سیــکولر او نېشنلیست پښتانه پر یوه خط روان دي
دا چي ارگ د یوې وړې متعصبي سیکولري طبقې له لاسه ووتی او تر اوسه ئې لا برخلیک څرگند شوی ندئ چي د راتلونکي نظام نوعیت او حالت به څنگه وي؟! څومره به اسلامي او یا الله مکړه د کوم بل نوي تحول په پایله کي څومره غیر اسلامي وي، په دې اړه د لر او بر د پښتانه نېشنلیستانو حالت د غور وړ دئ، د دوی غالب گمان دا دئ چي هلته به د طالبانو امارت حاکم کیږي، هغه که هر ډول نظام وي دوی به ئې اسلامي بولي او د همدې منسوب اسلامي نظام په اړه به خپلي عقدې او خوړینو زړونو بړاس د اسلامي شعائرو او عقائدو په تضحیک او مسخره کولو سره سړوي، د دوی متذلل افکار او سیاسي ایمان داسي بدلیــږي، لنډ مثال ئې:
1-اوونۍ وړاندي: امریکا به طالبانو ته پر کابل د قبضې اجازه ورنــکړي.
2-نــــن: طالبانو د امریکا په مرسته کابل ونیوی.
دوی وارخطاء دي، متذلذل دي، دا چي مستقل فکر او ثابته ایډیالوژي ئې نشته، ځوانان ئې نورو برېــن واش کړي، هر ږیري او بگړۍ وال پښتون د پښتون دښمن بولي، له هغوی وېره احساسوي په داسي حال کي چي د ده جامه او قیافه به په کامل ډول د پښتون کلچــر سره په ټـکر کي وي خو بیا هم ځان د پښتنو مسیحا ورته ښکاري.
• تر تحقیق او مشاهدې وروسته مي دا باور دئ چي د اِزمــونـو لړۍ په پای کي هرو مرو الحاد او کمونیــزم ته وزي، دوی تل مذهب نقدوي، تېره ورځ یوه نېشنلبست یو شعر ویلی وو، تاسي ئې وگورئ!
څلور واړه مذهبـه درته یو صف کي ولاړ دي
څلور کونجه دنیا دي ژوند ته نه پرېږدي کابله
البته دا یو وضاحت هم اړین بولم چي د دې نېشنلیست پښتو هم همهغسي وېــجاړه وه لکه د دوی د بابا تر شا پرې ایښې څوکۍ... دوی د پښتو سره وفاء یوازي د پښتون سیکولر ولسشمر چاپړوسۍ ته وایي، نه ئې کره پښتو لیکل زده او نه ئې ویل، د دوی پښتو له اردو او انگریزي مغلوبه وي، خو بیا هم د پښتو او پښتنو نه د ننگ په دروغجن شعار خپل تخریب جاري ساتي.
• د دوی بابا پخواني ولسمشر غني چي کله ویل: "د سمیع الحق زوی څه حق لري چي زموږ برخلیک ټاکي؟!"
زموږ ځواب وو چي سمه ده ټامیانو پاپا، هغه بد کوي، دا منو چي افغانان باید د خپل برخلیک او راتلونکي د ټاکلو په تړاؤ خودمختار او آزاد وي، خو دا تاسي بیا محسن داوړ او نورو ورته پاکستانیانو ته ولي دا اختیار ورکوئ چي د افغانستان په مسائلو کي غلیظه خوله وښوروي؟! افغان سیاسیون سپک یاد کړي، د هغوی مقاومت نقد کړي یا خو به دوی دواړه(محسن داوړ او د مولانا سمیع الحق زوی) افغانان/پښتانه وي او یا به دواړه پاکستانیان؟! یا به دواړه منع او غندل کیږي او یا به دواړه تر کابله په افغاني هیلي کاپټرو کي په عزت ورسول کیږي او زموږ او د دوی د مشترک برخلیک په تړاؤ به زموږ د وجود د ټوټو په صفت مشاورت ورسره کیږي... دا څنگه قضاوت دئ چي هغه څوک چي تا ستايي هغه پر حق او څوک چي دي مخالف ورور ستایي هغه بیا ناحق؟!
