شپږقرآني لار ښوونې
قال الله تبارک وتعالی: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْي يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ. (النحل:۹۰)
ژباړه:یقیناً چي الله دعدل، احسان او خپلوانو ته د ورکړي آمر کوي او له فحشأو منکراتو او بغاوت ممانعت کوي، تاسوته د دي لپاره وعظ کوي چي ښايي پند واخلئ.
الله سبحانه وتعالی په خپل عظیم کلام کې د انسان ټول ژوند تنظیم( بریالیتوب او ناکامي، خوشحالي او خفګان) ته په لنډو ټکو لار ښوونه کړي ده،چې په مجموع کې دانسان ټول ژوند احاطه کوي.
په مشروع(رواوو) ئې دسپارښتني عمل او له غیر مشروع(ناروا وو) ئې د منعې او ځان ساتلو ممانعت کړی.
په دي مبارک آیت کې الله سبحانه وتعال په دري روا اعمالو آمر کړی، دا اعمال داسي دي چې د بنده ټول ژوند په فکري، اعتقادي او اخلاقي توګه احاطه کوي، د فلاح او بریالیتوب منزل ته ئې رسوي.
دري ناروا اعمالو نه ئې منع کړي ده چې ضرر او تاوان ئې ځان او ټولني ته رسیږي لکه فحشا، منکرات، او بغاوت چې دحقوقو غضب او دالله (عزوجل) په وضعه کړیو حدودو تیری دی.
الله سبحانه وتعالی دبنده بریالیتوب لپاره په عدل ، احسان او صله رحم خپلولوآمر کوي.
يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ: عدل په بیلا بیلو معانیو تفسیر شوی لکه د فرایضو په ادأ کولوآمر دی، دتوحید کلمې اقرار( چې الله عزوجل، چې په الو هیت، ربوبیت ، اسمأ او صفاتو کې یواځينی ذات دی) ،دعدل یو معنی ظاهر او باطن پاک ساتل دي.
وَالْإِحْسَانِ: د فرایضو مکملاتو او هم د ثوابونو لپاره نوافل، صدقات تر سره کول، له ظاهره باطن زیات پاک ساتل احسان دی.
وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ: په څرګند حکم د صله رحم وصلولو امر شوی، چې خپلوان، مسافر، بې وزلي او ضرورت مندو سره مرسته وکړئ.
وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ: له حرام ، پریوتو اعمالو او بې حیايي نه منع کوي، له داسي کړنو منع دی چې په ظاهر نیکي وي په باطن کي کوږ والی، لنډه داچې له محرماتو دنهي امر دی او له منکراتو دایساریدوحکم.
وَالْبَغْي: هغه چې دالله عز وجل له ټاکلوحدود او مقرراتو تیری وي ، ظلم، بغاوت او له حقوقو سرغړونه دبغي په معنی دی .
په یو مبارک حدیث کې ارشاد دی چې هیڅ یوه ګناه د ظلم، تیري، او قطعه د صله رحمې نه ستره نه ده چې په دنیا کې کې به ئې پایله وویني او په اخرت کې خو خلاصون نه لري.(ابن کثیر)
د تیري په ضمره کې هر ډول سر غړونه شامله دی که هغه په شخصي ملکیت وي، ناموس وي، حریت او خپلواکي وي، وقار اوعزت وي شخصیت او حیثیت وي لنډه داچې هر شی خپل مقام کې نه کیښودلو ته ظلم او له حدودو نه مراعات تیری دی.
دابن کثیر په روایت: عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) فرمايي: په قرآنکریم کې جامع آیت( دبریالیتوب) په نحل سورت کې همدا دی.
حضرت قتاده (رحمه الله) فرمايي: کوم خویونه چې غوره او لوړ دي دهغه حکم الله(عزوجل) ورکړی ،کوم خصلتونه چې ناوړه دي ، الله عزوجل تري منع کړې ده.
اکثم بن صیفی دبني تمیم دعیسوي قبیلې مشر او زعیم و، په عربي نړۍ کې ستر حکیم، خطیب او پوه په نوم ئې شهرت درلود، د ده ویناوي به بیلګې وي.
کله چې ده ته د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د دعوت خبر ورسید، هوډ ئې وکړ چې مدېني منوري ته تشریف یوسي، قوم ئې مخالفت وکړ،په دي نیت چې په تکلیف نه شي.
ده وویل: که ما نه پریږدئ، زما یو وفد به مدېنې ته ولاړ شي ، قوم ومنله ، د هیئت په ترکیب کې د ده خپل زوی (حُبَیش) او دقوم مخور کسان، مدېنې ته ورغلل، د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) خدمت ته حاضر شول وئې ویل:موږ داکثم بن صیفی استازي یو، پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) ښه راغلاست وویل.
وفد پوښتنه وکړه: تاسو څوک یاست او څه دي؟
حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: ستاسو د لمړي پوښتني په ځواب کې وایم: زه محمد بن عبدالله یم(صلی الله علیه وسلم)،دویم زه دالله(عزوجل) بنده او دهغه استازی یم، بیائې همدا مبارک آیت(: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْي يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ .) تلاوت کړ، هیئت دبیا تکرار غوښتنه وکړه تر هغه چې په یادو ئې زده کړ، دهمدې لار ښوونې سره بیرته وګرځیدل.
هیئت بیرته خپل کورته ستانه شول، اکثم بن صیفی ته ئې ګذارش ورکړ،هغه وویل: دا دالله ریښتینی استازی دی، نسب ئې تر ټولو غوره او لوړ دی خو ده پرې فخرنه دی کړی یواځي خپل نوم او دپلار نوم ئې یاد کړی او ټولې خبري دخیر دي، تاسو پرې ایمان راوړی سرداران به شئ، ټولو ومنله، خپله اکثم بن صیفي د خپلو خلکو په ملګرتیا د مدېنې په لور روان شو، په لاره کې حضرت اکثم بن صیفی(رضی الله عنه) په داسي حال کې خپل روح الله (عز وجل) ته وسپاره چې مسلمان شوی و، ده په اخر وخت کې وويل: زما قومه تاسو ګواه اوسئ چې ما د پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) اتباع وکړه اود اسلام دین مې منلی.
قال الله تبارک وتعالی: وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا.(النسآ: ۱۰۰)
ژباړه:او څوک چي دالله په لار کې هجرت وکړي، په زمکي کي په ډیر څر ځایونه او پراخي ومومي او څوک چي له خپل کورڅخه دالله او د ده د رسول لوري ته مهاجر په څیر ووځي او مرګ ئې بیامومي نوپه یقین سره ئې اجر دالله په زمه شو او الله خو مهربان بخښونکی دی.
د دې مبارک آیت په شان نزول کې مفسرین کرام زیات روایتونه لري چې د هجرت په لاره کې وفات شوي، په هر صورت د آیت حکم عام دی.
حضرت خالد بن خرام (رضی الله عنه) دهجرت په لار کې مار و چیچه په شهادت ورسید.
حضرت ضمره بن جندب (رضی الله عنه)دمکې نه مدېنې ته دهجرت په لاره کې وفات شو.
حضرت سعد بن بي ضمره چې په دغه وخت کې د عمر زیاتولي له امله ئې دسترګو لید ختم شوی وو،د(الاالمستضعفین...) آیت په نزول سره خپلو اولادونو ته وویل چې ماسره دسفر ټول امکنات شته زه باید هجرت وکړم ، دهجرت په لاره تنعم ته چې ورسید هلته ئې خپل روح الله(عزوجل) ته وسپاره.
په دي ټولو روایتونو دشان نزول ذکر شوی.(والله اعلم)
طبراني قدسي حدیث روایت کوي: حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فرمايي: الله سبحانه وتعالی فرمايي: کوم بنده چې زما په لار کې د غزا لپاره ووځي، یواځي زما وعدې ريښتیني و ګڼي او زما په استازي ایمان ولري هغه دالله(عزوجل)په ضمانت کې دی،یا به هغه د لښکر سره وفات کیږي جنت ته به درومي یا به دالله (عزوجل) په ضمانت کې د غنایمو او اجرونو سره دخپل رب په فضل بیرته ستنیږي، که هغه په په طبيعي مرګ وفات شي، ووژل شي، له څورلۍ وغورځيد مړ شو او یا کوم زهر لرونکي ځناور و چيچه او یاهم په خپل بستر کې(په طبعي ډول) وفات شو درجه د شهید لري، دابو داود په روایت هغه جنتي دی.
ابو یعلی په روایت: کوم بنده چې د حج په سفر روان و په لار کې وفات شو ده ته تر قیامته دحج ثواب لیکل کیږي، کوم بنده دعمرې لپاره سفر وکړ او په لارې وفات شو ده ته تر قیامته دعمرې ثواب لیکل کیږي او همدا راز کوم بنده چې جهاد په سفر له کوره ووځي ده ته مرګ راشي تر قیامته ورته دجهاد ثواب لیکل کیږي.
