د افغانستان د راتلونکي اسلامي حکومت په وړاندې دوه مهمې اقتصادي ننګونې
متاسفانه افغانستان له مودو راهیسي د ژورو اقتصادې ستونځو کړیږي. جګړې, اداري فساد, ازاد بازار, د اقتصادي بنسټونو نشتون, کمزوری صنعت او د تولیداتو ښکته سطحه, او نورو عواملو د ملک د اقتصادي پرمختګ مخه نیولي او پراخې بیکارۍ او فقر ته یې لاره هواره کړې وه/ده.
خو هغه دوه مهمې ننګونې چې د راتلونکي اسلامي حکومت سملاسي توجه غواړي دادي:
۱ - د بانکي هجوم یا Bank Run مخنیوی. د تیرو څو هفتو راهیسې هغه خلک چې په بانکونو کې پیسې لري د روان سیاسي وضعیت له امله یا په بانکي نظام بې اعتماده شوي دي او یا هم غواړي بهر ته ولاړ شي. دوی غواړي چې خپلې پیسې له بانکونو راوکاږي نو لدې امله پر بانکونو یو نوع هجوم راغلی دی.
د نړۍ په هر ملک کې که ټول خلک په یو وخت له بانکونو خپلې پیسې راوکاږي نو بانکونه به یې له ورکړې عاجز وي. ددې وجه داده چې بانکونه که له یوې خوا د خلکو نه پیسې اخلي نو له بلې خوا ددې پیسو ډيره برخه له ځانه سره نه ساتې او نورو ته یې د پانګې اچونې لپاره ورکوي.
لدې امله چې د اوسني بانکې هجوم تر شا امنیتي او سیاسي عوامل دي نو راتلونکې اسلامي حکومت ته پکار ده چې د افغانستان په بانکي نظام د خلکو اعتماد بیرته راژوندی کړي.
۲ - دوهمه موضوع چې د راتلونکي اسلامي حکومت توجه ورته ضرورې ده هغه په بازار کې د خوراکې توکو او ضروری اجناسو قیمتونه دي. دولت باید د ازاد بازار په روان نظام له سره غور وکړي او د ضرورت او مصلحت په اساس او د عادلانه قیمتونو د تعین لپاره په بازار کې مداخله وکړي تر څو د احتکارچیانو, انحصاریانو او حریصانو مخه ونیول شي او خوراکې توکې او نور اجناس په مناسبو قیمتونو خلکو ته عرضه شي.
