عامو وطنوالو او طالبانو ته دوه د پام وړ خبرې
دوکتور عمر عماد
بايد پوره پام وکړو او بیدار اوسو
زمونږ د ګران هیواد د پخوانیو اشغالګرو ټول چارواکی په یوه خوله وایی چه:
مونږ په افغانستان کی دوه موخی درلودلی : یوه د (القا ع ده) ځپل، او بل په افغانستان کی دیموکراسی قائمول – یعنی په افغانانو باندی زمونږ خپل لیدل لور او خپل فکر ، خپل ارزښتونه او خپل کلچر منل، او زمونږ د خوښی سیکولر حکومت قائمول - چه په اولی موخه کی بریالی شو او په دوهمی کی پاتی راغلو .
یا په بل عبارت : مونږ افغانستان ته په خپلو دوه دښمنانو پسی راغلی وو ، چه یو یی بالفعل موجود دښمن وو او هغه مو وځپلو ، او بل بالقوه او راتلونکی دښمن ، چه هغه اسلام دی . یعنی د افغانانو د زړونو څخه دهغه اسلام ایستل، او دهغوی څخه د هغی وسلی اخیستل چه تل زمونږ په وړاندی کاری اوفعاله ثابته شوی ده . د کابل د پخوانی نظام په نړیدلو سره مونږ عملا دغی موخی ته په رسیدلو کی ناکام شو ...
خو څه فکر کوئ چه آیا هغوی به ددوهم دښمن په وړاندی کرار کښینی او د مقابلی څخه به یی لاس په سر شی ؟ ابدا، کله هم نه ، بلکه هغوی به دغه دښمنی کله هم هیره نه کړی ، صرف توپیر به یی دا وی چه وسله او وسیله به یی بدله وی . پرون یی پوځی یرغل کړی وو او نن به له نورو وسائلو کار اخلی . وړمه ورځ جو با یدن په ډاګه وویل چه د پوځی مقابلی نه اقتصادی او سیاسی فشار ډیر کاری او اغیزمن دی . او هغوی عملا ددغی وسلی په کارولو پیل وکړ چه دافغانستان بانک نه نیم میلارد ډالر یی کنګل او د پیسو نړیوال سازمان د افغانستان سره خپل مرستی ودرولی ، او جرمنی اعلان وکړ چه که په افغانستان کی شرعی نظام راشی نو مونږ به خپلی مرستی ودروو ...
او په عین وخت کی به د افغانستان په نوی نظام سیاسی فشار هم راولی او هڅه به کوی چه هغه په نړیواله کچه تجرید او منزوی کړی .
او دا هم د لمر په شان څرګند حقیقت دی چه هغوی به یوازی په اقتصادی او سیاسی فشار بسنه نه کوی ، بلکه د راتلونکی نظام د پرزولو لپاره به د هیڅ کرغیړنی وسیلی د کارولو څخه دریغ ونه کړی ، چه ددغی وسلو په سر کی میډیایی پروپاګنډ او منفی تبلیغات دی ، چه ددی څرک همدا اوس لګیږی ، او که څوک غربی رسنئ – په سر کی یی د پرنګیانو ژبه ، شیطانه بی بی سی اوامریکا غږ او داسی نوری – وڅاری نو د نوی نظام د بدنامولو ، او د هغه پر ضد د کرکی راپارولو په پار د هغوی زهرجن تبلیغات او د واقعیتونو سره مغرضانه چلند به ورته وځلیږی .
دا کومه د حیرانتیا وړ خبره نه ده ، او نه مونږ د هغوی څخه ګیله کوو چه تاسی ولی د اسلام سره دومره ژوره او نه پخلا کیدونکی دښمنی لرئ پداسی چه اسلام در سره دانسانیت په چوکاټ کی د سولییز ژوند هیڅ ستونزه نه لری .
خو زمونږ ګیله له هغه چا کیږی چه له هر چا څخه ځان د وطن په مینه مست، او یا تر هر چا ځان ښه مسلمان بولی ، خو بیا یی هم له ځانو د وطن او دین ددښمنانو روبوټان جوړ کړی اودهغوی تبر ته لاستی جوړوی !
په هر حال ، زه دلته عامو وطنوالو او طالبانو ته دوه د پام وړ خبری کووم :
لمړی : غیر طالب ته وایم چه :
وروره !
ته – که فرد وی ، او که ګوند او یا ډله - باید د یو مسلمان په صفت پدی ښه پوه شی چه د راتلونکی نظام په ښه او بد دواړو کی ، که اوغواړی او که نه ، حتما شریک یی او رغیدل دی تری ناشونی دی .
باید دا حقیقت درک کړی چه ته د طالب سره په یوه کښتئ کی سپور یی ، که دا کښتئ ساحل ته ورسیږی ټول به رسیږو - ان شاء الله تعالی - او که خدای مه کړه بل څه کیږی نو د هیچا رغیدل نشته دی ، بلکه ټول به په یو برخه لیک اخته کیږو .
او ته باید د یو افغان په صفت دا درک کړی چه همدا څلویښت کاله کړاونه ګالل بس دی .
نو بنا پر دی :
باید مونږ ټول خپل ځانونه په یوه کښتئ کی سواره اوبولو . هر ډول کینه او عقده ، او فکری او سیاسی مخالفت یوی خوا ته کړو ، کوچنی او غټ ګټه او تاوان سره پرتله کړو، او د دین او وطن د علیا مصلحت په خاطر په پوره اخلاص او صداقت د رتلونکی نظام تر شا ودریږو پدی کی د ټولو خیر او ښیګڼه نغښتی ده .
او طالب ته وایم چه : وروره !
شک نشته چه تا دا کلونه کلونه داسی قربانی ورکړه ، او داسی کړاونه دی وګالل چه قلم یی له لیکلو عاجز دی ، خو ته باید د خپلی ستړیا اجر یوازی او یوازی د الله تعالی څخه اوغواړی او په خلکو هیڅ ډول احسان ونه کړی او نه یی له چا بدل اوغواړی ، بلکه باید ولس ته ووایی چه : ( انما نطعمکم لوجه الله ، لا نرید منکم جزاءً ولا شكورا ) , نه ځان له نورو پورته احساس کړی ، نه ځان له عامو خلکو بیل وګڼی ،اونه له چا د خپلی قربانی په مقابل کی امتیاز اوغواړی .
که مونږ ټولو د غو ټکو ته پام وکړ نو باید پدی نه لړزیدونکی باور ولرو چه د الله تعالی په مرسته به داسلام د دښمنانو اود وطن- د پټو اوښکاره- بدخواهانو توری دسیسی شنډی شی .
