No-IMG

له مسلکي له اړخه غير مستحق کسانو ته مسئوليت سپارل د اسلام د لارښوونو خلاف دی

دوکتور عمر عماد

 

( إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الْإِصْلاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَما تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ)

زه فکر کووم چه دغه اوسنئ ټاکنی اوددندو او مسئولیتونو د غنیمت په څیر ویشل موقت دی تر څو پوری چه حکومت جوړیږی ، ځکه چه خدای مه کړه د مسئولتونو دا ډول دائمی ویشل :

هغه تنکئ هیلی مړاوی او وریژوی چه ددی وطن جوړیدلو ته نوی راټوکیدلی دی.

- له مسلكي اوتخصصی، او کاری تجربی له اړخه نا آهلو او غیر مستحقو کسانو ته مسئولیت سپارل د اسلام د لارښوونو مخالف او د قیامت نخښه بلل شوی ده .

- دغه شرعا او مصلحتا مردود او نامنل شوی کار په لوی لاس د نوی قیادت هغو بدخواهانو ته پلمه په لاس ورکول او د هغوی تبر ته لاستی جوړول دی چه همدا اوس په کمین کی ناست او هر حرکت په دور بین او ذره بین څاری او بیا ورسره په یو خورد کی د یو من مرچو او مصالو ګډولو نه وروسته ولس او دنیا ته وړاندی کوی .

که چا داسلام د سر لوړی لپاره زحمتونه ګاللی وی اجر او ثواب یی باید یوازی د الله تعالی نه اوغواړی ، که نه هر څه یی په سین لاهو کول دی .

اوس د اسلام سرلوړی پدی کی ده چه هیڅوک هم دنده غنیمت نه بلکه دنیوی او اخروی مسئولیت وګڼی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک