب فريز کېدل د بانک يا بروکريج ( مالي اداره چې د پيرودنکي او پلورونکي تر منځ اړيکه قائموي) لخوا په حساب کې د ځينو معاملاتو د نه ترسره کېدو څخه عبارت دی. پدې وخت کې له حسابه پيسې ويستل او اضافه کولو ترڅنګ نور معاملات هم د يو څه مودې لپاره بنديږي. د حساب فريز کول د بانک، دولت، محکمې او يا هم درېيمې قانوني با صلاحيته ادارې لخوا په معلومو وختونو او شرايطو سره ترسره کيږي.
کله يو حساب فريز کيږي؟
په لنډو ټکو کې به ووايم چې دولت يا بانک يو حساب د شکمنو کړنو، جرمي کړنو او د يو شخص د وفات پر مهال تړلی شي. په نړيوال...
نور ولوله
د افغانستان ملي اردو وسايل
افغان حکومت 428000 څلور لکه اته ویشت زره ساتونکي درلودل، مګر ټالبان به ټول 100000 یو لک هم نه وي خو دوی ټول ورته تسلیم شول ځکه چي دوي خپل وطن بربادي نه خوښوله،
جنګي وسایل یي باید نورو هیوادو ته انتقال نه شی
220000 ملی اردو،
30000 کمانډو،
15000 سپیشل فورس،
56000 ملي امنیت،
12000 صفري قطعات،
2300 خطرناک پوځ مرګ قطعه،
63000 پولیس،
9000 نظم عامه پوځ،
21000 محلي پولیس،
جنګي وسایل،
د افغانستان د ټولو طیارو...
نور ولوله
د افغانستان د راتلونکي اسلامي حکومت په وړاندې دوه مهمې اقتصادي ننګونې
متاسفانه افغانستان له مودو راهیسي د ژورو اقتصادې ستونځو کړیږي. جګړې, اداري فساد, ازاد بازار, د اقتصادي بنسټونو نشتون, کمزوری صنعت او د تولیداتو ښکته سطحه, او نورو عواملو د ملک د اقتصادي پرمختګ مخه نیولي او پراخې بیکارۍ او فقر ته یې لاره هواره کړې وه/ده.
خو هغه دوه مهمې ننګونې چې د راتلونکي اسلامي حکومت سملاسي توجه غواړي دادي:
۱ - د بانکي هجوم یا Bank Run مخنیوی. د تیرو څو هفتو راهیسې هغه خلک چې په بانکونو کې پیسې لري د روان سیاسي وضعیت له امله یا په بانکي نظام بې اعتماده شوي دي او یا هم غواړي بهر ته ولاړ شي. دوی غواړي چې خپلې پیسې له بانکونو راوکاږي نو لدې امله پر بانکونو یو نوع هجوم راغلی دی. ...
نور ولوله
يوه بله معجزه يا زموږ د وياړلي تاريخ تکرار
ډاکتر فاروق اعظم
الله پاک زموږ په کمزوره، بيچاره خو په ايمان قوي ولس داسي محيرالعقوله کارنامی کړيدي چي زموږ راتلونکي نسلونو او د نړی نورو قومونو ته درس او عبرت دی.
يو وار يی په دغه کمزوره قوم هغه انګريز وځاپه چي پر امپراتوری يی لمر نه ډوبيده، بيا يي د شوروي سوسياليستي اتحاد هغه شريره جهاني ټلواله دړي وړي کړه له کومي چي ټوله آزاده نړی ناآرامه وه. دادي اوس يی بيا زموږ په مجاهد ولس مغروره متجاوزه امريکا، ناټو او د هغو ملګري په شرمو وشرمول او داسي ماته يی ورکړه چي د ګوډاګي فوج اعلی سرقومندان په رڼا ورځ وتښتيد او ملګرو يی دتيښتي په حال کي د الوتکو په ټايرونو پوري ځانونه وځړول. د امريکا هغه تريليون ډالره چي ظاهرا د ښه حکومتولی او د ا...
نور ولوله
