No-IMG

د بانکونو او صرافيو بېرته پرانيستل د ملت غوښتنه ده

ظاهر عمار

 

سر له سبا د بانکونو او صرافیو بېرته پرانیستل د ټول ملت غوښتنه ده. خلک مفلس شوي، په کور ناست دي او هغه پيسې چې د معاش په توګه به يې ترلاسه کولې يا به يې د کورنۍ کوم بهرمېشتي غړي ورته رااستولې، بندې شوي. بدبختانه د بانکونو له لارې د پيسو د چټک او آسانه لېږد رالېږد نړۍ وال سرويس Western Union هم حاکم وضعيت ته په کتو تر نامعلومې مودې افغانستان کې خپل خدمات ځنډولي.

سمه ده چې وضعيت اضطراري دی او ټولو ستونزو ته رسيده ګي به وخت ونيسي خو اقتصادي-مالي ستونزو ته عاجله رسيده ګي بايد لومړيتوب وي. د افغانستان په څېر ناداره، ناچاره او وږي تږي هېواد اوسېدونکي تر ډېره دا ډول وضعيت نشي زغملی او خدای مکړه نور اجتماعي ناورينونه به رامنځته کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک