No-IMG

د طالبانو په وړاندي ننګوني او څو وړانديزونه

حاجی ولی محمد

 

د افغانستان نيول آسانه خو اداره کول يې ډير ګران کار دئ، په يوه ورځ  يا اوونۍ کي نيول سوئ خو په لسيزو کي نه دئ اداره سوئ. که باندنيان پر مسلط سوي دي او که کورنيان، د وَچ کلک زوره  يې کار اخستئ او قدرت انحصار کړئ دئ.نن چي تر شل کالني  خونړۍ جګړې وروسته ملت او حکومت دواړو طالبانو ته لبيک ووايه او دې جګړې ته يې د پای ټکئ کښيښوو. طالبان بايد دا يو ستر مسئوليت وبولي. ملت سمندراو حکومت ورپکي د کب يا ماهي حيثيت لري. همدغه د ملت ملاتړ و همکاري ده چي تاسي يې د سوبې  خاوندان کړاست.د افغانستان ملي ارزښتونه ډير پياوړي دي، پر ضد يې مه دريږئ. سبا د خپلواکئ ورځ ده او نن ستاسو په مرميو د ۹۹ کلن بيرغ پر لوړولو بې ګناه هيوادوال ويشتل کيږي. څلور ورځي وړاندي مو ختيز ته پروت ګاونډئ څلور اويا کلن سو، نه يې بيرغ بدل سوئ دئ ، نه يې نوم او نه يې په دولتي آډانه چا کار درلودلئ دئ. تر شاهي پير وروسته چي دلته هر حکومت  بدل سوئ دئ، ورسره بيرغ ، د هيواد نوم بدلون موندلئ  او هم دولتي آډانه له منځه تللې ده. نصرو پهلوان د کندهار ولايت يو نامتو غيږباز وو، يو غټ پهلوان يې ګوزار کړ، آکا ورته وويل چي نصرو دغه نوم دي بس دئ بيا غيږ مه باسه.روسيانو ته مجاهدينو ماتې ورکړه خو دواک پر سريې  د جګړو له امله ګټلئ نوم بائيلاوه، د ببرک عمل يې تکرار کړ اود ناټو د بي- ۵۲ په زور يې له تاسو څخه واک لاسته کړ، نن يې ټول ملت ته سترګي مړې دي. ستاسي د نامه سره  اسلام تړلئ دئ، د ګاونډيانو په ګډون ټوله نړۍ  درته د کرکي په سترګه ګوري. تر خپل منځ په کلک يووالي او د ملت  هيلو او غوښتنو ته په درناوي کي ستاسي بقا ده.

۱- تر ټولو وړاندي خپل ملګري متحد او تر کلکه قومانده لاندي راولئ، سرغړوونکي مجازات کړئ.

۲- په بيړنۍ توګه درې سلاکاري شوراوي جوړي کړی. يوه د قومي مشرانو او اغيزمنو هيوادوالو، دويمه د سياستوالو  او دريمه د تکنوکراټانو چي ورپکي ملي کدرونه برخه ولري. لومړۍ شورا به په کورنيو چارو، دويمه په باندنيو او دريمه په اداري چارو کي سلا درکوي.

۳- د ډاکترمحمداشرف غني په ګډون ټولو تللو افغاني مخکښانو ته عمومي بخښنه او بلنه اعلان کړی، د هغوی د نړيوال باور او پوهني څخه د هيواد په اداره کولو او بيا ودانولو کي ګټه واخلئ.

۴- د ملت په خوښه يو قانوني چوکاټ جوړ کړی او تر شا يې کلک ودريږئ. په کومه ټولنه کي چي قانون حاکم وي، هغه ټولنه به استقرار مومي او د پرمختګ اوج ته به رسيږي.

نوُو څيړنو د ا ښودلې ده چي په نړۍ کي افغانان او ترکان په حب الوطني کي سارئ نلري، بايد ورباندي له نوي سره څيړني وسي.که په باندنۍ نړۍ کي کډوال افغانان دي اوکه  کورني، د هيواد په بيا ودانولو کي ددوی د پوهني او شتمنۍ څخه تعميري  ګټي پورته کړی. د هيواد غليمان مو هڅي کوي چي  نوې جبهه درته جوړه او د وينو توئيلولو لړۍ ته دوام ورکړي. دوې سترګي څلور کړی،ملت په مينه پر ځيګر ونيسئ.  په تيرو شلو کلونو کي چي دولتي آډانه  د ملياردونو ډالرو په لګښت جوړه  سوېده، هغه ته وده ورکړئ، نوره يې پياوړې کړی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک